ليکوال: احسان الله غازي يار

اوومه برخه

د پنبې پاکوونکی (Cotton Gin)

تاريخچه او پيژندنه

په پخوا وختونو کې پنبه د کتان او وړيو څخه هم ډيره قيمته وه، ځکه چې د پنبې له رشتو څخه د دانو بيلول يو ډير ستونزمن کار و. د ورځې يو تن کولی شو چې يوازې د يو پونډ پنبې څخه دانې بيلې کړي. په دې ډول د پنبې څخه د دانو بيلول یو ډير ستونزمن کار و او همدا علت وو چې په هغه وختونو کې د پنبې بيه هم ډيره لوړه وه.

لومړني ماشينونه چې د اوسپنې، لرګين يا هم د تيږې څرخونه يې درلودل د دغه هدف لپاره پکاريدل. دا ډول ماشينونه په افريقا اسيا او شمالي امريکا کې پیدا کيدل. د پنبې بيلولو ساده لاسي ماشينونه د ميلاد څخه ۵۰۰ کاله وړاندې په هند او ځينې نورو هيوادونو کې استعماليدل.

لومړنی د پنبې بيلولو عصري ماشين په ۱۷۹۳م کال کې (Eli Whitney) په نوم امريکايي مخترع لخوا منځ ته راغی، چې کولی يې شو د پنبې څخه دانې په اسانې سره جلا کړي. دغه ماشين چې شاوخوا يې د ارې د غاښونو په شان ساختمانونه درلودل او په منځ کې يې يو نری چاک و، چې د کار پر مهال به يې نه پريښودل تر څو له پنبې سره يو ځای دانې هم بيلې شي. د ويټنې ماشين کولی شو چې په يوه ورځ کې ۲۳ کيلو ګرامه پنبه له دانو څخه پاکه کړي. د پنبې د ماشين له بريالۍ اختراع څخه وروسته د نساجې پرمختللي ماشينونه ډيزاين او جوړ شول. د ۱۹مې پيړۍ په لومړيو کې دا ډول نور ماشينونه هم اختراع شول. چې د لرګينو برخو په ځای پکې فلزي الې کارول شويدي.

په اوسنيو وختونو کې چې دا ډول ماشينونه ډير پرمختللي دي، کولی شي چې په فابريکو کې په يو ساعت کې ۱۵ ټنه پنبه پروسس کړي.

په کرنه د (Cotton Gin) اغيزې

د دې ماشينونو په اختراع سره د پنبې په کښت او حاصل ټولو کې ډير لوی بدلونونه راغلل. په پخوا وختونو کې چې به پنځه پونډه پنبه د لاس پوسيله پاکيدله، نو د ويټني ماشين په اختراع سره دا اندازه ۱۰۰۰ پونډو ته لوړه شوه.¬¬¬
په لاسي ډول د پنبې ټولول يو ستونزمن کار و او همدارنګه زياتو کارګرانو ته هم اړتيا وه، تر څو له پنبې څخه دانې بيلې کړي. يو تن کارګر کولی شول په يوه ورځ کې يواځې يو پونډ پنبه پاکه کړي. په دې برخه کې د زيات کار او اختراعګانو څخه وروسته اوس د دې ماشينونو پوسيله کولی شو چې په فابريکو کې يواځې په يو ساعت کې ۱۵ ټنه پنبه پروسس او پاکه کړو.

4
د دغه ماشينونو له اختراع او پرمختګ سره پنبه د تجارت يوه لويه برخه وګرځيده. ځکه له دې وړاندې د پنبې د پروسس کار ډير ستونزمن و، چې زيات شمير کارګرانو ته يې اړتيا درلوده، نو پنبه ډيره ګرانه تماميده نو تجارانو هم د پنبې تجارت ته زړه نه ښه کاوه.

د دې ډول ماشينونو په اختراع سره په مختلفو هيوادونو په تيره بيا د امريکا په متحده ايالاتو کې د پنبې په توليد کې لوی زياتوالی راغی. په ۱��۳۰ کال کې چې په امريکا کې د د پنبې توليد ۷۵۰۰۰۰ انډيه (Bales) و، چې دغه اندازه په ۱۸۵۰م کال کې ۲.۸۵ ميليونه انډيو ته ورسيده.

جنوبي امريکا چې د کرنې يو لوی مرکز دی او پنبه هم پکې په زيات مقدار کرل کيده، په دې سيمو کې يو مريي کولی شو چې په لسو ساعتونو کې يوازې يو پونډ پنبه له دانو څخه پاکه کړي، خو د دوو يا دريو مريو يو ټيم کولی شو چې د پنبه بيلوونکي ماشين څخه په استفادې سره په ورځ کې ۵۰ پونډه پنبه له دانو څخه پاکه کړي.

په دغه ایالتونو کې د پنبې د ماشينونو په اختراع او هم د پنبې په توليد کې په زياتوالي سره د هغه مرييګانو شمير چې پنبه يې پاکوله په ۱۷۹۰م کال کې د ۷۰۰۰۰۰ څخه تر ۱۸۵۰ کال پورې ۳.۲ ميليونو تنو ته ورسيد. تر ۱۸۶۰م کال پورې د امريکا جنوبي ايالتونو د نړۍ دوه پر دريمه برخه پنبه توليدوله او د بريتانيا مارکيټونو ته يې ۸۰ سلنه پنبه عرضه کوله.

ماخذونه

• Tractor, Wikipedia the free encyclopedia.
• James F. Thompson Q Steven C. Blank, Harvest mechanization helps agriculture remain competitive.
• Combine harvester, Wikipedia the free encyclopedia.
• Sam Moore (August 2008), Ten Agricultural Inventions that Changed the Face of Farming in America.
• Quick, Graeme R.; Wesley F. Buchele (1978). The Grain Harvesters. St. Joseph: American Society of Agricultural Engineers. ISBN 0-916150-13-5.
• Lakwete, Angela (2003). Inventing the Cotton Gin: Machine and Myth in Antebellum America. Baltimore: The Johns Hopkins University Press. ISBN 9780801873942.
• History Channel, Where Did It Come From? Episode: “Ancient China: Agriculture”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *