تاند- د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د فوټبال د نړیوال جام لپاره د غوراوي په لوبه کې نن له سینګاربور سره مخامخ شو.

دا مسابقه، چې د سینګاپور په ملي لوبغالي کې وشوه، یو پر صفر کوربه ټیم وګټله.

د مسابقې یوازینی ګول د سینګارپو فارورډ خیرالامیري په دوهمه نیمايي کې په ۷۲ مه دقیقه وواهه.
دې بري د سینګاپور ټیم ته په خپل ګروپ کې درېم مقام ورپه برخه کړ.

سینګاپور اوس ۷ امتیازونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *