لیکواله : اغلي سوزانه کوُلبل
ژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : ډیر شپیګل آنلاین
داسي ښکاري چې طالبان د خپل مشر ملا عمر د مړینې څخه ورسته د پخوا نه اوس نوره ښه سمبال شوي او پیاوړي شوي دي. د پاکستان استخباراتې شبکو له طالبانو سره په دې برخه کې په څرګنده او واضیح توګه پټه مرسته وکړه. دا حالت د ګاونډې هیواد افغانستان لپاره یو ډیر خطرناک پرمختګ دی.
طالبان په دې وتوانیدل، چې خپل غورځنګ د وېشل کیدو له ګواښ څخه وژغوري. د وفات شوي مشر ملا عمر کورنۍ هم د طالبانو له نوي ټاکل شوي مشر ملا اختر منصور سره خپل بیعت اعلان کړ. دا خبر په یوه ویډیو کې، چې د پاکستاني رسنیو له خوا د سختدریځو له لوري خپره شوه، وښودل شوه.
د ملا عمر د مړینې څخه وروسته د هغه ورور ملا عبدالمنان او د ملا عمر زوی ملا محمد یعقوب د ځایناستي په ټوګه راپورته شول. برسیره پر دې د طالبانو ترمنځ د واک په سر سیالي د نوي ځایناستي ملا منصور په خلاف پیل شوه .د دوی د ټولو په سر کې د طالبانو پخوانی پوځي مشر قیوم ذاکر راځې.
ملا منصور د مشر ملاعمر څخه وروسته د طالبانو په غورځنګ کې دویم نمبر مشر وو. ده خپل ځان لومړی د مشر ملا د مړینې څخه وروسته د امیرالمومنین په توګه اعلان کړ. د جګپوړو طالب قوماندانانو لخوا د هغه له ټاکل کیدو سره مخالفت وښودل شو، ځکه ملا منصور له دوی څخه د ملا عمر مړینه پټه ساتلې وه او ده په خپل سر په یو اړخیز ډول د ملا عمر په نامه قوماندې او پیغامونه صادرورل. د طالبانو د مشرتابه عالي شورا د یوې بلې شورا جوړیدو غوښتنه کړې ده، څو دوی خپل نوی مشر په اصولي توګه وټاکې.
د طالبانو د واک شخړې په پای ته رسیدو کې پخوانیو مجاهدینو لکه جلال الدین حقاني جنګیالیو مرسته وکړه. جلال الدین حقاني د جهاد د لومړنیو وختونویو پخوانی سرتیری دی.
کله چې په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي اتحاد سور پوځ د افغانستان د هندوکش په غرنو کې یرغل پیل کړ، له همدې مهاله دی په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو په وړاندې جنګیږي. له دوی څخه د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اس ای ټینګ ملاتړ کیږي. په افغانستان کې د حقاني شبکه د ډیرو ناوړو خونړیو ځانمرګو بریدونو مسووله ګڼل کیږي.
د حقاني شبکې مرکز د پاکستان په قبایلي سیمو کې موقعیت لري، دغو سیموته په اسانه ورتګ ناشونی دی. د حقاني زوی سراج حقاني اوس د طالبانو د راتلونکې نوي مشر مرستیال ټاکل شو دی.
د طالبانو په مشرتابه کې د پاکستان په خوښه دوه مخکښه کاندیدان
د پاکستان په شمالي ولایت خیبر پښتونخوا کې د دارالعلوم حقانيه مدرسه یوه با نفوذه مذهبي مدرسه ده. په ښکاره ډول په تیره اوونۍ کې د حقاني مدرسې د علماوو څخه او دوی د ستر اغیزمن اغیز اونفوذ څخه د ملا منصور د مخالفینو په ځپلو کې تر ورستي کچې پورې کار واخیستل شو.
د طالبانو د حقاني مذهبي مدرسه له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان له اې ایس اې سره مستقیماً نږدې اړیکې پالي. دوی هم په افغانستان لکه د حقاني اسلامي سختدریزه شبکې په څیر خپلې موخې تعقیبوي، تر څو په افغانستان کې لویدیځ پلوه حکومت له سقوط سره مخامخ کړل شي. له دې سره سره بیا کله نا کله اسلام اباد په خپلو رسمې ویناووکې یادونه کوي، موږ د کابل له حکومت سره همکاريو.
د ملا منصور او د ده مرستیال سراج حقاني د پاکستان د اې ایس اې په خوښې او ملاتړ سره دوه جګپورې کاندیدان د طالبانو د وسله وال پوځ او مشرتابه کې دي.
افغانستان کې د پاکستان د پټې ستراتیجۍ لامل دا دی، پاکستان فکر کوي چې دغه هیواد په یو مخیزه ډول د بدنامه او ویره ونکې ګاوندې هیواد هند په لوري وردورومي. پاکستان د هند سره درې ځلي جګړې هم کړي دي. د پاکستان د نا رسمې پوځې دوکټرین په بنسټ کې داسي لیکلي شوي دي، دوی مجبور دي په کابل کې یو پاکستان پلوي اوهمهاله یو هند دښمنه حکومت نصب کړي. تر څو افغانستان د کړکیچ په صورت د پاکستان لپاره د شاتګ یوخوندي ځای وګرځي. پاکستان نشي کولي خپلي غوښتنو او ادعاوو ته د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دلیل راوړي، له همدې امله د پاکستان لخوا له مرسته کیدونکې طالبانو څخه د یو لاسپوڅي او مذور وسله وال پوځ په څیر د خپلو ناوړو ګټو لپاره استفاده کیږي. د پاکستان پوځ په افغانستان کې د طالبانو پوځ ته د خپل نماینده پوځ په څیرګوري .
په لومړي ځل د حقاني شبکي په یوه ۹۰ دقیقي ویډیو کې هغه طالبان جنګیالي ښایې، چې د دوی لخوا پوځي زده کړه او روزنه ورکول شوي ده، په ویډیو د دوی د پرپاګڼد مرکز هم لیدل کېږي او دغه ویډیو په ډیرلګښت سره هم چمتوکړل شوي ده. د حقاني شبکې د ویډیو د جوړښت ډول او تخنیک داسي مالومیږي، لکه د القاعدې او د اسلامې دولت ډلې په خپلو ویډیويې تبلیغاتو کې ترینه کار اخلي. په ویډیو کې یو شمیر کسان ښودل کيږې، چې یو ځانمرګې برید چمتو کوي او د سپکو وسلو استعمال لیدل کیږي او د پرمختللي راکیټي سیسټم ټرنینګ ښودل کیږي. د حقاني شبکې د صلاح الدین ایوبي کمپ، چې د یو نوموتې ځانمرګه بریدګر په نوم دی، په شمالي وزیرستان کې او یا د افغانستان په ختیزو سیمو کې ځای پرځای شوي دی.
په دغه ویډیو کې د پام وړ ټوکۍ دا دی، چې وسله وال جنګیالي په عسکري دسپلین او پوځې جامو کې لیدل کیږي، دغه جنګیالي هڅه کوي چې ځانونه د یو نورمال منظم وسله وال پوځ یا یوې منظمې پوځې قطعي په څیر وښیې. په ویډیوکې داسي ښکاري، چې د پاکستان استخباراتي ادارې اې ایس اې غړې د دغې وسله والو پوځ کنټرولونکي او تنظیمکونکي دي .
په دغه ویډیو کې یود ډیرمهم او پيچلي ځانمرګې برید پلان او طرحه ښودل کیږي، چې په څلورم د سپټمبر د غزني په ولایت کې د افغان ملي امنیت په وړاندې تر سره شو. د کابل حکومت د خبري سرچینو پر بڼسټ په دې ځانمرګې برید کې د افغان ملي امنیت ۱۴ غړې ووژل شول او ۱۵۴ نور افغان ملکې وګړي ټپیان شول .
د پاکستان د طالبانو د ستراتیجۍ پیغام واضع دی، دوی غواړي وښيې چې د مشر ملا عمر د مړینې څخه ورسته بیا هم د طالبانو ضربتي ځواک نه ماتیدونکې دی او همداسي د مجاهدینو د مختلفو ډلو یووالي په کې ښودل کیږي. دا حالات دا ښیې، چې دوی په خپلو کې یعني د القاعدې مشر ایمن الظواهری، ملا منصور او د طالبانو په منځ کې مخالف ځواکمن لوري پخواني پوځي قوماندان ملا قیوم ذاکر د نوي مشرتابه سره بیعت کړي دی او دوی د نوي مشر اطاعت کوي، یا نوي مشر چې کومې لوري ته هدایت کوي، دوی ورسره ولاړ دي.
د طالبانو مشر د ملا عمر د قیوم انځور یا ګونګ، ناڅرګند انځور د پای ته رسیدو سره کیدای شي د طالبانو غورځنګ لا نوره پیاوړي شي . ځکه د طالبانو دا نوې مشران د خپلو ملاتړو په راجلبولو کې او د خپلي مبارزې او غوښتنو لپاره له ډلیز ټولنیزه رسنیو څخه هم کار اخلي.
زما په اند افغان دولت د پاکستان د دی مزدور او لاس پوڅی طالبی پوځ د شرنه د خلاصیدو د پاره دوه لاری په مخکی لری ، یوه داچی د هغوی مشران د خبرو له لاری د پاکستان د آی ، اس ،آی د اداری د مزدوری نه د ځینو خاصو امتیازاتو په ورکولو سره آزاد او د دی اداری په شوم نیت و پوهول شی ، ترڅو د دوی (طالبانو) له ساده ګۍ نه نوره ګټه او چته نه کړای شی او اقلا ځنی هغه طالب قوتونه چی یواځی د احساساتو له مخی د آی اس آی په خدمت کی راغلی دی د دوی له منګلو را آزاد کړی . بله یی داچی په هر قیمت چی وی افغان دو لت هم د پاکستان په څیر ورته عمل ته لاس واچوی او هر څومره چی کولای شی په پټه او ښکاره د پاکستانی دولت په ضد د پاکستانی طالبانو د هر ډول تخریبی عمل ملاتړ وکړی او څومره چی کولای شی دا د جهان د سولی د پاره د سرطانی دانی په کمزوره کولو کی خپله انسانی دنده تر سره کړی. په نړی کی خیر غوښتونکی او خیر رسونکی قوتونه کم نه دی چی د افغانو د روا غوښتنو سره به مرسته وکړی او دا رنّځیدلی ملت به د دی کړاو نه امانت او بریالی را وکاږی. که زمونږ دولتی زعامت په خپلو خلکو تکیه او باور وکړی بری به د دوی په برخه وی او کنه نو د دایمی
خواری نه به نه دوی خلاص شی او نه دا ملت . خو که د خوسال خان بابا دا خبره ومنو چی
که فلک دی د زمری په خوله کی ورکا ــــــ د زمری په خوله کی مه پریده همت
نو په یقین سره به د دی ناولی دښمن له شره خلاص شو او که نه نو ……. حال طفلاه را خراب میبینم . وسلام
له ملااخترمحمدمنصورنه يوه پوښتنه
له ښاغلی ملااخترمنصورنه زماپوښتنه داده چې ښاغلې!تادوه کاله
دملامحمدعمرمجاهدمرگ پټ کړی وواودده په نوم په اخترونوکې پيغامونه
دپخواپه څېرراروان ووپه داسي حال کې چې ملامحمدعمرمجاهدڅوکاله وړاندي
وفات شوی وو.
زه له تاداپوښتنه کوم چې اوس مونږاوعام افغان ولس څرنگه په تاسوباورکولای
سو چې بيادغسي دحقيقت سره په ټکرکې خبري نه راته کيږي؟
که پدې هکله قناعت راکول سي نوولس به مومنندوی وي.
کنه نودومره حق خوبه مونږاوافغان ولس هم ولروچې ددغسي قناعت غوښتنه
وکړواوبياڅرنگه دنه قناعت په صورت کې بيعت درسره وکړوپه داسي حال کې چې
مونږله بياځلي دغسي کارونونه خوندي نه يو؟
والسلام
په احترام
مولوي عبدالمتين غزنوی