تاند- د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په کندوز کې پر خپل روغتون د امریکايي هیلي کوپتر د حملې په اړه د بې پرې نړیوال پلاوي له لوري د څېړنې غوښتنه وکړه.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنه وايي چې دوی هغه تحقیقات نه شی منلی چې یوازې د امریکا د پوځ له لوري وشي.

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر کارتر اشتن د یکشنبې په ورځ هسپانیا ته د سفر په مهال خبریالانو ته وویل چې د دې پېښې په اړه به دقیق او کره څېړنې وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم ویلي چې باید د دې پېښې په اړه بشپړه څېړنې وشي.

د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې ريیس کریستوفر ستوک په یوه اعلامیه کې ویلي:«په زغرده جنګي جنایت شوی دی، د بې سرحده ډاکترانو ټولنه د دې پېښې په اړه د یوه بې پرې نړیوال پلاوي له لوري د تحقیقاتو غوښتونکی دی.»

طالبانو د دوشنبې په ورځ کندوز ښار ونیوه خو دوه ورځې وروسته افغان امنیتي ځواکونو له ښاره د دې ډلې د ایستلو عملیات پیل کړل او اوس دا ډله له ځپل کېدو وروسته تقریباً له ټول ښار او شاوخوا سیمو یې ایستل شوې ده.

One thought on “د بې سرحده ډاکترانو ټولنې د بې پرې نړیوالو څېړنو غوښتنه وکړه”
  1. عزتمندو لوستونکو او لیکونکو :لمړی سلامونه اودرناوی وړاندی کو م. دوهم په کندوز کی دبیسرحده ډاکټرانو پر شفاخانی دامریکایی طیارو بمبارد دټولوملی اوبین المللی حقوقی موازینو خلاف او په هرځای او هرجنګ کی دداسی ځایو اومحلاتو لکه شفاخانه اوصحی خدماتو ، عام المنفعه ملکی سیمو او ساحو اوبی جنګه او ضعیفو ، اومریضانو ، سپین ږیرو خلکو ، ښځو او کوچنیانوبمبارد اووژل جنګی جنایت او بشری ضد اعمال دی چی په نړیواله سطحه منع د ارتکاب په صورت کی دپوښتنی وړدی خو په تاسف سره باید ووایو چی د ۲۰۰۱ م راهیسی هم دحامد کرزی په حکومت کی اوهم اوس په افغانستان کی هم نړیوال مسلح قوتونه او هم دحکومت حکمرانان په وارو وارو دبشری حقوقو دنقض ، جنګی جنایتونو او بشری ضد جنایتونو مرتکب شویدی اوهیچا یی پو پوښتنه نده کړی خودهغی ورځی په هیله یو چی دهری بشریضد اعمالواوجنګی جنایاتواود بشری حقوقودنقض غور ، تثبیت او پوښتنه ددداخلی او خارجی مرتکبینو څخه وشی اومجرمین دخپلو اعمالو په سزا ورسیږی او عدالت تامین شی خو بایدا هرچاته واضیح او یقین وی ترڅو چی دخلکو ددغو ظلمونو پوښتنه ونشی صلحه ناشونی ده ځکه دظلمونواودبشری حقوقو هرقربانی به شرعا اوقانونادجبرا ن او انتقام حق ولری .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *