تاند- د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو تر ټولو جګپوړي چارواکي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې یو ځل بیا افغانستان ته پام واړوي.

د ملګروملتو د کډوالو لوی کمیشنر انتونیو ګوتریس خبرداری ورکړ چې افغانستان ته شا اړول به خطرناکه وي.

ده د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ د اجرايي کمېټې له غړیو سره د افغانستان پر حالاتو د غور په غونډه کې وویل:«موږ په نړیوالې ټولنې ږغ کوو چې یو وار بیا افغانستان ته پام وکړي، نور د پخوا په شان د افغانستان حالاتو ته هغسي چې پکار ده پام نه کېږي، او سره له دې چې نوي بحرانونه او د هغو فوري توب مهم دی، موږ باوري یوو چې افغانستان ته شا اړول لویه او خطرناکه تېروتنه ده.»

ده یادونه وکړه چې د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري له افغانستان او دوو هیوادونو یعني پاکستان او ایران سره، چې په سلو کې د ۹۵ افغان کډوالو کوربانه دي، ځانګړې اړیکې لري.

د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د اجرايي کمېټې په غونډه کې پر دې غور وشو چې څرنګه د افغان کډوالو لپاره ضروري شرایط برابر شي څو خپل هیواد ته لاړ شي او په هغو سیمو کې مېشت شي چې امنیتي وضعیت ښه دی.

انتونیو ګوتریس وویل:«یو وخت د افغان کډوالو شمېر تر ۶ ملیون تنو اوښت او ملګروملتو د هغو چارې سمبال کړې چې دا د (یو این ایچ سي آر) لپاره تر ټولو زیات کډوال ول، همداراز دې کمیشنرۍ په خپل تاریخ کې په خپله خوښه خپل هیواد ته تر ټولو د زیاتو کډوالو د ستنولو پروګرام تنظیم کړ، څه باندې پنځه ملیونه او ۸ لکه افغان کډوال یې له ۲۰۰۲ څخه تراوسه خپل هیواد ته ستنولي دي.

د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د اجرايي کمېټې غونډې ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په ثبت شوي پیغام کې له یو این ایچ سي ار څخه د څو لسیزو لپاره د افغان کډوالو د ملاتړ په خاطر مننه وکړه. ده له پاکستان او ایرانه هم مننه کړې چې ملیونونو افغانانو ته یې په خپلو خاورو کې پناه ورکړې ده.

ولسمشر غني دغه راز ویلي:«زما مسوولیت دی چې د نورو کسانو د مهاجرېدو او بې ځایه کېدو مخه ونیسم.»
ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې څخه د افغانانو د هېرېدو په وړاندې اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې د کډوالو ستونزه نړیواله مسله ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *