د پخواني شوروي اتحاد تر سقوط وروسته نړيوال نظم او نړيوال سياست يو قطبي شوى و او د نړۍ يوازينى زبرځواک (امريکا) په نړيوالو ستونزو او مسايلو کې د پرېکړې او تصميم نيونې وروستۍ مرجع وه، اوورستۍ خبره د امريکا متحده ايالتونو دولت کوله او د څو کلونو لپاره يې پر نړۍ حاکميت وکړ او ډېرې پرېکړې يې په خپل سر او خپلو ګټو په پام سره ترسره کړې، خو کله چې په روسيه کې ولاديميرپوتين واکمنۍ ته ورسېد، پوتين وتوانېد چې په لومړي سرکې د روسيې د اخلي ستونزې مهار او روسيه بېرته پر ځواکمن دولت بدل کړي، اوسمهال نه يوازې د ا چې اوسنۍ روسيه د سيمې په کچه يو ځواکمن هېواد دى، بلکې په ډېرى نړيوالو مسايلو، شخړو، ، جګړو او ستونزو کې د امريکا متحده ايالتونو او ناټو پر وړاندې درېږي، او خپل دريځ څرګند وي، پدې وروستيو کلونو کې کې چې کله کريميا له اوکراين څخه جلا او روسيې پورې وتړل شو او د اوکراين ختيځې سيمې روسي پلوه ياغيانو تر واک لاندې راغلل، پرهماغه مهال مې د نوي سړې جګړې پېل په باب ( نوې سړه جګړه ) تر سرليک لاندې ليکنه وکښله او دتاند په ويبپاڼه کې نشر او د نوې سړې جګړې څرک له هماغه وخته راښکاره کېده، که څه هم  د نړيوال نظم د تامين او د نړيوالو ځواکونو ( قدرتونو) ترمنځ د انډول ( توازن )  ساتلو په خاطر اړينه ده ، چې نړۍ يوقطبي نه وي اود ځواکونو ترمنځ انډول وي، چې يو زبر ځواک ونه شي کړى چې نړيوال قوانين ، اصول او موازين تر پښو لاندې کړي او خپل خوښې سره سم پر نړيوالو حکومت وکړي، دا انډول او سيالي بايد مثبت اړخ ولري، چې له امله  يې د دريمې نړۍ هېوادونه په اقتصادي، ټولنيز ، سياسي او فرهنګي ډګر کې پرمختګ وکړي، خو ويره داده، چې دسړې جګړې پرمهال زيات زيان غريبو هېوادونو وګړو ته رسېږي، وژل کېږي، اوهېوادونه يې د جګړې په اور کې لولپه کېږي.

د دې جګړې دويمه څبه د سوريې په جګړه کې د روسانو ښکېلتيا او د بشا رالاسد رژيم څخه په ښکاره د روسي دولت ملاتړ مرسته ، پوځي سلاکارانو، وسلو او تجهيزاتولېږل او د اسد رژيم وسله والو مخالفينو ځپل چې د مېنځلارو مخالفينو په نامه يادېږي، اود امريکا  متحده ايالتونو او د ناټو ملګري دي او د اسد رژيم پر وړاندې جنګېږي، که څه  هم امريکا او ناټو ملګري يې د اسد رژيم تندلاري مخالفين ځپي او حتى د اسد ژريم د نسکورولو لپاره له ټولو شته امکاناتو استفاده  کوي، خو د اسد د رژيم د مخالفينو ځپلو او په سوريه کې دروسانو حضور او شتون څخه ويره لري، کله چې روسيه په سوريه کې شتون ولري، په منځنۍ خيتځ کې د امريکا او لويديځ اقتصادي ګټې له ګواښ سره مخ کېږي.

له همدې امله ده ، چې په نړيوالو رسنيو کې د روسيې او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ سړې جګړې دويمې څپې تر اوکراين وروسته په منځنۍ ختيځ کې پېل او امکان لري، چې زموږ ګران هېواد افغانستان  ته هم د منفي سيالۍ زنځير اغېزې ورسېږي، په تاريخي لحاظ روسان  د هېواد شمال دخپل د نفوذ او اغېز ساحه ګڼي له بلې خوا هېواد شمال ته د جګړې غزيدل اود کندوز  سقوط او په شمال کې د وسله والو ډلو زياتوالى، دجګړې شدت او زيات مقاومت روسيې لپاره جدي ګواښ دى، له همدې امله دتاجکستان هېواد پولوته د روسيې لښکروزياتوالى يې بله بېلګه ده، چې هغوى (روسان) به هم هڅه کوي، په افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو ګټو پر وړاندې او د خپلو ګټو خونديتوب لپاره ځينې وسله والې ډلې حمايه کړي، اوسنۍ استخباراتي نايبتي جګړه دوام پيدا کړي، تېره شپه په کابل کې د روسيې سفارت ترڅنګ ځانمرګى بريد او وسله واله نښته  د همدې جګړې د څپې يوه برخه ګڼل کېداى شي.

امکان لري يوځل بيا دغريبو هېوادونو  وګړي اوپه ځانګړې ډول افغانان د نړيوالو زبرځواکونو د ګټو او جګړو قرباني شي او د پرديو ګټو لپاره به زياته قرباني بيا هم افغانان ورکړي، او هېواد به له يو بل خونړي ناروين سره مخ شي،  له افغان سياستوالو، د دولت مشرانو او له ټولو هېوادوالو هيله کوم، چې د هېواد د ملي ګټو په پام سره  د هېواد وسله وال ملي پوځ په پياوړي کولو ، تجهيز او تمويل ته زياته پاملرنه وکړي او افغانستان  د نورو هېوادونو د جګړو او ګټو له ډګره وباسي او په ډېرې هوښيارۍ سره د هېواد دثبات اوجګړې پاى ته زياته توجه وکړي او د سړې جګړې له نويو څپو څخه ځان او هېواد په امان کې وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *