تاند- په داسي حال کې چې د کندوز ښار په شاوخوا کې جګړه لا روانه ده، د سره صلیب نړیوالې کمېټې په دغه ښار کې د ملکیانو پر ناوړه وضعیت اندېښنه ښکاره کړه.
سره صلیب یا آی سي آر سي وویل چې په کندوز ښار کې د درملو او طبي کارکوونکو کموالی جدي اندېښنه ده.
د دې کمېټې د افغانستان د پلاوي رييس ژین مارتي وویل:«حاضردمه د سره صلیب د نړیوالې کمېټې لومړیتوب د ملکیانو خوندیتوب او روغتونو ته د ضروري طبي موادو برابرول دي.»
له بلې خوا په کندوز کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې غړي پیتر اسمیت ایووۍ وویل:«په روغتونونو کې د طبي پرسونل شمېر خورا لږ دی. په ښار کې موجوده طبي عمله د جګړې له کبله روغتونونو ته تلای نه شي.»
د ده په وینا د سره صلیب نړیواله کمېټه په کابل کې بیړني طبي وسایل او درمل لري خو که د کندوز د هوايي ډګر وضعیت ښه شي، دا مواد به له کابل څخه په الوتکه کې ولېږل شي.
مرستندویان وايي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د طالبانو د حملو د زیاتېدو له کبله مخ په خرابېدو دی.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې رييس په جګړه کې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د ملکیانو ژوند ته ته خطر پېښ نه کړي او هغو کسانو ته اسانتیا برابره کړي چې عامو خلکو ته بشري مرستې رسوي.
سره له دې چې افغان امنیتي ځواکونو په کندوز ښار کې وسله وال طالبان ځپلي خو لا هم د ښار په یو نیم کور کې طالبان پټ دي او کله ناکله پر امنیتي ځواکونو ناببره ډزې کوي.
د تېرو پنځو ورځو سختو جګړو کندوز ښار او تاسیساتو ته یې سخت تاوانونه اړولي او راپورونه وايي چې په لسګونو ملکیان د دواړو ښکېلو خواوو د درنو او سپکو وسلو په ګولیو او دغه راز د ناټو په هوايي بمباریو وژل شوي دي.