ليکوال: احسان الله غازي يار
شپږمه برخه
تخم کرونکی (Seed Drill)
تاريخچه او پيژندنه
Seed Drill د تخم کرلو هغه وسيله ده، چې په خاوره کې تخم په مساوي اندازه، مساوي فاصله او مساوي ژوروالي سره خښوي او بيا پرې خاورې اړوي.
د تخم کرلو لومړني ماشينونه چې ډير ساده شکل يې درلوده او د يوه ټيوب لرونکي وو، د ميلاد څخه ۱۵۰۰ کاله وړاندې د بابيل خلکو کارولي دي. د ميلاد څخه دوه پيړۍ وړاندې د چين خلکو د څو ټيوب لرونکي ماشين اختراع کړ، چې په دې سره يې خپلو ګڼ نفوس لپاره زيات توليد هم برابروه.
د تخم کرلو ډير ماشينونه اختراع شويدي، خو د انګريز Jethro Tull پواسطه په ۱۷۰۱م کې اختراع شوی ماشين ډير پرمختللی و، چې نوموړي ته د همدې ماشين د اختراع کريډيټ هم ورکول کيږي.
په اوسنيو وختونو کې د دغه ماشينونو ډير پرمختللي ډولونه جوړ شويدي، چې د دې ماشينونو پواسطه کولی شو، د ټيوبونو تر منځ فاصلې، د تخم د کرلو د ژوروالي اندازه او داسې نورې زياتې اسانتياوې پکې خپله تنظيم کړو.
په کرنه باندې د (Seed Drill) اغيزې
دغه ماشينونه د يوې ښې او ميکانيزه کروندې لپاره ډير اړين دي. د دې ماشينونو پوسيله کولی شو چې د تخمونو د منظم کر تر څنګ تخمونه په اقتصادي ډول هم وکاروو، ځکه د لاس پوسيله د تخمونو شيندل اقتصادي نه ښکاري. که چيرې تخمونه په مناسب ژوروالي او مناسبو فاصلو سره وکرل شي، نو د توليد اندازې کې به مو هم د پام وړ زياتوالی راغلي وي.
د دغه ماشين څخه پرته بزګران د لاس پوسيله تخمونه کري، هغه داسې چې تخمونه په يوه کڅوړه يا بل شي کې راخلي او په کرونده کې يې د شيندلو (Seed broadcasting) په طريقې سره کري، چې دغه کار زياتې نيمګړتياوې لري چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
د تخم شيندلو په وخت کې زيات شمير تخمونه په نامساوي فاصلو او نامساوي ژوروالي سره کرل کيږي، چې د توليد په اندازې باندې د پام وړ اغيزې لري. ځکه په دغه تخمونو کې ځينې تخمونه د ځمکې پر سر پاتې کيږي، چې اول راټوکيږي نه که راوټوکيږي نو له يو څه مودې وروسته له منځه ځي، ځيني تخمونه بيا ژور کرل کيږي چې د نورو تخمونو په پرتله ژر نه راټوکيږي. همدارنګه د شيندلو طريقې بله نيمګړتيا دا ده چې تخمونه ښايي په زياتو يا کمو فاصلو سره وکرل شي، چې دواړه حالتونه د يوې ښې کروندې لپاره مناسب نه دي او په توليد باندې منفي اغيزې لري. په دې طريقې کې کيدای شي يو زيات شمير تخمونه د مارغانو پوسيله هم وخوړل شي. د دې ټولو نيمګړتياوو تر څنګ دا طريقه اقتصادي هم نه ده.