د ښکلا په اړه وایې چې دا تر اوسه نه ده تعریف شوي، خو موږ یې لغوی معنا ښایست اخلو. وایي چې د ذوق نه ښکلا پيدا کیږي. ذوقونه مختلف دي. یو چاته به یو څوک او یا یو شی ښه ښکاري خو ځینو ته به بل شان، د چابه له شاعری سره زړه لګیدلی وي او څوک به بیا ترې تښتي، د چا به انجینري خوښه وي. څوک به ډاکټرۍ پسې هلې ځلې کوي چې ډاکټر شي. څوک به حقوق، اقتصاد او دیپلوماسی خوښوي، ځکه ذوقونه مختلف دي. د ځینو بیا فلسفه ډيره خوښه وي چې د همدي په نتیجه کې تر داره هم وخیژي.

یوه ورځ مې له یوه ملګرې سره په تخنیک پوهنځی کې کار و، غوښتل مې چې هغه پيدا کړم. په همدې لټه کې وم چې د څلورم کال د یو محصل سره مخ شوم. روغبړ مو سره وکړ او د خپل ملګري پوښتنه مې تري وکړه. په لاره روان و ترڅو د هغوی ټولګۍ پیدا کړو. له مانه یې پوښتنه وکړه:

ـ په کوم پوهنځي کې یې؟

ـ ادبیات.

ـ یو سوړ اسویلی یې ویست او وي ویل چې د مکتب له وخته مې ورسره شوق و او د کورنۍ خوښه مې دا وه چې زه باید حتمي انجینري ولولم.

ـ انجینری خو ښه پوهنځی دی کنه.

ـ نه یار، کوم خوند چې په فرهنګ(ادبیات) کې دی، بل څه کې نشته. زه ډېرو ادبي غونډو ته ځم او هلته چې دا ادیبات، لیکوال او شاعران ګورم، نو خوند راکوي او له ځانه سره بیا ووایم؛ چې ای کاش! ما هم ادبیات لوستی وای.

حیران شوم او له ځانه سره مې وویل چې انجینر او داسې خبرې! بس د ذوق خبره ده.

ریښتیا هم چې د ډاکټر کار ټوله ورځ له مریضانو سره وي او د انجینر کار له معادلاتو سره. هغه د چا په اصطلاح هر شی چې دی، پيسې خو یې ډېرې دي، خو ددي غونډې او د ادب د غونډې ډېر فرق دی.

تېر ماښام یوي فرهنګې غونډې ته تللی وم، چې په باغ بابر کې یې ورته تیاری نیولی و. پنځه بجې یې خلک غوښتې و، خو ترڅو چې میلمانه له لري ځایه راتلل، نو خبره شپږو بجو ته ورسیده او غونډه پيل شوه.

لومړی ځل او داسې ماښامۍ، ډېره یوه ګلورینه فضاه وه. په منځ کې د اوبو شرهار، داسې یوه پرخه وریدله چې زړونه یې یخول او شاوخوا د کلیو هغه زاړه لاټینونه، تته رڼا او تر څنګ یې شغلې! هر څه عجیبه په نظر راتلل. هلته منګۍ او سیتار، ادیبان، لیکوالان او شاعران، دا هرڅه لکه شمعې ته چې پتنګان راټول شوي وي، داسې معلومیدل.

هر چا به د زړه خبرې کولی او د خپل جانان سره به یې دا د ماښام شېبې د غزل په ژبه تیرولې او ویلې به یې چې:

اَرام خو راته ځکه دا خپل زړه نه راکوي
چې یار شي مروره بیا نو خوله نه راکوي
چابه ترې شکایت کاوه او ویلې به یې چې:
ستا يو نظر و، لږ وخت بل و، بېرته مړ شولو خو
له نغري نه لا همغسې ايرې راوځي
اجمله، روغ سلامت ورشي، د ژوندون تر دره
خو چې راوځي، هر سړی ذرې ذرې راوځي
یا:
یو داسې ځای راوښیه، چې ستا له سترګو پټ شم
ته نه یې خو خبرې دي راځې له دیوالونو
په چا کې چې نه درد، نه اضطراب وي، نه سرور وي
که جوړ وي هم له غوښې، هغه وي له دیوالونو
یا
دا ورځې لکه کاڼې او داشپې لکه اغزي
دا ژوند داسې تیریږي بې هغې لکه اغزي

چا به ویل چې کاش دا ماښام مو سره د همدې شرهار ترڅنګ تېر کړی وای او تر سهار مو سره د زړه خواله کړی وای.

هره خندا د مينې نه وي او له زړه نه نه وي
په دې کارونو کې څوک ستا هومره خوشبينه نه وي(١)
هغه محفل کې مې والله ګلابه سا بنده شي
چې کوم محفل کې ستا د سترګو يادونه نه وي

ځینو به بیا د افغانستان دي بد بخت او کړیدلي ولس له خولې غږیدل او داسې دوعا به یې کوله چې:
چي نه بيا توره پورته سي نه سر په وينو رنګ سي

باداره دغه جنګ دي د وطن آخري جنګ سي
که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لعلونه سي، او دا بوټي به لونګ سي

ریښتیا هم چې ماښام و، خو ډېر څه یې له ځانه سره پریخودل. بس چې دوی وي، داسې به د هر مین د درد خبره په غزل کې اورو او سر به ورسره خوځوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *