که دناګار دشاعرۍ مزاج پېژنو،ابهام او عاطفه باید وپېژنو، ځکه دا دواړه توکي دناګار دشاعرۍ مزاج اهم او غښت��ې خوا ده.
ابهام څه دی؟ ټول الفاظ مبهم دي. ترڅو چې دلفظ شتون دیوې مانا لپاره ونه ټاکویا مفروضي مانا ورته ونه لرو،نو لفظ مبهم دی.دا د لفظ داخلي وجوهات دی.ژوند بې له شکه مبهم او نامعلوم دی.دنیا ټوله مبهمه ده.ددې ابهام ، کتاب لوحې محفوظ دی.ترڅو چې دهغې مطالعه ونه شي ، هرڅه مبهم دي. مګر ددې مطالعه د انسانانو د وسې کار نه دی.دا د خدای (ج) د ذات لویه پېرزوینه ده چې په هیڅ خبر نه یو مګر بیا هم ژوند کوو. امیدونه،حسرتونه،هیلې او…لرو. مانا داچې که ژوند څومره مبهم دې مګر دپيژندلو یې یوه لاره شته چې یا دقران او حد یثو له مخې یې، يو څه په پېژندلو او تېرولو واکمن یو.کنه مرګ تر ټولو لویه پیژنه ده.
مګر شاعرانه ابهام بیا دومره پټ نه دی.او نه خو دې (نه پېژندلو په مانا دی)ځکه شاعري خاصه ژبه ده.او خاصه ژبه شاعرانه ژبه وي.شاعرانه ژبه استعارتي ،سېمبولیکه او کنایوي ژبه وي.که دا توکي په شعر کې نه وي نودښکلا او شعریت تمه عبث ده.دمعید په خبره مستقیمه دې شعري مقاله ولیکي.
ابهام دشاعرۍ زیور دی.شاعري په ابهام ولاړه ده. په شاعرۍ کې ابهام معنوي تمنه ځواکمنوي.دشاعرۍ ټول مفهوم په لفظ او مانا ولاړوي .څوک چې ددغو دو ترمنځه معنوي تنسباتو باندې نه پوهیږي نو شاعري ورته مبهمه ده.ابهام مانا پټول نه دي.داخو زموږ دغلط تنقید له مخې ابهام له هنري خونو څخه شړل شوی دي.دشاعري روح په ابهام ولاړ دی.
په بیان کې مجاز یو لوی رکن دي چې ټول حالتونه یې له ابهام څخه راټوکیږي. دشعر په اړه یوه مشهوره معقوله ده چې ښه شعر هغه دی چې مانا ونه لري. دغه مانا د مفهوم په ادرس نه ده چې مفهوم دې ونه لري.بلکې بلاغت دي .بلاغت ذهن پیاوړې کوي.پیغمبر (ص) پلارونو ته ارشاد کړی دي چې: ماشومانو ته شعرونه ور وښایي. دا دشاعرۍ خواص دی.
ابهام دتخیل په غیږ کې را ټوکیږي.او دتخیل سرچشمه توهم یا وهم دی.چې روح یې اصلي مرکز دی.
دپښتو په ولسي ادب کې ، با الخصوص په لنډیو او متلونوکې دهمدغه ابهام شتون دومره پریمانه دی چې لنډۍ او متلونه یې پر موږ منلي دي.
شاعري دذوق هنر دی. دذوق تخلیق لوستونکي ته معنوي تمنه ورکوي.په شاعرۍ کې سېمبول راوړل ابهام دی ،ځکه چې سېمبول په څو مدلولونو دلالت کوي.دغه مدلولونه دلوستونکي په پوهه پورې اړه لري. داچي لوستونکي کومه مانا ترې اخلي.دغه دمانا و، ډیروالی ابهام دی.
استعاره په شعر کې شباهت وي.په شعر کې کنایوي مانا نه، د لرې مانا مراد وي. که څوک ددغو توکو په خواصو پوه نه وي.نو هغه ته به ابهام نا څرکنده مانا وي. ابهام کوم هنري صنعت نه دی. چې په ټاکلې خوا پورې دې وتړل شي. دایو هنر دی او هنر پولې نه لري.
ایا دغه ښایستونه چې استعاره ،سېمبول او کنایه یې لري ،دوی ته نا قابل ویل، په شاعرانه ذوق دلالت نه کوي. له ادبه دې وځي .چېرته ثابت علم ته دې لاس واچوي چې معنوي تمنه نه لري.تاسې د استاد ناګارپه شاعرۍ کې دغه هنر وګورئ:
درڼو اوښکو په کاڼو مې سنګسار کړ
غم مې ستا زړه کې په ښه بانه ایسار کړ
فضل ولي ناګار
په اوښکو څوک نه سنګسار کیږي ،مګرپه ژړندوکي دهرچا خوا سوزيږي.دغه د خوا سوزیدل یوه عاطفه ده.دغه دغم ایسارول په اوښکو باندې یو داسې ابهام دی چې هنري جوهر لري.
دابهام نه مراد دا دي چې دیوې کلمې او یوې مانا نه څونورې مانا وې را وباسو.
شاعري خو دملا ممبر نه دی چې هره خبره دې په غټ( ق) او په غټه( ح) وشي.
ابهام دې ته ویل کیږي چې دیوې کلمې نه دوې مانا یا له دوو کلمونه یوه مانا څرکنده شي دا ابهام دی،مګر دا د ابهام تعریف نه دی.دا دابهام یوه محدوده خواده.هنر تعریف نه لرې .کله چې هنر تعریف کیدای نه شي نو ابهام به څه وړ تعریف شي.داهم دهنر په اصل کې یو توکی دی.
ایکلیټن د ابهام دتعریف په اړه وایي:ابهام دا دي چې (څو کلمې دې دموضوع دجوړولو لپاره داسې سره رامنځ ته شي چې مفهوم او مانا یې ناڅرکنده وي) دغه ناڅرکندتیا له دې ��جې وي چې دکلمو په ډیرښت کې مانا ورکه شي.چې خواص او ارتباط یې معلوم وي.پورته تیوري ممکن د ابهام په تعریف کې رانه وړل شي خو دابهام ډیره برخه په واک کې لري.دمعید رشید په خبره : ابهام دماناو ګډول دي.تاسې داستا په لاندې بیتونو کې وګورئ:
د اننګو ګلان دې ونه رژي
شډل در ګورمه پښتو ساده ده
شفقه ټک وهه هلال په ټټر
چې ننداره دلو پټو ساده ده
ناګار
په شاعري کې ابهام هغه وخت راځي چې شاعر په سېمبولیکه یا استعارتي ژبه باندې تخیل څرکند کړي.چې دا دشاعرۍ تر ټولو لوی هنر دی.استاد پښتني روایاتو ته ترټولو ډیر منونکی شاعر دی.دنسیم حجازي ناولونو کې دمینې او ښکلا داستان په داسې ژبه راوړل شوی وي چې نه خویې مینه بر بنډه وي او نه ددښکلا اظهاریې بدرنګه وي.یا پکې کموالی محسوس شي. که ناګاردمینې او ښکلا مضمون راوړی دی نو ژبه او سبک یې ډیر پټ دی او دا دپښتني سیمې یو سالم انځور دی.په پورتنیو دوو بیتونو کې دحسن توصیف دی. اننګي رژیدل کیږي نه مګر له نظره کیږي ضرور.رژیدل دخزان توصیف دی.اننګي خو هسي هم په شاعرانه فلسفه کې دګلانو سره تناسب لري. داچې شاعر ورته شډل لیدل راوړي دي. نو ابهام راکوي.په دغه ابهام کې نغښتې مانا یا به دحیا له وجې رژیدل وي یا به دنظیر له مخې رژیدل وي او یا …وي.
دځینې شعرونو په لو ستلو سره لوستونکی حیران پاتې کیږي .ددې لامل ابهام وي چې تخیل ولري. شاعر دځینوتوکو له له امله تخلیقي قو ت کې یو ډول وجد راولي.ځینې وخت مبالیغه ابهام دومره ښکلی کړي چې لوستونکی د مانا په ځای دمنظر ننداره ورته اهمه وښکاریږي. لکه د ناګارپورتنی بیت کې چې شفق ته یې دسیالۍ اخطار ورکوي.پښتنې جونه ټیکري په لاسونو ډیرښکلي جوړوي.
اردو نقاد فاروقي وایي: په شعر کې ابهام که په منفرده توګه راغلی وي بیا هم شاعري ده.دی وایي چې په شعر کې اصطلاحي لفظ او ابهام یو ځای راځي.مګر معید رشید پرې نقد کوي او وایي : (ابهام مخکې راځي او بیا وروسته اصطلاحي لفظ راځي. داځکه چې اصطلاحي بنسټ په ابهام ولاړ وي.)لغوي مانا دصرف او نحوې له اصولو سره سم ، جامع او لنډه وي.مګر اصطلاحي لفظ : مانا داچې متعدد وي .یعني مختلفوماناو لپاره وضع شوی وي.همدا لغوي معنویت دی چې اصطلاحي مفهمونو ته ځای ورکوي.تاسې یې لاندې بیتونه تحلیل کړئ:
دسپوږمۍ غوندې په لوړو خاته عیب دی
زموږ پیغلې کشمالي کري په بام کې
ناګار
د ادم کیسه رنګینه په شیطان شوه
په نخرو راځه اوباله په لمانځه کې
ناګار
کړې دسمې نه حیا سالو کې نغښتې
بوړبوکۍ کې مې پیغام ولوست په چول کې
ناګار
هر ارمان اور اورکي خوندې خور اورلاړ
مینې کورته رسوایي راوړه ماښام کې
ناګار
دلته د یوه داسې شاعرپه اړه خبرې کوو چې شاعري یې د ملیت هندارنه ده؛ بلکې دمسلمانۍ او انسانیت هنداره ده.او بیا په دومره عاطفي ژبه باندې خبرې کوي چې زما په څیر واړه ادیبان دده دشاعرۍ دجاج رسالت نه شي ادا کولای.مګر ډاډ مې دا دی چې یوه ورځ یې په ټولګي کې راته ویلي وچې: لوی خلک په کره کتنه نه خپه کیږي. مګر دده په شاعرۍ کې دعاطفې او ابهام رنګ داسې غالب دی لکه په شفق چې دلمر سترګه غالبه شي.
ددغه دوه توکود ټاکلو علت یوه همدا وجه درلوده.او بل علت یې داګڼم چې ناګار شاعري دلوستونکو په ذهن کې دا پوښتنه را ولاړوي چې ناګار یو سیا سي شاعر دی او که عاطفي.
دعصمت زهیرصیب په وینا سیاسي فکر درلودل عیب نه دی، ولې ځینې ادیبان دناګار شاعري په دې تورنوي چې ده! ګوند ته شاعري کړې ده.دا پرځای خبره نه ده.ده که سیاسي فکر هم ارایه کړی نو دعاطفې رنګ یې دومره پرې غالب کړي چې سیاست ته د چا نه ورپام کیږي.تا سې یې دغه بیت وګورئ:
کابلۍ شولې سرتورې ګدا ګرې
اوس د زلفو صدقه شم که خیرات شم
ناګار
د پښتنو په روایاتو کې دا خبره عامه ده، چې چاته دلاسه ورکوو؛ نو ورته وایو چې: قرباندې شم، صدقه دې شم، مګر استاد ناګار د قربان پرځای خیرات راوړل ځکه ښه ګڼلي دي چې د ګداګرۍ سره تناسب لري، د زلفو نه صدقه د مینې یوه مرموزه عاطفه ده، د عشق یو تصویر دی. خیرات چې د ګداګرۍ سره تناسب لري، یو تراژدیکه او سیاسي صحنه راکوي. دروس دښکیلاکګر ځواکونو په افغانستان یر غل راوړ او خلک مجبور شو چې هجرت وکړي.دا د یوه ملت دتور سرو انځور دی.دا خبره یې خپل حزب ته منسوبه نه ده. دا خبره د عشق اود سیاست یوه تراژیدي ده چې دعا طفې رنګ ډیر پرې خور دی. دا سمه خبره نه ده چې دناګار شاعري دې محدوده وګڼل شي ،دناګارشاعري دمسلماني اوانسانیت هنداره ده.او دانسانیت ترټولو لوړه غوښتنه عاطفه ده.
عاطفه څه ده؟
معمولأ خلک دعواطفو په تعریف کې وایي چې دمحبت احساس؛مګر ځینې یې دمهربانۍ په مانا درک کوي.دعاطفې کلمه په عمومي ډول تمایل پيدا کوي.دغه تمیلات هغه وخت ارزښت پیداکوي چې دانسانانوترمنځ نسبت پیدا شي.دمثال په توګه د مور او پلار عاطفه، داستاد عاطفه،چې دلته د مینې ،مهربانۍ،عنایت،رحمت اوشفقت په مانا راځي.یانې عاطفه د دانسان په فطرت کې وي،کله چې روح دبهرنيو حساسیتون(عشق،حسن،مهرباني،درد،غم،خوشالي…) څخه اغزمن شي یا ورسره نسبت پیداکړي نوظاهره شي.
قرانکری چې څومره عقل ته ارزښت ورکړی دی په هم هغه اندازه یې عاطفه ښه بللې ده. دمثال په توګه قران کريم کې رسول اکرم (ص) ته خطاب کوي
:د الله تعالی رحمت چې څومره ستا په زړه شوی دی (اې محمده) تل نرمي کوه. او که بد خویه او سخت زړی(سخت زړه) شې،نو خلک به ستا له خوانه لرې شي.(پراګند به شي)(ال عمران سوره،ایت،۱۵۹،کابلی تفسیر،پښتو ژباړه)
کله چې عاطفه دځینو عناصرو څخه راپیدا کیږي اوانسان ورسره مخامخ کیږي نوشاعري ترټولو اساسي هنر دی چې ددې تداعي په لطیفه ژبه کوي.او بیا ناګار هغه عاطفي شاعر دی چې دغو ارزښتونو ته ډیر قایل دی.تاسې یې لاندې بیتونه وګوري:
دخیبر په فضا تورې لړې راغلې
ښکلې زاڼې پاتې نه شي له کتاره
ناګار
په موسکا خړوبه وه تړلي زړونه
څوک مرغه له لوږې نه وژني په دام کې
ناګار
الله تعالی ټولو انسانانو ته د علومو غریزه ورګړې ده.هر انسان کولای شي چې په هر علم کې پرمختګ وګړي.دیوه علم غریزه دمینې او تړاو له مخې په انسانانو کې ژوندۍ کیږي.دغریزې په را ویښولوکې دانسان ذاتي کردار او کړه نه ډیره اغیزه لري.
دغریزې او عاطفې توپیر ارواپوهانو داسې کړی دي چې غریزه میل یا تمیلات دي چې انسان په ذاتي کردار پورې اړه لري.لکه : جنسي غریزه، دعلم غریزه او داسې نورې … چې انسان یې خپله تعین کوي.
مګر عاطفه یو تاثر وي چې دبل په کردارکې نغښتې وي.او دهغه څخه اخستل کیږي.یا عاطفه هغه رجحان دی چې دبل نه اخستل کیږي.مګر عریزه ذاتي وي.چې دانسان په فطرت کې نغښتې وي.چې دیوه پيښې ،شي یا د اشخاصو سره په ډیر ارتبات پیاوړې کیږي.
د استاد فضل ولي ناګار چې الله ته دعا کوي نو قوم ته عاطفه غواړي. دهمدې دعا په هیله.
وچکالۍ ځپلې للمې دي بې کښته
عاطفې لږه را شنه شه زما قام کې
پای
اخځولیکونه:
۱- ستعاره، تخیل او تخلیق، معید رشید،ژباړن، ممتاز،عبدالجمیل،ketabton.com
۲-په شعر کې دسیمبول کارونه،تنویر ،یونس.مونوګراف،ننګرهارپوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځی،پښتو څانګه.۱۳۹۳
۳- ال عمران سوره،ایت،۱۵۹،کابلی تفسیر،پښتو ژباړه.دتعلیم الاسلام راډیو ویپاڼه.
۴-دناګار شاعري،ناګار ،فضل ولي ،ناګار خپروندویه ټولنه ننګرهار،۱۳۸۹ لمریز کال.