تاند- د طالبانو له لوري د کندوز ښار له نیولو۱۰ ورځې وروسته دغه ښار او ګاونډیو ولایتونو ته یې لویې لارې د افغان امنیتي ځواکومنو تر کنټرول لاندې دي.
کندوز لومړنی مهم ښار و، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د طالبانو لاس ته ورغی. خو راپورونه وايي چې طالبانو د کندوز د نیولو خورا لوړه بیه پرې کړې ده. که څه هم طالبان وتوانېدل چې کندوز ښار او د هغه تاسیسات په کنډوالو بدل کړي، چې هغوی دا د ځان لپاره یو بری ګڼي، خو هیڅ ځای یې په دومره لنډ وخت کې دومره تلفات نه وو لیدلي.
افغان امنیتي ځواکونو، چې امریکايي سلاکارانو او هوايي ځواک یې ملاتړ کاوه، د ښار تقریباً ټولې برخې نیولي خو لا هم د دغه درې لکه کسیز ښار په ځینو څنډو کې طالبان پټ دي او کله ناکله له خپلو پټنځایونو راوځي او پر امنیتي ځواکونو غلچکۍ حملې کوي.
د جمعې په ورځ /اکتوبر۹مه/ د کندوز ښار په څو څنډو کې د ماشنګڼو او چاودنو ږغونه واورېدل شول او پولیس سمدستي د ډزو لور ته روان شول. د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواک ایم آی- ۱۷ هیلي کوپترو پر طالبانو ډزې وکړې.
د افغان ملي اردو د ۲۰۹ قول اردو د دوهمې لوا قومندان برید جنرال احمد حبیبي وویل:«طالبان د ښار څنډو ته شړل شوي دي، دوی په وړو ډلو کې عملیات کوي او له څو ډزو وروسته تښتي. د دوی هدف اوس د ښار نیول نه دي بلکې غواړي چې ښاریان وبېروي.»
د جمعې په ورځ د ښار په ډېرو سیمو کې خلک له کورونو راووتل چې سوداوې واخلي خو لا هم ښار د پخوا په شان رونق نه لري او تر ډېره یوې دښتنې ته ورته دی.
د ښار زرګونه کورنۍ ګاونډیو ولایتونو ته کډه شوي دي. د خینو شمېرنو له مخې د کندوز شاوخوا ۱۲ زره کورنۍ مجبوره شوي چې کور په میدان پرېږدي او تخار، بغلان، مزارشریف او کابل ته لاړې شي.
دا تاوان د هغو ملیاردونو افغانیو پر تاوان سربېره دی چې طالبانو د کندوز تاسیساتو، شخصي ودانیو او نورو ته اړولی دی.
د دوی هغه پنجابی پلار پرې راواړوم.
لنډه داچی ټالیبانو له پښتنو سره خپله دښمنی یوځل بیا په عمل کی ثابته کړه. ټالیبان د پښتنو، اسلام، سولی ، تمدن او انسانیت دښمنان دی. ایکاش پدی جګړو کی یواځی ټالیبان وژل کیدلی . ډیره د افسوس خبره ده چی د وچو په زور لانده هم سوځی. ډیر بیګناه کندزیان به هم دوی له ځانه سره وژلی او یا ټپیان کړی وی. د ملی اردو په لیکو کی هم له نیمایی نه ډیر پښتانه دی چی دواړو لوریو ته یی زیان دوی ته رسیږی.
د افغانستان ټول مظلوم خلک باید د کندوز له جګړی عبرت واخلی او نور د ټالیبانو په خبرو او تبلیغاتو ونه غولیږی. دوی له ځانه لری کړی او هیڅکله نور دوی ته مخه ورنکړی. زمونږ سیاسیون باید له دی جنګی تجربو زده کړی او د خپل ملت د نجات په خاطر نوی طرحی او پلانونه جوړ کړی.