تحقیق او څېړنه یو ستونزمن کار دی او ډېره لویه حوصله غواړي، چې ځینې لیکوالان د څېړنې حق پوره کوي او د تحقیق د اصولو پر اساساتو خپل کار مخکې وړي او ځينې بیا هسې د څېړنې په نامه له یو کتابه او بل کتابه غېر منظم مواد راټولوي او د څېړنې نوم پرې ږدي.

په ادبي څېړنو کې دوه ډوله محقیقن لرو، یو ډول یې هغه کسان دي چې په تحقیق کې له دقته کار اخلي او بل ډول یې هغه لیکوالان دي چې په تحقیق کې له سرعته کار اخلي، چې استاد محمد اکبر کرګر یو له هغو څېړنکو څخه دی، چې په خپلو علمي او څېړنېزو لیکنو کې له دقته کار اخلي.

استاد له هغو محقیقینو ځینې دی، چې اکثره لیکنې د څېړنې په تول پوره دي.

د ۱۳۶۰ کلونو نه رانیولی تر نن ورځې پورې د ده ادبي او فرهنګي هڅې د ستایلو وړ دي. د ده په لسهاوو اثار چاپ شوي دي او لیکنې یې تحقیقي، تخلیقي، تحلیلي او ژباړې دي، چې په هرې برخې کې اثار د ستایلو وړ دي.

د استاد کرګر( د شګو محل) اثر که ولولو، په غني خان ډېرې نوې خبرې لري، او که (په حالنامه کې د بایزید روښان عرفاني او فلسفي څېره) اثر یې وګورو، ښاغلي لیکوال له یوه نوي دیده کتلي دي. او که نن یې (د میرزاخان انصاري فلسفي او عرفاني نړۍ لید)اثر ګورم او لولم ډېرې نوې او په زړه پورې مسلي پکې روښانه کړي دي.

زما په پوهه د میزرا خان په عرفاني او فلسفي خواوو به دا لومړنی اثر وي، چې د چاپ پر ګاڼه سنبال شوی دی.

هر ښه څېړونکی باید د خپل فکر تولید ولري او د فکرد تمرین په نتیجه کې باید داسې پیچلي مسایل ټولنې ته وړاندې کړي، چې مخکې پرې بحثونه نه وي شوي، چې د استاد په یاد اثر کې د دې خپل نظریات او افکار زښت زیات دي او په ښه ډول یې د څېړنې حق ادا کړی دی.

د میر زاخان انصاري فلسفي او عرفاني نړۍ لید اثر په شپږو څپرکیو کې لیکل شوی دی. په لومړي څپرکي کې د میرزاخان انصاري له پېژندنې پیل کېږي او د دې د شجرې یادونه پکې شوې ده، چې مخکې په نورو چاپ شوو اثارو کې ما لیدلې نه وه. همدارنګه (د میرزا خان انصاري په فکر او ایډیال ) نوې او د کار خبرې لري. لیکوال وایي: ( په پښتو څېړنو کې هغومره چې باید د تفکر او لیاقت په تناسب او د میرزا خان د پوهې او معرفت په اندازه د میرزا پېژندګلوی په بار بار شوی وای، نه ده شوې.). استاد حقیقت وایي، پښتو ژبې کې اکثره مرغلرې په خاوروکې پټې دي او دغه مرغلرې پیدا کول او صیقل کول غواړي. همدارنګه استاد د میرزا خان په فکر او استقامتونو باندې هم د د ادب کاروباریانو ته د کار خبرې کړي دي.

په دویم څپرکي کې په عرفان، تصوف او اسلام باندې بحثونه لري او همدارنګه د تصوف پر ریښې او شالید باندې ډېر خواږه او بنسټیزې ویناوې کړي دي او په ځينو تصوفي اصطلاحاتو یې هر اړخیزې خبرې کړي دي. همدارنګه په اسلام کې د تصوف او عرفان په فلسفي بنیاد یې هم اوږدې خبرې کړي دي. د تصوف د سرلاري شیخ محی الدین ابن عربي یادونه هم په دې څپرکي کې شته.

په درېیم څپرکي کې د روښاني فکري او عقیدوي لاره او د میرزا خان پنځونې، تصوفي مقامات او نور په لسهاوو سرلیکونه لري.

په څلورم څپرکي کې د میرزا خان انصاري په دیوان کې د الفنامې فلسفي ارزښتونو ته یو کتنه، په اسلامي فرهنګ کې د حروفو او شمېرنو ارزښت، د میرزا الفنامه او د هغې تصوفي او فلسفي مفاهیم او نور واړه سرلیکونه لري.

پنځم څپرکي کې د میرزا خان انصاري د فلسفي او عرفاني تفکر بنسټز مسایل، میرزا او انسان، اشراقیت او معرفت، عرفاني عشق، نفساني غوښتنې او غرایز، پیر او مرشد، وحدت او کثرت، نفي او اثبات او داسې نور سرلیکونه شته دي، چې ډېر اساسي بحثونه پرې شوي دي.

شپږم څپرکي کې په پښتني تصوفي عرفاني جریان کې د ټولنیز هویت مساله او نور سرلیکونه لري او په پای کې ډېر معتبر او اول لاس ماخذونو نه استفاده شوې ده.

په پای کې استاد ته اوږد عمر د الله تعالی له درباره غواړم، تر څو چې نور خدمت او پنځونې هم خپلې ټولنې ته وکړي او په عام ډول له لوستو وګړو او په خاص ډول د ادب له مینه والو نه تقاضا کوم چې یو ځل دا کتاب ولولي، تر څو چې د میرزا خان انصاري، تصوف، عرفان، فلسفې او داسې نورو مسایلو په باب اساسي معلومات تر لاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *