تاند- د راپورونو له مخې له ترکیې څخه د یونان ټاپوګانو ته د ورځې شاوخوا ۷ زره پناه غوښتونکي رسېږي.
د مهاجرت د نړیوالې ادارې په وینا د سږ کال د سپټمبر په وروستیو کې د ورځې ۴ نیم زره پناه غوښتونکو د یونان ټاپوګانو ته پناه وړه خو د روان اکتوبر په تېرو ۹ ورځو کې د یونان ټاپوګانو ته د رسېدلیو پناه غوښتونکو شمېر د ورځې نژدې ۷ زرو ته رسېدلی دی.
د مهاجرت د نړیوالې ادارې په نظر ممکن د هوا خرابېدا سبب شوې وي چې یونان ته د پناه غوښتونکو شمېر زیات شي.
دا په داسي حال کې ده چې اروپايي هیوادونو د پناه غوښتونکو د منلو شرایط سخته کړي او ویلي یې دي چې د پناه غوښتونکو د دوسیو د څېړلو بهیر به چټک کړي.
په همدې حال کې ترکیې ویلي چې پر سوریې د روسیې د بمبارۍ له کبله ممکن دغه هیواد ته د سوري کډوالو د ورتګ شمېر لا زیات شي.
د مهاجرت نړیواله اداره وايي چې د پناه غوښتونکو د شمېر له زیاتېدو سره سره د یونان په لیزبوس ټاپو کې ګڼه ګوڼه لږه شوې ده.
د دې ادارې په وینا وضعیت د دې لپاره ښه شوی چې د هغو کډوالو، چې تېره اوونۍ یونان ته رارسېدلي، په سلو کې ۷۰ بې ځنډه مقدونیا ته تللي دي.
د اروپايي اتحادیې له پلان سره سم ۱۲۰ زره پناه غوښتونکي، چې ایټالیا او یونان ته رسېدلي، د اروپايي اتحادیې په نورو هیوادونو کې دېره کېږي.