تاند- ملګروملتو په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې پر روغتون د بمبارۍ په اړه د بې پرې څېړنې غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د یوناما یا د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر نیکولاس هیسم دا خبره وروسته له دې وکړه چې امریکايي جنرال وویل چې دوی په خپله دا پېښه څېړي.
ښاغلي هیسم د ملګروملتو رادیو ته په مرکه کې وویل، ملګري ملتونه پر دې اړتیا ټینګار کوي چې په کندوز کې دا بمباري، چې تر شلو زیات ملکیان پکې ووژل شول، وغندل شي او د هغې په اړه دقیق تحقیقات وشي.
ده وویل چې د ملګروملتو د سرمنشي په ګډون د دې ټولنې ټولو جګپوړو چارواکو دا پېښه غندلې ده.
ده زیاته کړه:«موږ یو شمېر اعلامیې خپرې کړې چې فکر کوو، په مجموع کې پر روغتون، چې د نړیوالو قوانینو پر اساس باید خوندي ځای وي، د حملې په وړاندې زموږ اندېښنه په ډاګه کوي.»
هیسم یادونه وکړه چې د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو کمیشنر زید رعد الحسین خورا تونده اعلامیه خپره کړه او د پېښې په اړه یې د خپلواک او بې پرې تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
هیسم په کندوز ولایت کې پر بشري وضعیت هم ژوره اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل:
«موږ ټول په کندوز کې د بشري وضعیت په اړه اندېښمن یوو. خلکو ته خواړه نه رسېږي. نن ځیني دوکانونه پرانستل شول خو د خوړو بیه په حیرانوونکي ډول لوړه شوې ده. موږ پوهېږو چې پر روغتون د حملې له وخته را په دې خوا په دغه ښار کې روغتیايی خدماتو ته لاسرسی ډېر محدود شوی، په یوه سیمه کې چې طبي خدمات وړاندې کېږي، هلته بیا یوازې یو طبي کارکوونکی شته. خوراکي مواد نشته او درمل هم په خلاصېدو دي.»
روسیې په کندوز کې د امریکايي الوتکې له لوري د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د حملې په اړه د بې پرې او دقیقې څېړنې غوشتنه وکړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې تر دې پخوا هم په افغانستان کې دا ډول پېښې شوي او له کبله یې ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.
پر کندوز ښار د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ طالبانو یرغل وکړ او له هماغه ورځې د ښار اوسېدونکو ښه ورځ نه ده لیدلې. د ښار نسبتاً ښې ودانۍ، دولتي تاسیسات او سوداګري مرکزونه ویجاړ شوي، په زرګونو کورنیو ګاونډیو ولایتونو ته پناه وړې او لا هم جګړه پای ته نه ده رسېدلې.