تاند- یوه بریتانیايي د کاغذ له تفالې څخه حیرانوونکی موټر جوړ کړی دی. دا موټر، چې لکسیس موټر ته ورته والی لري، د کارتني کاغذ (مقوا) له څه باندې ۱۷۰۰ ټوټو څخه جوړ شوی او حتي ټایرونه یې هم کاغذي دي.
دا کاغذي موټر د یوه جنرېټر په وسیله حرکت کوي خو اجازه نه ده ورکړای شوې چې پر سړکونو وګرځي.
د دغه موټر، جوړوونکی هري کوپر نومېږي او د دې نوښت په خاطر یې د رسنیو زیات پام ځان او خپل موټر ته اړولی دی.