تاند- د کندوز له حملې وروسته د امریکا حکومت په دې غور کوي چې له ۲۰۱۶ وروسته په افغانستان کې لږترلږه ۵ زره پوځیان پرېږدي.
له مخکیني مهالوېش سره سم ټاکل شوې وه چې امریکا خپل ټول پوځیان او روزونکي د ۲۰۱۶ کال تر پایه وباسي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د چارواکو په قول وویل چې اوس د ولسمشر بارک اوباما حکومت پر دې غور کوي چې په افغانستان کې ۵ زره پوځیان پرېږدي. دا په داسي حال کې ده چې د اوباما حکومت سخت لېوال و چې له افغانستانه ژر تر ژره خپل پوځیان وباسي او ځان د افغانستان د جګړې، چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده، پای ته رسوونکی ثبت کړي.
له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو نهايي پلان د امریکا لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسې د سږ کال په اګست کې وړاندې کړی و.
د سږ کال تر پایه اوباما باید له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو د وړاندیز په اړه پرېکړه وکړي. دا وړاندیز د طالبانو له لوري د کندوز ښار تر نیولو مخکې چمتو شوی و.
د طالبانو له لوري د کندوز ښار نیونه له ۲۰۰۱ م کال را په دې خوا د طالبانو تر ټولو مهمه کامیابي وه.
که څه هم افغان امنیتي ځواکونو د امریکايي پوځیانو د هوايي ملاتړ په مرسته د ښار اکثره برخې ونیولې خو د واشنګټن پوسټ په وینا د کندوز د سقوط په پیل کې د افغان امنیتي ځواکونو نه مقاومت او د دفاعي لیکو ژر ماتېدا د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه په واشنګټن کې اندېښنې زېږولي دي.
د جنرال دیمپسې په وړاندیز کې ویل شوي چې په افغانستان کې دې له ۲۰۱۶ وروسته لږترلږه ۵ زره پوځیان پاتې شي او امریکا دې په افغانستان کې دوې یا درې هوايي اډې هم ولري چې له هغو څخه د بې پېلوټه او جنګي الوتکو او همداراز خاصو ځواکونو لپاره کار واخیستل شي.
د دیمپسې په وړاندېز کې د بګرام، کابل او یوې یا دوو نورو اډو یادونه شوې ده.
د ورځپاڼې د راپور پر اساس د امریکا د حکومت د چارواکو په منځ کې په دې باب هم بحثونه روان دي چې حتي اوسني ۹۸۰۰ پوځیان هم کافي نه دي. دوی شک لري چې دا شمېر پوځیان به طالبان د سولې خبرو ته ونه هڅوي.
په ۲۰۰۱ م کال کې د افغانستان د جګړې له پیله تراوسه پوري ۲۳۶۰ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۲۰ زره نور ټپیان شوي دي.