د ډېر کار په بدل کې لږ مزدوري ( اجوره ) ورکول. په یو چا باندې په زور کار کول او چاته د کار په مقابل کې مزدوري نه ورکول ټولو ته بېګار وايي. موږ ویلو شو چې کارونه که په بشپړه او ښه اجوره هم وي خو چې د فرد خپله خوښه او رضا نه وي پکې ، بېګار بلل کېږي.
بېګار ته په انګلیسي ژبه (corvee ) وايي. په پښتو کې موږ د بېګار توری نه کاروو. البته زموږ هغه پښتانه چې د ډيوریڼډ د پولې ها غاړې ته ژوند کوي د بېګار له ویی سره ښه بلد دي ځکه چې دوی د انګلیسانو تر سلطې لاندې په برتانوي هند کې ډېر وخت ژوند کړی دی. بېګار هندۍ کلمه ده او هند په سلګونه کاله د بریتانيي مستعمره و.
بیګار حکومتونه هم کوي او غیر سرکاري ادارې هم، افراد يې هم کوي او انجمنونه هم، لوړ پوړې دولتي کارمندان يې هم کوي او خانان او ملکان هم البته بټې او کچه يې خامخا لوی او واړه توپیرونه لري.
دچین لومړي امپراتور Qin Shah Gen د بېګار لپاره یو قانون وضع کړ. د چین مشهور دېوال او د لومړي امپراتور مقبره د همدې ( بېګار نیولو) د قانون له مخې جوړ شوي دي. د لرغوني مصر هرامونه هم د بېګار شوې خلکو د کار په نتیجه کې چمتو شوي دي. بېګار په فرانسه کې نژدې د فرانسې انقلاب (French Revolution تر راتګ او بریالیتوب((1789 پورې رواج درلود.
حکومتونه بېګار په عمومي ډول په بېړنیو حالاتو کې کوي د بیلګې په ډول په ټاکنو کې د ځينو هیوادونو چارواکي د عامو خلکو وسایط بېګاروي او د ټاکنو تر مرکزونو پورې د رايې ورکوونکو وګړو په لېږد رالېږد کې ورڅخه ګټه اخلي. دا چاره که څه هم تر یوه بریده د یوې لويې اړتیا په بڼه مشروع توجیه کېدای شي خو بیا هم بېګار بلل کېږي او د خلکو حقوق سلبول په دې موخه چې اړتیا ورته لیدل کېږي په هیڅ قانون کې نشته اما کله کله حکومتونه د ملي ګټو د خوندیتوب په خاطر دا چاره کولی شي.
زموږ په وطن کې تر ټولو په لویه کچه بېګار نا دولتي ادارې Non-governmental Organizations (NGOs) په مختلفو بڼو کوي.
نا دولتي ادارې یا موسسات له تمویلونکي اورګان څخه پروژې اخلي . د پروژو لپاره کارمندان ګماري او د هغوي پر مټ پروژې پلې کوي. موسسه چې له تمویلونکي څخه په کومه کچه د مامورینو د ګمارلو لپاره میاشتنی معاش تر لاسه کوي په همغه اندازه يې خپل کارمند ته نه ورکوي مانا دا چې په دې برخه کې بېګار کوي او د مامور له معاش څخه ښه غوښنه برخه څان ته ور ګرڅوي.
بل بېګار چې موسسه يې د خپل مامور په حق کې کوي دادي چې موسسه د ډېرو کارمندانو کارونه په یوه سړي کوي او د نورو کارمندانو معاش ځانته ګرځوي. په دې کې نه یواځي دا چې له مامور نه تر ټاګلي وخت زیات کار اخیستل کېږي بلکه د نورو مامورینو نومونه او غوښتنلیکونه د ځان لپاره د عوایدو په ترلاسه کولو کې کاروي. په موسسه کې (Local NGO) یو کارمند که شپه وي او که ورځ ،که رسمي وخت وي او که غیر رسمي وخت ،کارمند باید خامخا هغه کار چې دده د دفتر له خوا وِغوښتل شي بشپړ کړي که نه نو خیر يې نشته. دا ډول نا قانونه غوښتنې د بېګار ډولونه دي.
حکومت ته بویه چې د بېګار په ضد قانون جوړ او پلی کړي . او وګړو ته په دې هکله پوهاوی ورکړي. موسسات او نورې ادارې مجبور کړي چې له دې قانون څخه سر ونه غړوي. تر څو د وګړو حقونه سلب نشي. د وګړو د حقونو خوندي کول د حکومت دنده او مسولیت دی.
درنښت
Salamoonah;
Pa rasanyo ki mo losty wo che , d`Iran axondaan dderyo afghani kargerano bande saqil karuna kawi xo pa myashto yi mozd na verkavi; hatta aksara yi berta Afghanistan ta red-e marz kirry aw maddi aw ma`nevi BIGAAR yi kirry dey!. Hamda shan Penjabi pokistan ki; A`rabistan ki etc…
Ve ma a`leyna illel belaagh.