ټول ژوند مو ښار کې تېر کړ خو بیا هم د یوه ښه کور څښتنان نشو.

د خور کور مې ښار کې و، موږ په هغه کې اوسېدو خور مې له هیواده بهر مسافره وه، د کرزي د حکومت څو کلونه تېر سول په کور مو نقشه راغله نیم کور مو نقشه کې ولاړی، مشران دوه کورداره ورونه راڅخه جلا سول.

پلار مې هغو ته جلا، جلا ځمکې واخیستې ځانته یې ښایسته کورونه په جوړ کړل موږ او زوړ کنډواله کور سره پاته سوو، د وخت په تېریدلو او په تیزو بارانونو او بادنو کې دا پاته نوري څو خونی هم درزي ، درزي سوې ژوند پکې تیرول ډېر سخت و، خو بیا هم مجبوره و د کورنۍ مشرتوب او مسولیت زما د غاړي سو ورونه خو مې جلا وه د بیګانو په څېر به میاشت کې یوه ورځ راتلل او بیرته به تلل.

یوه ورځ سخت تېز باران او باد وو زه سرای کې وم لوښي مې پرېولل ډېره په تکلیف سوم ، مور ته مې وويل:

ـ مورې! بابا مې په ولسوالۍ کې په دا دومره ډېر جایداد څه کوي، موږ خو هغسې هم اوس هلته نه ځو ، هلته دې یوه ټوټه ځمکه یا باغ وپلوري دلته ښار کې به لږ دا کور په سم کړو یا به بل سم ځاي واخلو . مور مې د پلو پيڅکه پر مخ راتېره کړه:

ـ پلار دي د ولسوالۍ جایداد نه خرڅوي نه غواړي پښه یې له و لسوالۍ وخېژي، ورغبرګه مې کړه:

ـ  مورې نه وايم چې ټول دې خرڅ کړې، اوس هلته شپږ باغونه دي يا دې له هغو يو خرڅ کړي او ياد دې د اتو ټوټو ځمکې څخه يوه وپلوري.

ـ لورې پلار دې دا کار نه کوي، هسې بحث مه راسره کوه.

ـ مورې، نو خو دا رنګه ژوند هم سخت دی چې دلته موږ دمیلمه د ناستې ځای نه لرو د ځان د ناستې ځای نه لرو نو تر کله په دې هم فکر په کار دی.

ـ لورې، شپه او ورځ دې سبا کوه، په دې وطن کې یوه ورځ هم په باور نه ده، که ښه کور واخلو هم په کنډواله بدلیږي، هره ورځ دا جنګ او انفجارونه، دګاونډي د کور هېندارۍ  هره وخت ته نه ټولوې؟

اسویلی مې وايست خبره مې نوره ورسره ونه شاربله څه موده وروسته بیا یوه ورځ باران او تیز باد شو  په سرای کې زما دلوښو او کالو مینځلو ځای نه و مور ته مې نارې کړې :

ـ مورې دا څنګه حال دي پلار مو دا حال نه ویني؟

ـ وای لورې يو ځای يې ومين��ه، ما دې خبره  پلار ته وکړه، پلار دې وايي:  لور مو غټه سوې ده خپل کور جوړول یې مقصد دی، ښځې ته نه پوهیږې.

د مور په دې خبره مې، نور مور ته نسوای کتلای سترګې مې له اوښکو ډکې سوې، راغلم خونې ته دروازه مې ځان پسې وتړله، ژړا کې خوب وړې وم!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *