د ASL (افغان سوپر لیګ) تر نامه لاندې سیالۍ چې د روان زیږدیز کال سپتمبر او یا اکتوبر په میاشت کې د ملي لوبډلې نړیوال مهال ویش ته په کتنې سره ترسره کیږي، د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانستل شوې. دغه سیالۍ چې د افغانستان کرکټ بورډ په تخنیکي او د ASL او Xoom Marketing په عملیاتي نوښت ترسره کیږي، د افغانستان کورني کرکټ په تاریخ کې یو پرمختیایي نوښت دی.
په دغو مراسمو کې چې نن مازدیګر د ASL لپاره ځانګړي شوي دفتر کې تر سره شول، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس او په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر، شهزاده مسعود، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نور محمد مراد، د کرکټ بورډ ادارې نورو چارواکو او کارکونکو، د Xoom Marketing ادارې چارواکو او د ملي لوبډلې لوبغاړو ونډه اخیستې وه.
د کرکټ عمومي رئیس شهزاده مسعود په خپله وینا کې د ورته نوښت په هر اړخیز ارزښت خبرې وکړې او یاده یې کړه چې دغه ډول سیالۍ د کرکټ پرمختیایي بهیر ته لا چټکتیا وربخښي. هیله من یم د تجارتي خونو په مټ د کرکټ دغسې سیالۍ د کال په ترڅ کې یو غني مهال ویش ترلاسه او د کرکټ بورډ چارو ته نوي رنګونه ورکړي.
د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نور محمد مراد ددغو سیالیو په اړه داسې ووییل، ” موږ د کرکټ په پرمختلونکي بهیر کې د نویو رنګونو شاهد یو چیرته چې د کرکټ جلوې د بازار رنګونه غني کوي او د سولې، ملي یووالي، خندا، هوساینې او ملي بهیر ترڅنګ د بازار غنا لپاره ترې کار اخیستل کیږي”.
د افغان سوپر لیګ په سیالیو کې به څلور لوبډلې هره یوه هندوکش فایر بالز، آمو سماشرز، سپین غر سکسرز او میوند برنرز ونډه لري چې د چارواکو په وینا د لوبډلو په شمیر کې ډیرښت هم راتلی شي.
د غونډې په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې چارواکو له لوري پر لوبډلو ټاکل شوي لباسونه وویشل شول.
هیله ده چی دغه سیالۍ نیغ په نیغه له ټلویزنی شبکو څخه خپره شی