تاند- په اروپا کې د ناټو ځواکونو سر قومندان وايي چې له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستان سره امنیتي موافقه مهمه ده خو د اکتوبرمیاشت ضرب الاجل نه دی.
د واشنګټن پوسټ ورخپاڼې د راپور له مخې په اروپا کې د ناټو اعلي قومندان جنرال فلیپ بریدکلاف د جمعې په ورځ په یوه ټېلفوني مرکه کې وویل:«بې له شکه دا خورا مهمه ده چې دوه اړخیز امنیتي تړون ولرو.»
بریدکلاف په عین حال کې وویل، د لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسي له لوري تېره اوونۍ د اکتوبر ضرب الاجل سم نه دی.
د امریکا لوی درستیز تېره اوونۍ د کابل د سفر په مهال وویل چې افغانستان به له امریکا سره امنیتي تړون تر اکتوبر پوري لاسلیک کړي.
جنرال دیمپسي په دې برخه کې د افغانستان د ولسمشر موافقه مهمه ویلله، ویې ویل چې دا کار به د ناټو نورو غړیو ته لار اواره کړي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ځواکونو د پرېښودو لپاره یو کال وخت ولري.
خو په عین حال کې به دا تړون به ناټو او د دغه تړون متحدو هیوادونو ته موقع په لاس ورکړي چې په ۲۰۱۴ م کال له افغانستانه خپل محارب ځواکونه وباسي.
جنرال بریدکلاف په بلجیم کې د ناټو په مرکزي دفتر کې وویل:«اکتوبر به یوه مهمه نېټه وي، خو څه چې لا زیات مهم دي دا دي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون ژر تر ژره لاسلیک شي.»