په اوس وخت کې خو هسې هم لیاقت ته نه کتل کیږي؛ بس چې لستوڼۍ دي غوړ او یا دي ورسره اړیکه نه وي، کار پسې به دفتر په دفتر ګرځي. خیر ددي ستونزې حلول کلونه کلونه غواړي؛ ولې چې رهبري او مدیریت مو خراب دی. خو دا چې د بل پر ځای ناست هم یې، کار خو کوه کنه، خپل مسؤلیت خو دي وپيژنه.
یو کس چې درته عریضه وړاندې کړي، هیڅ مشکل به نه لري، خو ورته به ووایې چې دا زما کار ندی، هغې بلې څانګې ته یې ویسه، درحالي چې کار به د همده وي، خو یا به یې پيسو ته چل جوړ کړی وي، د لاسه به یې نه کیږي، په فیسبوک کې به مصروفه وي، نه به پوهیږي او یا به یې خپل نه وي.
دا مو په خپلو سترګو لیدلې او بار بار مو تجربه کړي چې په هرې ادارې کې همداسې قاغذ پرانې روانه ده. د دوی نه چې کله بیا کومه رسنۍ پوښتنه کوي، بیا نو وایي چې موږ داسې پلان لرو، دومره خلکو ته د ورځي دا کو، کارونه مو ښه روان دي، بس یو څه وخت غواړي چې هر څه ښه شي ځکه چې افغانستان یو جنګ ځپلۍ هیواد دی….
هغه د مسلمانۍ صفت هم پکې نشته چې ورته ووایې چې هلکه یا سړیه داسې وکړه او یا داسې، بس بیچاره به ترپوزې راولی. ددي پر ځای چې ستونزه یې حل کړي؛ په ستونزو کې یې را ګیر کړي.
زموږ مامورین اته او یا اته نیمې له خوبه راپاڅې، تر څو ځان تیاروي نهه بجې کیږي او چې کله دفتر ته رسیږي یولس بجې شي ځکه چې سهار به یو څوک تر پارلمانه خو راځي چې لاره ورته بنده شي! کله چې دفتر کې ځان هخوا دیخوا کوي، غرمه شي، ډوډۍ وخوري او بیرته یوه بجه کار پيل کړي. درې بجې بیرته د کور په لور روان شي. نو اوس تاسو ووایست چې ده به څومره کار کړی وي؟ معلومه ده چې هیڅ.
وایې چې په یو ځای کې داسې وخت تیر کړه چې سبا درته څوک د انتقاد ګوته ونه نیسې؛ کارکونکې دي خوشجاله اوسي، په تلو دي د خلکو سترګې د اوښکو ډکې شي او خولې یې په دوعاوو، لکه د برازیل رئیس جمهور چې وخت یې پوره شو او د ولسمشری نه یې استعفا ورکوله، نو ټولو ژړل او ده هم ژړل. خلکو په دي ژړل چې داسې ولسمشر مو له صحنې نه لري شو چې برازیل یې برازیل کړ. ده ددي په خاطر ژړل چې ما اوس هم کم کار کړی، ما باید ددي څو چنده کار کړی وای.
اوس چې ځینې چیرته وخت تیروي، نو داسې معنا لري لکه د کارکوونکو په سر چې ناست وي او چې کله له دي دفتر او یا هرځای چې وي، ووځي، ټول خوشحاله شي، ولې چې د خلکو سره یې ښه رویه نه ده کړي. دا نو هماغه خلک دي چې وایې: دا زما کار نه دی.
کله به دا صفر شل شي؟ که هر څه همداسې روان وي، نه.
دا هر څه ددي په خاطر له تاسو سره شریکوم چې په دوی خو هسې هم نه شل کیږي، په راتلونکې کې د دوی ځای، ستاسو ځای وی؛ چې کار خو په اخلاص سره وکړئ. هسې خو هم په مرګ بارو نشته، نه پوهیږو چې یو دوه دقیقې ورسته به څه پېښیږي؟ خپلو مسؤلیتونو ته خو به دقیق شو، د کار لپاره به په وخت ځان اماده کو او د خلکو ستونزې به په سړه سینه حلوو.
دا مو د راتلونکې نسلونو لپاره یو سند وي چې موږ یو وخت کې داسې مشران لرل. موږ باید چې داسې ونه اوسو، ځکه چې پایله یې بیا هم هماغه صفر ده.