غازي عابد

دا باید ومنو چې زموږ اکثریت هیوادوال ډیر څه بې دلیله په یوه کس او مشر پسې تړي.

لکه د کندوز پیښه چې په لومړیو کې اکثرو یوازې او یوازې والي په کې پړ باله، خو وروسته یې بیا همدوی دفاع هم کوله او اوس یې هم کوي.

دا چې اوس موږ په یوه داسې هیواد کې اوسو چې هر ډول ستونزې لري، ټول پکې شریک یوو،خو دا ټولې ستونزې یوازې په ولسمشر پسې تړو.

دا سمه ده چې د هغه په شاوخوا او چارو کې به هم نیمګړتیاوې وي، خو د خدای بنده لږ ته هم ځان مثبت لوري ته وخوځوه او لږ یې د اصلاح لپاره یو څه ووایه، مثبتې نقطې یې را واخله او لږ و ډیر خو دا شرایط درک کړه.

اول دا وګوره چې غني په څه ډول یوه هیواد کې ولسمشر دی، کومې ستونزې شته، رښتیا هم باید د خلکو دومره فشار پر نوموړي وارد شي چې هیلې یې کمزورې شي.

چیرته چې هر ډول پیښه رامنځته شي، بس دلته یو شمیر شته، هغوی بیا ډیر ژر ولسمشر پسې سپکې سپورې وايي.
راځئ، داسې لاریونونه هم وکړو چې په هغې کې ولسمشر وهڅوو، غږ پرې وکړو، موږ در سره ولاړ یو، غیر مسوول وسله وال، ټوپک سالاران، جنګيان، ګناه ګار، فاسد او نور هر ډول اشخاص، ډلې او کړۍ، چې د خلکو ژوند تریخوي، خلک وژني او پردیپالنه کوي، پر وړاندې یې جدي او سخت سخت اقدامات وکړه.

او دا لاریونونه به دومره ستونزمنه خبره نه وي، اسانه به وي او هر څوک به را وځي او خپل په غږ به پورته کوي.
خو زه فکر کووم، چې ستونزه به دا وي چې ډیرو هغو ته چې لاریونونه د پیسو، پروژو او شخصي اهدافو لپاره کوي، دا پیسې او نور څه به په کې نه وي.

او که چیرته دا خبره تل په همدې پیسو، پروژو او شخصي ګټو پسې منحصره وي، نو بیا د وړیو د شړیو کیدو تمه باید ونه شي.

خو دا هم باید په یاد ولرو، ای مشرانو، رهبرانو او نورو!

که چیرته نن دا ولس وژل کیږي، ځپل کیږي، بې عزته کیږي، بې سرپرسته کیږي او نورې ډول ډول کانې پرې کیږي او تاسې خپلې شخصي ګټې په کې لاسته راوړئ، تاسې او ال و عیال مو په یوه خوندي ځای کې دي او یا له هیواده بهر دي، خو دا هم په یاد ولرئ، ګوره چې سبا به همدا اوښ ستاسې د دروازې مختې هم چو کیږي او دا در وازه به در وټکول شي.

یادونه: دا مې هدف نه دی چې انتقاد باید ونه شي، هدف دا دی چې انتقاد په یوه چوکاټ کې وکړه، که یې منفي اړخونه را اخلې، نو لږ یې مثبت هم را واخله.

One thought on “په هرڅه کې ملامت سړی/ غازي عابد”
  1. عزتمنده : ډیرښ نظر مو ورکړی ، په هرڅه کی دانصاف او عدالت له رویه باید مثبت او منفی دواړه اړخه وڅیړل شی او بیا دملامت اوسلامت نظر ورکړلشی نه داچی یواځی منفی بافی اوښه به داوی چی داصلاح دپاره خپل نظر او وړاندیز هم ورکړلشی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *