په هند او افغانستان كې د عدم خشونت د مبارزې مخکښان مهاتماګاندي او خان عبدالغفارخان، د امریکا د مدني حقونو مبارز مارتین لوټرکېنګ، په افریقا کې د اپارتاید ضد مبارز نلسن منډېلا د زمانې د عدم تشدد د مبارزې نامتو شخصیتونه دي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د سوله ییزې مبارزې الهام بښوونکي ګڼل کېږي.

خان عبدالفغارخان چې د باچاخان او فخرافغان لقبونه یې هم ګټلي دي، د ګاندي نژدې ملګری او د عدم تشدد په مبارزه کې د هغه په څنګ کې ولاړ و. باچاخان د لويو قومونو مشر و او په بره او کوزه پښتونخوا کې یې د خلكو په یووالي کې ډېر زیات نفوذ لاره. ده به په خپلو ویناوو کې خلك یووالي ته رابلل او تل یې سپارښتنه کوله چې په خپلو کې له جګړې او نفاق لاس واخلي.

خان عبدالغفار خان د عدم تشدد اتل؛ هغه افغان شخصیت دی چې د اسلامي تعلیمونو په رڼا کې یې د ټول بشریت سرلوړي غوښتله. باچا خان پښتون دی، خو هغه د یو قوم یا یو ملت پورې نه شي محدودېدلای، ځکه چې پیغام یې نړيوال دی.

د باچاخان د مبارزې يو ستر اړخ د تعليم ترلاسه کول و. هغه تل هڅه کوله چې پښتانه او په مجموع کې افغانان تر هرڅه زيات د خپلو بچو تعليم ته توجه وکړي. غفار خان، په ایډورډ میشن ښوونځي کې سبق لوست، دې ته متوجه شو چې که د ده د قوم ماشومان سبقونه ونه لولي، په اوسنۍ پرمختللې دنیا کې به ښه ورځ ونه ویني: “ده چې په ښوونځي کې زده کړې پای ته ورسولې، نو د سرکاري کار په ځای یې په خپل کلي کې غیرحکومتي آزاد ښوونځی جوړ کړ. دا د ده د اجتماعي ژوند لومړنی مهم اقدام و. د اتمانزو د آزاد ښوونځي د تاسیس په وخت اوس سل کاله تېریږي. اوس د ښوونځي جوړول یوه عادي چاره ده، ځکه تعلیم  ډېرعام شوی دی، خو په هغه وخت کې دا یو بې ساری اقدام و.

باچاخان ته تعليم ډېر مهم و او له همدې کبله يې مخکې له دې چې انجمن اصلاح افغانیه او بیا د خدایي خدمتګارو غورځنګ جوړ کړي، د خصوصي ښوونځي بنسټ يې کېښود.

افغانانو په تېرو څه باندې دریو لسیزو کې د تشدد ډېر سخت شرایط تجربه کړل. د تشدد دا بهیر په داسې یو ټولنه کې پېښ شو چې خلک یې د عدم تشدد د مبارزې له دیني او تاریخي ریښو سره تړلي دي.

د عدم تشدد له لارې مبارزه سره له دې چې په پښتنو کې په تاریخ کې له پېړیو پېړیو راهیسې ریښې او ډېر پلویان لري، په وروستیو څو لسیزو کې هم پېښو ښودلې چې دې ډول مبارزې نه یوازې په مذاهبو او سوله غوښتونکو نهضتونو کې ریښې موندلي، بلکې داستبداد پرضد ترټولو ځواکمنه سیاسي وسیله ګڼل شوې ده.

قهرجنه مبارزه حتی که د عدالت لپاره هم وي په هغو خلکو کې وېره خوروي چې لايې له دې مبارزې سره د یوځای کېدو پرېکړه نه ده کړې او همدا استبداد ته دا امکان په لاس ورکوي چې د خلکو د مصوونیت پلمه مقاومت وځپي.

په تیرو ۱۴ کلونو کې افغانستان د تروریزم له لارې ځپل کیږي، یو لوی او ستر ځواک چې په افغانستان کې يې تشدد رامنځته کړی او له دې لارې اوس افغانان یو د بل پر وړاندې جنګوي او یو پر بل په بیلابیلو نومو وژني دا د افغانانو د تشدد پر وړاندې تاریخي مبارزه ړنګوي.

شک نشته چې افغانستان د پردۍ جګړې قرباني پریکوي بلکې دلته یې داسې حالت رامنځته کړی چې په لوی لاس یو لوی او عظیم قوم د تشدد د سرلاري په توګه نړۍ ته وروپيژني.

د تشدد پر وړاندې د باچا خان مبارزه نړۍ حیرانه کړې وه او د پښتنو د یوځای کیدو او پرمختګ لپاره د باچا خان هلې ځلې دوی ته د منلو نه وي. نړۍ له دې ویره درلوده که پښتانه او افغانان د نورې نړۍ په څېر سوله ییز او پرمختللی ژوند ولري دا به په سیمه کې د دوی د اهدافو لپاره خنډونه پیدا کړي.

هماغه وو، چې دنړۍ لویو قدرتونو په سیمه کې افغانان په دوو برخو وویشل، پاکستان یې رامنځته کړ او د پښتونخوا په نوم یې داعیه پیل کړه. لومړۍ د ډيورند کرغیړنه کرښه او بیا د پاکستان جوړیدل هغه اهداف و، چې افغانستان یې هم له ځانه سره بې ثباته کړ.

له همدې ځایه په افغانستان کې تشدد زور اخلي او په بیلابیلو پلمو دلته جګړه پیل شوه. پښتانه د افغانستان د نورو قومونو په انډول اکثریت دي او ډیری وخت یې د هېواد مشري په غاړه وي. خو پښتنو له پیله تر اوسه د خپل قدرت او مشرۍ پرمهال نور افغان قومونه په غیږ کې نیولي او داسې احساس يې نه دی ورکړی چې ګواکې دوی اکثریت دې او په اقلیتونو لکه د نورو هېوادونو ظلمونه کوي.

د باچا خان د عدم تشدد مبارزه همدلته روښانه ده چې ټولو پښتونو له خپلو نورو افغان ورونو سره په عدم تشدد کې ژوند کړی دی. د وخت په تیریدو سره لومړی په هېواد کې حزبي غوښتنې پیل شوې او پایله یې د شهید سردار داود د حکومت پر وړاندې کودتاه وه. تر هغې وروسته د حزبي غوښتنو په اساس دې لړۍ دوام وکړ او اند د مجاهدینو حکومت رامنځته شو، خو له ځانه سره یې ګڼې ستونزې افغانستان ته راوړې.

د مجاهدینو له راتګ سره سم سمتي غوښتنې او تنظیمي روابط ټینګ شول او افغانستان د یو لوی بهران سره مخ شو. دغه مهال چې د افغانستان ټولنیز برخو یې زیان واوښت پښتانه يې په مشرتابه کې نه وو.  دغه مهال استاد رباني د شمال ټوالي مشري په غاړه درلوده او د له شمال څخه د افغانستان لومړی جمهور ریئس و. استاد رباني د خپل حکومت پرمهال سمتي مسایلو ته ډیر ترجیح ورکړه او یو شمېر نور تنظیمي حرکتونه یې پر وړاندې ودریدل او دغه هېواد په لوی لاس بهراني شو.

د استاد رباني د واکمنۍ پرمهال، کورنۍ جګړه، چور چپاول، بې ناموسي، د خلکو پر عزت تیری، شر او فساد، کور په کور جګړه او نورې ناخوالې راپیدا شوې او ددې پر وړاندې د طالبانو تحریک رامنځته شو شک نشته چې د طالبانو تحریک له پښتنو جوړ نه دی او یا یې سرلاري په لومړیو کې پښتانه نه ول بکلې وو. خو دغه تحریک پرمختګ وکړ د افغانستان ۹۰ سلنه خاوره یې لاندې کړه او د نورو قومونو خلکو هم په کې برخه واخیسته او تراوسه د دغه تحریک غړي. د طالبانو د حکومت (اسلامي امارت) پرمهال په کابینه کې دنورو قومونو ونډه هم وه او تر ډيره یې د طالبانو په رهبرۍ کې ځای پرځای وو.

په افغانستان کې د القاعدې شبکې فعالیت او د طالبانو خپلسري حرکتونو ددې لامل شو، چې د افغانان وپه ګډون نړیواله ټولنه یې پروړاندې وردیږي او مخالفت یې وکړي. خو بلاخره دغه ریژیم بیرته نسکور شو او د حامد کرزي په مشرۍ نوی حکومت رامنځته شو او طالبان د جګړه ییز حرکت په توګه معرفي شول. له همغه ځایه د طالبانو وسلوالو جګړه پیل او تر ننه دوام کوي او دغه ډله یوازې په یو قوم پورې تړاو نه لري او نه هم ټول پښتانه طالبان دي، که څوک په دې برخه کې دنورو قومونو پر ونډې سترګې پټوي دا بیا د قومي جګړې پیل ته لمن وهي.

د باچا خان او غازي امان الله خان مبارزه شاهدي ورکوي چې پښتانه ترهګر نه بلکې د عدم تشدد سرلاري دي. هر هغه څوګ چې پښتانه طالبان بولي دا په دې معنا ده چې د طالبانو لیکو ته پیاوړتیا ورکوي او په لوی لاس غواړي چې ډیری خلک دغو لیکو ته مخه کړي.

ژوندي دي وي افغانان

مړه او سپيره دي وي د افغانستان دښمنان

ځلانده او رپانده دې وي د لوی افغانستان ارمان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *