عبدالوکسل سوله مل

د شپې دولس بجې وې. دوه ساعته کیدل چې ګل ولي له خپلې دوهمې ښځې تاج بي بي سره په پالنګ اوږد غزیدلی او د هغې له نازک بدن سره ېې د ځان د پارونې لپاره رنګارنګ لوبې کولې خو د ځان د تودولو او پارولو هره هڅه یی ناکامه او بې ثمره وه. ناچاره له کټه ناببره راکښیناست. او په خونه کې په کراره روان شو. د خونې منځته لا نه و رسیدلی چې ښځې یی هم ورو سر راپورته کړ. حیرانه شوه ځکه که اوبه او که بل هر څه ته به اړتیا وه تل به له دې غوښتنه کیده چې په هغو شیانو پسي دا پاڅې او رایوړی . د سودا د لیرې کولو لپاره یی په ورو ورنارې کړې:

ـڅه شی غواړې ؟

د ښځې غږلکه د دریدا آمر پښه نیولی او ودراوه ،مخ یی ورو ورواړاوه ، ساه یی وکښله د هغه څه په ویلو چې له کټه  ورته راپاڅیدلی وشرمیده. څه شیبه غلی لکه خیره یی چې په ستونی کې ونښلی هیځ ځواب ورنکړ خو ناببره یی خبره له خولې راووتلله:

ـ ګولۍ رااخلم .

ښځه د ګولۍ په آوریدو هکه پکه شوه :

ـ د څه شي ګولۍ: د خوب؟

له شرمه د سړي رنګ زیړ راواوښت، خولې پرې راماتې شوې، ژبه یې درنده شوه خبره یې وژوله له رښتیا او سده ځوابه په څنګ تیر شو:

ـ نه دا د بل څه ګولۍ ده.

ښځه بیا هم ونه پوهیده سر یی خلاص نشو. اندیښنه ورولیده د سده ځواب په لټه یی بیا وویل:

ـ د څه شي ګولۍ ؟ تا خو نن غرمه او ما ښام د خپلو ناروغیو کوم لس ډوله ګولۍ خولې ته واچولې .

بیا یی پسې اوده کړه :

تا خو نیمه شپه ګولۍ نه خوړې.

سړی ترور او وارخطا شو خو ځا ن یی با ینلود :

ـ ځنې مر ضونه او ګولۍ د ویلو دي او ځنې نه دي. تاج بي بي

  ښځه له هیښتیا وریږدیده، لکه ویده او نشه چې شي په فکر کې لاړه نور ېې هیڅ په خوله رانه وړل. سړی په ور د خونې بل سر کې المارۍ پرانیسته ، په کوټبند کې دراځوړند واسکټ په جیبه کې لاس ورتیر او یو شین پا کټ یی ترې راوکیښ . له پا کټه یی یو ګولۍ رابیله او په دم ګړۍ کي خولې ته ورواچوله او تیره یی کړه. بیرته ورو راوګرځید او د ښځې سره یو ځای بیا پریوت . بیا یی خپل وجود له ښځې سره سلیښ کړ، لاسونه یی د هغې د وجودهر ځای ته ورورسیدل او شونډو يي هم د ډیرو ځا یونو مزه وڅکله خو هیڅ لمس او نښلونې ګټه ونه کړه . نا ببره یی ښځې ته شا ه ورواړوله .

اندیښنو واخیست : مشره ښځه ، زامن ،لوڼې او لمسیان یو یو یی په زړه راووریدل . د مشرې ښځې دعوا، ژړااو ناندریو ټول یادونه ېې په زړه کې راوټوکیدل ، دهغې یوه یوه خبره ورپه زړه شوه:

ـپه شمار مې لس ګلالی اولاده درته راوړل ، جوړه او نا جوړه که مې خوښه وه که نه، په پالنګ دروختم . … خدای دې غرق کړه چې هم دې زما آزار واخیست او هم ددې خوارې .

ټولو یادونو یی لکه چړې زړه ټپي ټپي کړخو د ښځې ددې خبرې ورپه زړه کیدلو سم په منځ سوری کړ:

ـ ته خو د ګور په غاړه ېې !له مرګه وروسته دې هغه د چا غاړې ته وراچوې . هغه به هم په ما سمبالوئ؟

دغه ټول یادونه یی په زړه لکه غرونه پراته وو او دی ېې د سخت روحي عذاب او وجدانی محاکمې لاندې راوستی وو. دې جدال یی په ګولیو هم اثر ښا نده او د کوروالی اشتها یی ورو ورو لا کمیده .

څو ګړۍ لکه د سترکو په رپ کې تیری شوی لږ وخت پا تې و چې ملا د ګهيځ اذان وکړي .

د ده ناقرارۍ ځوانه ښځه نوره هم نا آرامه او سودایی کړه . په څنګ راواوښته په ورو یی وویل:

ـ د څه شی اندیښنه کې تللی يي ؟

سړی سوړ اوسیلی وویست:

ـستا غم ژاړم .

ښځې له هیښتیا غاښونه په شونډو کې بې واکه خښ کړل ځانته یی لاس ونیو. له خولې ېې بې واکه چیغه پورته شوه:

ـ زما

سړي په مهربانه غږ ورغبرګه کړه:

ـ هو ستا .

د ښځې تندی وغوړید ، خوله یی وازه شوه:

ـ ولې؟

سړی سوی اهونو ته نور هم زور ورکړ:

ـستا ځوانی مې ژړوی ، ستا په عمر مې مشره لمسي په واده ولاړه ده.

ښځې د سړی په دې احساس د هغه غومبرو ته خوله په ورو وروړه ،پخپلې تودې مچکې ېې ونازاوه:

د هغه په تندي ېې لاس راتیر کړ:

ـ مه خفه کیږه که تا نه وای راواده کړې ظالم پلار مې داسې چا ته ورکولم چې له تا لس کلونه مشر دئ . او که ته نه وای اوس به د هغه په پا لنګ پرته وای .

سړی رانیغ شو لکه په رښتیا یی چې ښځه له یوه لوی مصیبته ژغورلی وی ، په حیرانتیا یی وویل:

ـ رښتیا

ـ هو خدای به مې د مور داد اوریدلی وو، کنه اوس به زما په بدله بنه په ورغلی وای خو ستا مرکې مې مور هم وژغورله او هم مې پلار ته د پیسو بوجۍ په لاس ورغله او کنه اوس به مې پلار دوه ښځې له دومره وړو سره په څه سا تلې؟

د ګل ولی زړه له خوشحالۍ ټوپونه واچول. د خوشحالۍ احساس یی په وجود غزونې وکړې او لکه د ګناه پیټی یی چې له اوږ کوز شوی وی وجود یی په دم ګړۍ کې سپک شو.

د شپې لس بجې د ۲۰۱۵میلادی کال د اکتوبر لومړۍ نیټه

سوتهال ـ لندن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *