تاند- د افغانستان د حکومت چارواکي وايي چې اوس د کندوز ټولې دولتي ودانۍ د امنیتي ځواکونو ترکنټرول لاندې دي خو لا هم خال خال ډزې اورېدل کېږي.
د کندوز سرپرست والي وايي چې د ولایت د ودانۍ په شمول ټولې دولتي ودانۍ له طالبانو تصفیه شوي دي.
د کندوز مرستیال والي حمد الله دانشي، چې اوس د کندوز سرپرست والي دی، د جرمني حخبري اژانس ته وویل چې د کندوز په تصفیوي عملیاتو کې د ۶۰۰ او ۷۰۰ ترمنځ ځواکونو برخه لرله.
د دانشي په وینا لږترلږه ۱۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۲ پاکستانیان، یو چیچنیايي او ۱۰ عربان شامل دي.
ده تایید کړه چې په مځکنیو عملیاتو کې بهرنیو پوځیانو هم ګډون درلود او هوايي ملاتړ یې هم وکړ.
داشي وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه شي ویلی خو پوره باوري دی چې که افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې هم وي، ډېره لږه به وي ځکه چې د کندوز د ازادولو عملیات په خورا دقت پلان شوي وو.
They should thank NATO and US air forces in liberation of Kanduz