تاند- یوه افغان چې وايي ۱۱۰ کلن دی، په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده.
دی له ۸ میاشتې سفر او د ۳ زره مایله لارې له کچ کولو وروسته جرمني ته رسېدلی دی.
عبدالقدیر عزیزي له خپلې شپېته کلنې لور او د کورنۍ له ۸ نورو غړیو سره، چې په دې ستونزمن سفر کې یې له ده سره مرسته کړې ده، جرمني ته پناه وړې ده.
د انډیپندنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، کله چې د جرمني مامورینو د عزیزي له کورنۍ څخه د عزیزي د عمر په اړه وپوښتل، هغوی وویل چې نوموړی په ۱۹۰۵ م کال زېږېدلی دی.
دی کوم سند یا د زېږېدو سرټیفیکېټ نه لري چې عمر یې تایید شي او پولیس هم نه دي توانېدلي چې عمر یې تصدیق کړي.
خو په دې کې شک نشته چې عزیزي د ټولو هغو ۸ لکه پناه غوښتونکو په منځ کې چې سږ کال جرمني ته تللي دي، تر ټولو د زیات عمر خاوند دی.
دا حرامیان ټول درواغ وایې ! ټول یې خپل غمرونه ۱۷ کلن اچوي خو په حقیقت کې غتې ګیرې لري چې چپه او راسته یې پاکې په تېزه چاړه خرېیلي وي !
!