خبریال: میرویس جلالزی – د راپورونو پر اساس د داعش په نامه تندلارې افراطي ډلې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې دغې غاړې ته نږدې دیرش زره نجونې له زده کړو او ښوونځيو محرومې کړي دي.

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مهم دا خبره تایید کړې ده.

د ننګرهار د پوهنې د ریاست ویندوی محمدآصف وايي، د داعش یا اسلامي دولت په نامه ډلې شاوخوا ۵۷ ښوونځي له څو ورځو راهیسي د اچین، دوربابا او کوټ په ولسوالیو کې د ماشومانو پر مخ بند کړي دي.

نوموړي د وایس نیوز چینل ته ویلي چي دوی له قومي مشرانو او امنیتي ادارو سره کار کوي چې دغه ښوونځي بیرته پرانیزي.

د ننګرهار اوسیدونکي په خپلو سیمو کې د داعش پر نفوذ سخت ترهېدلي او څو څو ځله یې له مرکزي دولته د مرستې غوښتنه هم کړې ده .

هغوی وايي نجونې او میرمنې له داعش څخه تر هر چا ډیرې بیریږي او په بیلا بیلو رواني ناروغیو اخته شوي دي.

په وروستیو کې د ننګرهار د ولاتي شورا یو شمیر غړو او په ولسي جرګه کې د دې سیمو استازو حکومت ته پنځلس ورځي وخت ورکړی و چې د داعش د نادودو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي که نه نو دوی به په خپله خلګ را ټول، مسلح او د داعش پر ضد مبارزې ته ورمخې ته کړي.

همدا راز د سیمې خلک وايي چې داعش شخصي زندانونه لري، خلګ شکنجه کوي او له مینځه يې وړي.

د راپورونو له مخي داعشیانو په یادو سیمو کې ښځې له ښوونځي او دباندي تګ راګرځولي او په لسګونو قومي مشران، مخور او روحانیون یې په ډزو ویشتي دي.

په همدې حال کې د ننګرهار امنیه قومندان وايي چي که څه هم د داعش او طالبانو ترمنځ په خپل منځ جګړو کې څه نا څه دوه سوه طالبان او د داعش غړي وژل شوي لیکن دا ډله بیا هم په خپل قوت په سیمه کې موجوده ده.

One thought on “داعش د ډیورنډ کرښې ته نږدې زرګونه نجوني له ښوونځیو منع کړي”
  1. داعش خو د آی ایس آی سپی دی چی هر افغان ته غاپی ددوی نابودول دهر افغان او هر انسان وظیفه ده، ددی سپی صفته انسانانو پر ضد جهاد فرض عین دی ، پدی خاطر چه داعشیان نه انسانان دی او نه هم مسلمانان ، ددوی اکثریت په نامشروع دول دپنجاب په هیرا مندوی کی دنیا راغلی یعنی ددوی اکثریت حرامزاده پیداشوی دی، همدا وجه ده چه دوی نه په اسلامی شریعت خبر دی او نه هم په دود او دستور خبر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *