هغه ښارته ننوتل چې ورتلونکي توکي او موټر څو ځایه پلټل کیدل او د ښار پولیس یې ټول ګوته پر ماشه ولاړ وو، له کوم ناقانونه توکي سره ورتلل په اسانۍ شوني نه وو.

خو په دوه میاشتو کې دننه د همداسې یو ښار اړوند دوه ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسله والو تر ولکې لاندې راغلې وې؛ خو د وسله والو لاسته د ښار لویدل د چا په فکر کې هم نه ګرځیدل.

همدې ښار‌ ته مې د سفرلا شل ورځې نه وې پورې شوې، چې رسنیو یې د سقوط خبر خپور کړ.

د ورتګ پر مهال مې د ښار په منځ او څنډو کې د پخوانیو جهادیانو انځورونه ولیدل او داسې انګیرل کیده چې یو شمېر کسان ان د دغه کسانو له انځورنو سره هم حساس دي او پرې تپل شوي ښکارېدل ځکه له وړاندې یې خلکو د ایسته کولو هڅه کړې وه.

علي آباد، خان اباد او امام صاحب هغه ولسوالۍ وې چې له مرکزه تر ولسوالۍ پرې حکومتي موټر ښکته پورته کیدل او د سړک دواړو غاړو ته د آبادۍ نښې ښکاریدې.

زه هم د خبریالۍ له خپلو توکو سره د سفر په دویمه ورځ د خان اباد ولسوالۍ ته چې له افغان حکومت سره د وسله والو د جګړې لومړۍ کرښه وه ورغلم.

یو خوا مې د شولو او شنوباغونو پرمنځ کې دغزيدلي سټنډرډ قيرشوي سړک له مزل نه خوند اخیستی بل پلو د افغان ځواکونو مرال او تجهیزاتو روحيه راکوله.

له ښاره، دجنګ ترکرښې پوستې پرعسکرو ډکې وې، پوځ او ځانګړي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت وو.

خو طالبانو ولې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ښار په خورا اسانۍ ونیو؟

په چهادره او امام صاحب ولسوالیو کې د سیمه ییزو پولیسو له ناروا کړنو تر پزو راغلو خلکو په ښکاره د طالبانو ملاتړ کاوه او خپلې ګټې یې د طالب په وجود کې ګڼلې.

خو د کندز والي امنیه قوماندان، د غیر مسوولو وسله والو یو قوماندان میرعلم او ګڼ نورو دولتي چارواکي له ښاره تښتیدلي وو، چې له چهادرې او امام صاحب څخه نږدې دوه سوه طالبانو پر کندز د برید پریکړه نهايي کړه.

پر ښار برید ګر طالبان په هغه لویه دښته کې را روان وو، چې له یو لوري په هر پنځه کیلومتره واټن کې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته پرته وه او له بل لوري پرته له کومې ستونزې هوايي ځواک په نښه کولی شوای.

خو طالبانو دا مزل هم وواهه او په ښار کې له پرتو امنیتي ځواکونو څخه یوازې د امنیه قوماندانۍ او بالاحصار پولیسو څه ناڅه مقاومت وکړ چې د نه پاملرنې له امله هغوی هم تېښتې ته اړ شول.

تېره شپه هم درنه جګړه تېره شوې ده، د امنيه قومندانۍ ویاند سرور حسیني ویلي چې د کابل او تخارڅخه راغلي کومکي ځواکونه توانیدلي چې ښار ته ننوزي او د هوایی ډګر شاوخوا سیمه ترخپل واک لاندې راولي.

یو قومي مشر امان الله سالارزی چې تر جګړې وروسته یې خپل د سترګو لیدلی حال بیاناوه وویل، د تخار له لوري کندوز ته راتلونکي ځواکونه هم په نیمه لار کې د طالبانو له برید سره مخ شول، چې له همدې امله د هوايي ډګر یو شمېر برخې هم طالبانو ونیولې.

دا چې اوس طالبان غښتلي شوي او دولت ندی توانېدلی چې د دوی جنګي خطونه مات کړي دلیل دا دی چې خورا ډېره وسله په لاس ورغلې.

د کندوز یوه اوسیدونکی نجم الدین هم وايي، چې د تيرې شپې په عملیاتو کې د طالبانو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې اونن سهار يې په خپلو سترګو د طالبانو ترڅلويښتو زیات مړي ليدلي دي.

تر اوسه دکندوز ښار ټول دوکانونه تړلي دي، د ښارشاوخوا سیمو خلک له حکومت څخه غواړي چې بمبار دې نه کوي ځکه دوی ته پکې زیان اوړي او وايي که چېرې جنګ دوام وکړي نوکیدای شي چې دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ شي ځکه د تخاراو بدخشان ولایتونو لارې هم بندې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *