و کال وړاندې د جان کري په منځګړیتوب او د افغان ولس د غوښتنو خلاف د ملي یووالي حکومت رامنځته شو. د دې حکومت رهبرانو نه یوازې چې خپلې کړې ژمنې پلې نه کړې، بلکې لوی لوی چانسونه یې هم له لاسه ووتل. پخوا که دوه سری حکومت په خلکو تپل شوی و، ولې دا ځل اوه سری حکومت په خلکو وتپل شو، د حکومت رهبرانو له پیله ځانونه په دېرو وړو او عادي کارونو مصروف کړل، بېلګه یې له ارګ څخه د آشپزانو شړل وو.
اوس چې هېواد په یوه ډېر بد حالت کې دی، حکومت باید د حل لارې چارې ولټوي او هېواد له دغه ناورین څخه وژغوري، خو د دې پر ځای چې هېواد له دغه حالته وژغوري، داسې بېځایه پرېکړې کوي چې هېواد لا د بد مرغۍ او بربادۍ په لوري ته سوقوي.
کوم هیئت چې ولسمشر د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په موخه وټاکو، دا د افغانستان په تاریخ کې یوه لویه تېروتنه وه، نومړي هیئت چې مشري یې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په غاړه وه، هېڅ کومه داسې اجنډا نه درلوده تر څو وکولای شي د افغانانو او افغان حکومت دریځ نړیوالو ته په ډاګه کړي. په دې کلني غونډه کې افغان پلاوي باید نړیوالو ته په ډاګه کړې وای چې پاکستان د ترورېزم ځاله یا هم مرکز دی او له نړیوالو یې په کلکه غوښتنه کړې وای چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې په پوره اخلاص سره مرسته وکړي، له نړیوالو یې د نورو مرستو غوښتنه کړې وای، له نړیوالو یې د افغان پوځ د سمبالولو غوښتنه کړې وای….. خو متاسفانه د ملي یووالي حکومت دا لوی چانس له لاسه ورکړ.
دویمه لویه تېروتنه د دې حکومت دا ده چې په لومړیو ورځو کې یې په پاکستان باور وکړ، په داسې حال کې چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې دا په ډاګه کړې چې د افغان حکومت او افغانانو دښمن دی، کله چې غني پاکستان ته ولاړ یوازنۍ غوښتنه یې له پاکستان څخه د سولې مېز ته د وسلوالو طالبانو حاضرول وو، پاکستان هم کلکه ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په دې پروسه کې به هر اړخیزه مرسته کوي، خو تر دې دمه هېڅ ونه شول او افغان حکومت د هند ملاتړ له لاسه ورکړ، هند له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په کلکه ژمنه کړې وه چې افعان ملي ځواکونه به په ښو او عصري وسلو سبالوي او له افغان حکومت سره به په نورو برخو کې هم مرسته کوي، کله چې دا موضوع د ملي یووالي حکومت ته پاتې شوه، نو دا حکومت ونه توانېد له هند څخه دا وسلې تر لاسه او د هند ملاتړ له ځان سره وساتي، دا هم لوی چانس و چې د ملي یووالي حکومت له لاسه ورکړ.
درېیم چانس په ځای پاتې دی، هغه هم روسیه ده، روس خپله اعلان وکړ چې که چېرې افغان حکومت له دوی څخه د مهماتو غوښتنه وکړي نو دوی تیار دي چې افغان ملي ځواکونه تجهیز کړي. نن روسي رسنیو خبر ورکړی چې روسیه افغانستان ته پوځي مهمات او څو دانې طیارې ورکوي، افغان رسنیو هم دې خبر ته انعکاس ورکړ، خو ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. د روس او امریکا اړیکې په دې وروستیو کې خورا کرکېچنې دي، روسیه وایي چې داعیش د امریکا یوه پروژه ده او غواړي د افغانستان له لارې دا ډله منځنۍ اسیا په ځانګړې توګه روسیې ته ځان ورسوي، نو له همدې امله یې یو ځل بیا له افغان حکومت سره د مهماتو او افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې د مرستې اعلان وکړ. اوس دا چې ولسمشر غني به د روسیې دا اقدام وستایي یا نه، لوی چانس دی که چېرې افغانستان دا چانس له لاسه ورکړ، نا امنۍ او جګړه به لار زور واخلي.