تاند- د بې سرحده ډاکترانو ټولنې، چې یوه نړیواله خیریه طبي ټولنه ده، په کندوز کې پر خپل روغتون د امریکايي الوتکې له خونړۍ بمبارۍ وروسته له دغه ښاره خپل کارکوونکي وایستل.

د دې ټولنې د ارتباطاتو مسوولې کېټ سټېجمن نن /یکشنبه/ وویل چې ځیني کارکوونکي یې د کندوز ښار په نورو روغتیايي مرکزونو کې کار کوي.

د شنبې په سهار امریکايي هیلي کوپتر په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو روغتون بمباري کړ چې په نتیجه کې یې د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې د ۱۲ کارکوونکو او ۷ ماشومانو په شمول لږترلږه ۱۹ تنه ووژل شول. په دې پېښه کې ۴۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

دې حملې د افغانانو سخته غوسه پارولې او اکثره وايي چې پر روغتون د امریکايي الوتکې بمباري په هیڅ صورت د توجیه وړ نه ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دې پېښه خواشیني ښکاره کړې او ژمنه یې وکړه چې د دې پېښې په اړه به څېړنه وکړي.

اوباما په یوه اعلامیه کې، چې سپینې ملڼۍ خپره کړه، ویلي، د امریکا د خلکو له لوري، له هغو طبي کارکوونکو او نورو ملکیانو سره ژوره خواخوږي څرګندوي چې په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون په غمجنه پېښه کې وژل شوي دي.»

د امریکا دفاع وزیر کارتر اشتن هم د کندوز پر پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قومندان ډاډ ورکړی چې د پېښې په اړه به دقیقه پلټنه وشي.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په کندوز کې پر خپل روغتون د امریکايي الوتکې بمباري د ټولو منل شویو نورمونو خلاف عمل بللی دی.

ملګروملتو هم دا پېښه غندلې ده.

د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشنر زید رعد الحسین وویل، که په محکمه کې ثابته شي چې پر روغتون قصداً حمله شوې ده، جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ