یو څوک چې څه لیکې، که هغه لیکوال وي او کنه، خو موخه یې د مخاطب پوهیدل وي. که یو څوک خبرې کوي، خو که یې په یوه کلیمه پوه نشي، نو د مترادفي کلیمې نه کار اخلي او که مترادفه کلیمه یې زر زهن ته رانه شي، نو کوښښ دا کوي چې اوس په یوه لاره نه یو لاره مخاطب ته خپل پيغام ورسوي؛ خو که په لیکنه کې دي داسې کلیمې کارولي وي چې یو څوک تري مفهوم وانه خلي، بیا به څه کوی؟ د یو دوه کرښو وروسته به لیکنه بس او یو څو خبرې به هم درته بالاي وکړي.
که مو فکر کړي وي او داسې یو چاسره مخامخ شوي یاست چې ډيرې خبرې یې درته کړي وي او هیڅ مفهوم دي ترې نه وي اخیستی؛ بس داسې سړي ته سر خوځوه نو، دا داسې معنا لري چې یو سړي ډېر څه ویلې وي خو هیڅ یې نه وي ویلې؛ خو ځینې خلک دي چې یو څو خبرې درته وکړي پوهیږي چې ددي سړی موخه څه ده؟
په ادبیاتو کې یوه اصطلاح ده چې ایجاز نومیږي. ((ایجاز په لغت کې لنډولو ته ویل کیږي او په اصطلاح کې په لږو الفاظو او لنډ تعبیر د ډیرو او پوره معناوو ادا کولو ته ویل کیږي)).
لکه: زه ورځم. دلته (هلته) کلمه غورځول شوي او داسې باید ولیکل شي چې زه هلته ورځم یا وایو چې (شعر د زړه ترجماني ده). دا یوه جمله ده خو معناوي یې ډېرې دي ځکه چې زړه کې مینه او محبت، بغض او حسد، دوستي او دښمني، کرکه، هېلې او احساس … ټول ځای لري او شاعر په خپل شعر کې ددي ټولو ترجماني او ژباړه کوي.
که دلته په ایجاز نوري خبرې وکړو نو کیدای شي چې خامي ته واوړو او موضوع رانه پاتې شي. د ایجاز نه زما مطلب دا ندی چې یوه جمله ولیکه او بس؛ نور نو مخاطب پوه شو، بلکې موضوع ښه روښانه کړه، جمله بندي دي سمه کړه، لفظونه(کلیمې) دي باید عام فهمه وي، لیکنۍ نښې دي باید په ځای کارولې وي … ترڅو یو څوک وپوهوي او که ته د ایجاز نه په هر ځای کې کار اخلي؛ فکر نه کوم چې پيغام دي رسولی وي، ځکه ایجاز موږ هغه وخت کې کارو چې مخاطب مو لږ د موضوع نه خبر وي.
موږ د الفت صیب نثر ښه په خوند لولو، خو د استاد رشاد نثر ته مو زړه تنګیږي. د هر چا ناولو نه به ولولی، خو د نصیر احمد احمدي ناول به مو ترپایه له ځانه سره بوځي. د رحمان بابا بیتونه هر ځای کې مثال ورکو؛ خو د لرغوني دوري شعر مو هیڅ په زهن کې نه وي پاتې. نور ګرامرونه به ولولی، خو د زیار صیب ګرامر به وروسته د یو څو صفحو بند کړی….
موږ دا نه وایو چې د دوی نثر خراب دی او یا هیڅ کوم پيغام نه لري؛ یا یې ګرامر کمزوری دی ، ځکه زیار صیب چې کوم ګرامر لیکلی په ټوله اسیا کې سار نه لري. یوه خبره چې سړی یې نه لولي هغه دا چې دوی داسې کلمې استعمال کړي چې عام فهمه نه دي. د استاد رشاد په اړه وایي چې که ددي نثر لولی، نو یو قاموس( ویپانګه) دي باید په څنګ کې ایښې وي او بیا به هغه وخت پرې پوه شي.
ډېر ځله راته تجربه شوي چې لیکنه لولم؛ نو په معنا یې نه پوهیږم، خوند نه راکوي. فکر کوم نور به هم همداسې وي. اوس که موږ په لیکنه کې داسې لغات (کلمې) استعمال کړو چې په پيغام یې څوک پوه نه شي، وخت مو وخت ضایع شو او مغز مو مغز اوبه شو.
ښه لیکنه هغه ده چې زه، احمد او محمود ټول پرې پوه شو او په خوند خوند یې ولولو چې په محتوا(معنا) یې پوه شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *