تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر اشتن کارتر د سې شنبې په ورځ وویل چې د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې پر روغتون د امریکايي پوځیانو د هوايي حملې په وجه د بې ګناه انسانانو پر وژل کېدو ژور خواشینی دی.

کارتر، چې د اروپا په سفر تللی، له روم څخه په یوه اعلامیه کې وویل:« د امریکا پوځ د ملکیانو ژوند ته د خطر نه پېښېدو په خاطر له خورا احتیاطه کار اخلي خو کله چې تېروتنه کوي موږ پرې اعتراف کوو. دا دقیقاً هغه څه دي چې موږ یې اوس کوو.»

د امریکا پوځ او نورو چارواکو مخکې په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د حملې په اړه ضد و نقیض څرګندونې کړې وې.

خو پرون /سې شنبه/ امریکا د کندوز حمله ومنله او هغه یې یو تصاف او تېروتنه وبلله.

د شنبې په ورځ د امریکا د یوه هیلي کوپتر له لوري د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون په حمله کې لږترلږه ۲۲ تنه ناروغان او ډاکتران ووزل شول او ګڼ نور ژوبل شول.

One thought on “د امریکا دفاع وزیر په کندوز کې د بې ګناه انسانانو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه”
  1. زما داسی گمان را×ځی چی امریکا هم نوره دنیا ته رسوا شوه او ټول درواغ یی دنیا ته ښکاره شول!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *