یو وخت ننګرهار په ښوونه روزنه کې د افغانستان په کچه نوم درلود، خو له بده مرغه په دغه ولایت د مجاهدینو په واکمنېدلو او له هغه راهیسې دا خبره سرچپه ده، همدا وجه ده چې ننګرهار له ورځې بلې ته د تاوتریخوالي په ډګر بدلیږي، او د دې تاوتریخوالي د زیاتولو لپاره افغان دښمنه وسله وال دا غوره بولي چې ښوونځي تړلي وی.

په تېرو کلونو کې طالبانو او اوس داعش په هسکه مېنه، اچین او کوټ ولسوالۍ کې لسګونه ښوونځي تړلي، خو په پرانیستو ښوونځیو کې هم د درس مزه نشته.

په ننګرهار کې چې دوبی روان ښوونیز کال پیلیږي، له ولسوالیو خبر نه یم، خو په جلال اباد ښار کې هم تر اختر پورې په ښوونځيو او دارالمعلمین کې درس نه وو.

داعش یا طالب دا ښوونځي تړلي نه وو، دروازې یې هم د زدکوونکو په مخ خلاصې وې، خو په دې ښوونځیو کې استادانو زدکوونکو ته درس نه ور کاوه، که به یو نیم زدکوونکی درس ته ورتلو چې درس به یې نه لید او استادان به یې کتل چې پخپلو کې ګپ شپ لګوي یا چای څښي او یا پخپلو نورو کارونو بوخت ښار ته وتلي، نو کور ته ستنېدل او نورو زدکوونکو ته یې هم ویل چې په ښوونځي کې درس نشته.

ورېره مې ده، له اختر څلور ورځې مخکې ښوونځي ته تللې وه، بېرته چې راغله ویل یې ټوله ورځ درس نه و او استاد چې حاضري واخیستله ویې ویل، که تر اختر پورې را هم نه شئ، نه مو غیرحاضرووم، همداسې بله ورېره مې په دارالمعلمین کې ده، پوښتنه مې ترې وکړه، ویل یې چې کله د نوي کال درسونه پیل شول، یوه اونۍ وروسته یوه ورځ لاړم درس نه و، نورې ملګرې مې هم نه وې راغلې بیا زه هم تللې نه یم، دا حال مې د ورېرونو هم دی.

نو خپله چې فکر کووم، ماته د هغه داعشي او د جلال اباد د ښوونکي توپیر نه کیږي چې یو د ټوپک په زور ښوونځی تړلی او بل په چل او مکر یا د تنبلۍ له لاسه درس نه ور کوي، د معارف اداره یا ریاست هم راته د داعش د مرکز په څېر ښکاري، چې یو په زور د ښوونځیو د تړلو امر کوي او بل خپل مسوولیت نه پېژني، ځان په دې نه خبروي چې ولې تر پنځلسو ورځو پورې په ښوونخیو کې درس نشته.

د میندو او پلرونو هم مسوولیت دی چې د ښوونځي ادارې ته ورشي، وپوښتي چې ولې زما زوی یا لور ته درس نه ور کول کیږي، د ښوونکي خو دا مسوولیت دی چې زدکوونکو ته درس ور کړي هغه که یو کس وي یا څلوېښت پنځوس کسان او که همداسې له پوهې سره بې غوري او جفا روانه وي، نو لرې نه ده، چې یوه ورځ به په ننګرهار کې د همدې تړلو ښوونځیو په پایله کې جهالت دومره خپور شي چې بیا به په جلال اباد ښار کې هم داعشیان وي او خلک به زدکړو ته نه پرېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *