وزن په پښتو نظم کې د ټاکلو اهنګونو مجموعې ته وايي؛ خو دا وزن له کومه پيدا کېږي او څنګه يې معلومولاى شو، دا ډېره مهمه مساله ده.

موسيقي د همخرجو يا ګاونډمخرجو غږونو له منظم او نامنظم؛ خو محسوس تکرار نه پيدا کېږي؛ خو اهنګ په شعر کې پر ټاکلو څپو باندې له فشاره پيدا کېږي، چې دا اهنګ له ژبني اهنګ سره توپير لري.

دا معلومه خبره ده، چې زموږ د شاعرۍ وزن د عربي، پارسي او اردو له عروضو سره توپير لري. زموږ وزن ته څپيزخجيز(سيلابوتونيک) وايي، چې په شعر کې پر معلومو څپو باندې له فشاره پيدا کېږي.

وايي، چې عرب کله د پارس او اوسني افغانستان خوا ته راخپاره شول؛ نو د دوى شاعري ورته منثوره ښکاره شوه؛ خو د پارسي شعرپوهان په دې اند دي، چې تر اسلام مخکې موږ شاعري درلوده، چې وزن ىې لره؛ خو عربو د خپلو مشخصو وزنونو له مخې وتلله، چې د دوى په وزن برابره ونه خته؛ نو منثوره يې وګڼله، چې ىواځې غاړه پکې شته، له موسيقۍ سره ويل کېږي؛ خو منظومه نه ده. يو علت دا و، چې په پارسي شاعرۍ کې عربي عروض عام شول او وروسته اردو هم دا رنګ له پارسي او عربي واخيست.  شفيع کدکني په (موسيقى شعر) کې وايي: ”…چې هغې ته وزن وايو او د هر ژبې خلک د خپل شعر وزن احساسوي، چې ښايي د بلې ژبې ويونکى يې احساس نه کړي. همدا لامل دى، چې څه چې ايرانيانو ته موزون ښکاري، انګرېزانو ته موزون نه ښکاري، همداسې سرچپه”(شفيع کدکني، موسيقى شعر: ٩مخ). بل ځاى وايي: ”…د يادونې وړ ده، چې د هر ملت د کلمو رغښت د خپل شعر لپاره خپل وزنونه ايجادوي، چې د نورو ملتونو د شاعرۍ پر اوزانو باندې د تطبيق وړ نه وي…همدا علت دى، چې عربو چې دپارس د لرغونو شعرونو وزنونه نه شو درک کولاى، مسجع نثرونه يې ورته وويل او د باربد(د ساساني واکمن خسرو پروېز د دربار سندرغاړى) ټولې خسروانۍ(د خسرو و پروېز په دربار کې ويل کېدونکو سندرو ډول) او سندرې يې مسجع نثر وبللې.”(موسيقى شعر: ٤٠مخ)

دا چې زموږ پښتو شاعرانو له دولت لواڼي، مياشرف ننګرهاري، سمندر خان سمندر او يوه نيم نه پرته ولې په عربي عروضو شاعري ونه کړه، پوهانو يې لاملونه ښودلي دي، چې لوى لامل پکې پخپله د پښتو ژبې د کلمو بڼه ده.  په پښتو کې داسې کلمې شته دي، چې په ساکن پيلېږي. داسې کلسټرونه هم پکې شته، چې درې بېواکغږه پکې پرله پسې راغلي، ګنې دوه بيواکغږيز کلسټر باندې خو پکې کلمې پيل شوي، لکه لمر، خپل، زغم او…. کومو ګوتشمېر پښتو شاعرانو چې په پښتو کې په عربي عروضو شاعري کړې ده، هغوى بيا د داسې کلمو پرځاى عربي او پارسي کلمې کارولې دي.

د دې پرخلاف په عربي او پارسي کې په کلسټر پيلېدونکې کلمې نشته دي. دا ىو لامل دى، چې په عروضو ىې د پښتو شاعرۍ مخه نيولې ده؛ خو اساسي لامل نه دى، بلکې له نورو لاملونه سره يې په ګډه په پښتو شاعرۍ کې د عروضو مخنيوى کړى دى. اردو چې له پارسي او عربي نه په ژور اغېز کې شاعري پيل کړه، له دې دواړو ژبو نه يې ډېرې کلمې پورې کړې او داسې په اردو کې عروضو ته لار هواره شوه. په اردو کې د هندي او سانسکريت د جوګيانو وزنونه هم شته، چې ګومان کوم، ثناء الله ميراجي پرې څه نا څه شاعري کړې، ګنې ابن انشاء خو په جوګي وزن مشهور دى، چې يو دوه بيته يې دا دي:

انشاء جی اٹھو اب کوچ کرو، اس شہر ميں جی کو لگانا کيا

وحشی کو سکوں سےکيا مطلب، جوگی کا نگر ميں ٹھکانا کيا

اس دل کے دريدہ دامن کو، ديکھو تو سہی سوچو تو سہی

جس جھولی ميں سو چھيد ہوئے، اس جھولی کا پھيلانا کي

پر دې سربېره بل لامل دا هم کېداى شي، چې په پښتو کې په کلسټر ختمې کلمې کمې لرو؛ خو په عربي او پارسي کې په ساکن ختمې کلمې تر پښتو ډېرې دي. مثلا: زهد(zuhd)، چتر(chatr) او… چې پښتانه يې په (zuh∂d) او (chat∂r) لولي او د واول په زياتولو يوه څپه زياتوي او له دې سره عروضي وزن ماتېږي.

د پښتو کلمو فشار هم يو علت کېداى شي. په پښتو کې وييز(لغوي) فشار زياتره پر منځنيو او وروستيو  څپو راځي، چې دا د عربي او پارسي له پرديو عروضو سره نه لګېږي. ښايي، په هم دې لږه پښتو عروضي شاعرۍ کې به مو هم داسې کلمې ليدلې وي، چې شاعر يې د وزن لپاره لغوي فشار وربدل کړى وي.

خو د پښتو په خپلو وزنونو کې- چې د خپل چاپېريال زېږنده يې دي- شعري فشار  په شعر کې د لغوي فشار خيال ساتي  او نه يې بدلوي او نه څپه اوږدوي يا لنډوي.

تر ټولو لوى علت زما په اند، چې وزنپوهانو ورته توجه نه ده کړې، هغه ناشاعرانه يا بهرنى دى. وزن د ژبې او شعر خپل زېږنده نه دى، بلکې له بهره يا له طبيعته ورته راغلى دى. انسان چې بهر طبيعي اوازونه ليدلي، هڅه يې کړې، چې په ژبه باندې هغه اواز ادا کړي، مثلا: د اوبو شرهار يا د اسونو د پښو ترپا. وروسته وروسته يې هڅه کړې، چې د دې طبيعي اوازونو په امتداد کې ژبني عناصر وپېيي. د عربي عروضو د لوى عالم خليل ابن احمد فراهيدي په اړه مشهوره ده، چې د اوښانو د پښو له ترپا نه يې  هم وزن راايستلى. موږ وينو، چې له شعر يا نظم نه په موسيقۍ کې سندره جوړېږي. موسيقي د اواز هنر دى. يو شعر که مانا لري، وزن هم لري؛ نو چې کله په شپېلۍ يا سيتار کې هغه شعر وايو، نو مانا يا ژبنى اړخ خو يې ختم شي؛ خو وزن او اهنګ يې پاتې شي، له دې نه ښکاري، چې وزن له بهره شاعرۍ ته راغلى دى او بېلابېل ژبني توکي يې سره پېيلي او نظم يې ترې جوړ کړى دى.

نو که وزن له بهره شاعرۍ ته راغلى، بيا د هرې جغرافيې او د دې له مخې د هر فرهنګ خپل وزنونه وي، ځکه وسايلو او ذهنيت يې توپير لري؛ نو (مفاعلن مفاعلن مفاعلن) که د عربي طبيعت يا د اوښانو له پښو زېږېدلى وزن دى، د پښتنو وزنونه ښايي د سيليو، د اوبو له شراره او نورو زېږېدلي وي. طبيعت چې پر انسان اغېز کوي، د ده پر ژبه يې هم کوي. د هرې جغرافيې ژبه له خپلې سيمې سره ارتباط لري. وروسته وروسته چې په شاعرۍ کې دا وزنونه خپاره شوي، د ټاکلې سيمې له ژبې سره يې سازښت کړى دى او داسې يې معلوم وزنونه زېږولي دي. اوس نو که د يوې سيمې وزنونه د بلې سيمې پر شاعرۍ تطبيقوو، لومړى به همغسې ټکر رامنځته کېږي لکه د پارسي او عربي عروضو ترمنځ چې رامنځته شو؛ خو پارسي شاعرۍ د خپل ګړندي تحولي خصوصيت او درې د خواجوي کرماني غوندې شاعرانو په مټ له زحافاتو سره عربي عروض ومنل؛ خو پښتو ژبې چې په ورو تحول مشهوره ده ، له عربي عروضو سره سازښت ونه کړاى شو او په خپلو پخوانو وزنونو کې پاتې شوه. زما په اند د پښتو شاعرۍ او عربي عروضو ترمنځ لويه ستونزه همدا ده. تاسې د عربي د يوه شعر په وزن د پښتو د يوه بيت د ويلو هڅه وکړئ، وبه وينئ، چې د پښتو ژبې طبيعت ورسره جوړ نه دى. همداسې د عربي شاعرۍ هم درواخلئ، ځکه هغوى ته زموږ شاعري منثوره ښکارېده.

خو دا خبره معلومه ده، چې له بهره راغلي دا ساده اوازونه وروسته په شاعرۍ کې -چې ژبنى شکل يې موندلى او شاعرانو ورته ارادي پام کړى- پېچلي شوي، غځېدلي او له دې پېچلتيا او غځېدلو نه يې نور وزنونه پيدا شوي. په پښتو کې داسې ډېر دولس څپيز وزنونه شته، چې بل رکن ورپسې ورزيات کړى؛ نو شپاړس څپيز وزن ترې جوړ شي، همداسې اته څپيز، يوولس څپيز او… هم درواخلئ. مطلب، د وزنونو زياتوالى بيا د شاعرۍ د خپرېدو او غوړېدو کمال دى.

د وزنونو ترمنځ ګډېدا، په ځينو شعرونو کې له عروضي وزنونو نه د ناعروضي پښتو شاعرانو استفاده  او کله ناکله د عربي او پښتني چاپېريال ترمنځ د تقريبا د ورته لومړنيو طبيعي اوازونو شتون هغه علتونه دي، چې زموږ پوهان يې د عروضو او پښتو وزنونو ترمنځ متردد کړي؛ خو دا خبره معلومه ده، چې د پښتو شاعرۍ وزن له عروضي شاعرۍ سره جوت توپير لري. د عروضو شاعري د معلومو او مخکې له مخکې ټاکلو وزنونو له مخې ده؛ خو پښتو وزنونه لري؛ خو مشخص شوي او نومونه ورته نه ده ايښودل شوي، ځکه نو موږ د فشار او څپې له مخې خپل وزنونه معلوموو.

زما په اند په عربي او پارسي کې د عروضو د علم د غوړېدا يو علت دا و، چې وزن پخوا ډېر شاعرانه ارزښت لاره، بلکې شاعرۍ تر نثره ډېر ارزښت لاره؛ خو بل علت يې د اهم و، چې که څوک شاعري کوي، چې په دې وزنونو کې يې وکړي، ګنې بيا به يې شاعري منثوره ګڼل کېږي.

په پښتو کې چې د شعر وزن مشخصوو، شعري فشار به معلوو، چې پر کومه څپه دى. څرنګه چې په عربي کې د مفاعيلو له مخې تقطيع کېږي، په پښتو کې د څپو د شمېر له مخې تقطيع کېږى، چې لومړى د هرې مسرې څلور څلور څپې بېلې شي او بيا په لومړي رکن کې فشار معلوم شي، چې پر کومه څپه دى، بيا همدا فشار په ورپسې رکن هم وازمايل شي، چې سم مې تفکيک کړى که نه.

د څلورو څلورو څپو بېلول راته وايي، چې په پښتو کې تر څلورمې څپې فشار نه اوړي، ځکه انسان دومره اوږده سا نه لري‎. داسې، په هر شعر کې په لومړۍ، دويمه، درېيمه يا په څلورمه څپه فشاره راځي، چې موږ يې دلته د لومړۍ څپې له فشاره پيلوو او تقطيع کوو؛ خو يوه خبره ده، چې فشار پر کومه څپه راشي، هغه په زور سره ويل کېږي؛ خو په نورو څپو کې لوستونکى بيا هغه زور نه شي تطبيقولى:

  1. د لومړۍ څپې فشار:

پروفيسر رحمت الله درد وايي:

زړه کې محبت او سپينه خوله کې اور=  زړه کې محب/ات او سپينه/ خوله کې اور

کاڼي کې اوبه او په اوبه کې اور= کاڼي کې او/به او په او/به کې اور

په پاسني بيت کې وينو، چې فشار په هر رکن کې پر لومړۍ څپه(زړه، ات) دى، يعنې لومړۍ څپې په زور سره لوستل کېږي.

په پاسني بيت کې په (زړه) پسې جوخت(کې) راغلى او دويمه څپه يې جوره کړې، همداسې په دويم رکن کې په (ات) پسې جوخت (او) راغلى. (کې) او دغسې نور ناخپلواک مورفيمونه چې په جمله کې په کلمو پسې نه نښلي، نه ګرامري فشار اخلي، نه شعري فشار او دا راسره د پښتو شعر د وزن په معلومو کې مرسته کوي. بيت چې تقطيع کوو، په ټولو رکنونو کې ښايي نامستقل ژبني توکونه مشخص کړو او له دې اندازه ولګوو، چې فشار په ټولو رکنونو کې په دې څپه نه دى. کله داسې هم کېداى شي، چې شاعر په کوم ناخپلواک جز(لکه، غوندې، کې او…) باندې فشار راوستى وي، بيا موږ د دغو توکونو له مصنوعي تلفظ نه اوچت پوهېږو، چې شاعر خجن کړي دي. دا لاندې منظومه مسره يې يو مثال کېداى شي، چې په (لکه) باندې فشار راغلى دى:

لکه چې څوک بند وي دېوالونو کې

د لومړۍ څپې د فشار په اړه د خاطر اپريد شعر دى:

دَرېغه چې دا/سَتا د اننګ/و َخوله هم/زه واى

پرَخې ته چې/ګَورم د ګو/لَونو په سه/رونو

د  خاطر په شعر کې لومړى فشار ازمايو، چې په لومړۍ څپه دى. بيا وينو، چې په لومړي رکن کې درېيمه څپه(چې) جوړه کړې، دويم رکن کې (د) ناخپلواک توک په دويمه څپه کې راغلى، په درېيم رکن کې وينو، چې څلورمه څپه کې د (هم) ناخجن توک راغلى، چې  مستقل توکونه نه دي؛ نو پوهېږو، چې په درېيمه، دويمه او څلورمه څپه باندې فشار نشته. پاتې شوه لومړۍ څپه؛ نو لومړۍ څپه زور اخلي، فشار پرې راغلى ، ځکه نو پر لومړۍ مسره باندې فشار دى. همدا خبرې تاسې د همدې بيت په دويمه مسره تطبيق کړئ، هم سمې راخېژي.

د درد او خاطر د بيتونو په اخر کې په ترتيب سره درې(خوله کې اور، به کې اور) او دوه څپې(زه واى، رونو) نورې هم دي، چې رکن نه پوره کوي؛ نو خج نه اخلي او لکه د لنډۍ د (مه او نه) غوندې يواځې د پيل کړي اهنګ د تکميل لپاره راوړل کېږي او که حذف شي، ښايي وزن مات نه کړي؛ خو اهنګينه خوږلني پکې احساسوو. د همدې لامل له مخې په پښتو کې داسې غزلونه ډېر دي، چې له مطلع پرته د هر بيت لومړۍ مسره څوارلس او دويمه پينځلس ده يا لومړۍ پينځلس او دويمه څوارلس ده. د رحمان بابا لاندې بيت او همدا پوره غزل يې هم يوه بېلګه ده، چې لومړۍ مسرې يې دولس او دويمې يې يوولس دي او فشار  يې په درېيمه څپه راغلى دى:

زه رحمان د محمد د در خاکروب يم

که مې خداى نه کا له دې دره جدا

په پښتو وزنونو کې چې پر کومه کلمه شعري فشار راغلى وي، هغه د کلمې له خپل وييز فشار سره غاړه غړۍ کېږي او دا هم يو علت دى، چې په پښتو کې خپل وزنونه چلېداى شي. د خاطر اپريدي په بيت کې که د (پرخې) پرځاى-چې لغوي او شعري فشار دواړه يې پر لومړۍ څپه راغلي- (شبنم) راوړو؛ نو وينو، چې د شبنم خپل فشار هم خوځېږي. په (شبنم) کې فشار په دويمه څپه دى؛ خو د شعر د وزن له امله لومړۍ څپې ته تښتي او (شبنَم)، (شَبنم) تلفظ کېږي:

شبنم ته چې ګورم د ګلونو په سرونو

په يوه ژبه کې د ډېرو مترادفو کلمو شتون شاعر ته دا اساني جوړوي، چې د يوې کلمې پرځاى بله انتخاب کړي. د (ډبرې) پر ځاى( تيږه) انتخاب کړي يا سرچپه.

په يوه رکن کې مو چې پر يوه جز فشار احساس کړ، ورپسې مو په ټولو رکنونو  ناخپلواک توکونه بېل کړل او پوه شوئ، چې په دې دوه څپو کې پر يوه فشار دى؛ نو بيا که درته په يوه رکن کې د يوې دوه څپيزې خجنې کلمې خپل وييز(لغوي) فشار معلوم وي، په اسانه پوهېږئ، چې په دې شعر کې فشار پر دغه څپه راغلى. مطلب مې دا دى، چې وييز فشار هم راسره د شعري فشار په پېژندلو کې مرسته کولاى شي.

په دې سروکي کې هم په لومړۍ څپه فشار دى:

مورې د جا/نان کډې با/رېږي

زه ورسره/ځمه

کله مې مه/ين زړګى صب/رېږي

  1. د دويمې څپې فشار:

د اتل افغان بيت دى:

تر څو چې به/ د لمر وړانګو/کې نه ومه/بندي

زما د تن/ سايه به تر/ هغې نه ښکا/رېده

که پاسني اصول په دې بيت تطبيق کړو. په هر رکن کې پر يوه څپه زور يا فشار احساس کړو او په لومړي رکن کې په لومړۍ څپه کې(تر)، په درېيمه څپه کې (چې) او په څلورمه څپه کې (به) ناخپلواک او ناخجن توک  ته وګورو؛ نو په اسانه پوهېږو، چې فشار په دې ټول بيت او بيا په دې ټول غزل کې پر دويمه څپه راغلى دى.

  1. د درېيمې څپې فشار:

خوشال وايي:

و عاشق ته/ نصيحت په/ مثال څه دى/

لکه اور په/ پوکولو/ تازه تر شي/

د عبدالقادر خان خټک بيت دى:

څوک دې تمه/ د ادب له/ ما نه نه کړي/

څه غرض د/ لېونيو/ له ادبه/

د ازاد نظم په لاندې څو مسرو کې هم پر درېيمه څپه فشار راغلى دى:

هه سړىَ خو/ نه فرهاَد دى/ نه مومَن دى/

چې بېتابه/ورپسې وي/ د چا سترګې/

د چا ګوتې/ يې په لمس په/سې ړندې وي/

هه سړى په/دېوالونو/ پسې مړ دى/

اوس که همغه اصول دلته هم تطبيق کړو، پوهېږو، چې فشار په دې شعرونو کې په درېيمه څپه دى. د خوشال په بيت کې د (عاشق) پر دويمه څپه فشار احساسوو. تر عاشق مخ او شا ته دوه ناخجن توکونه راغلي؛ نو پر (عاشق) فشار دى او په (عاشق) کې وينو، چې وييز فشار يې په دويمه څپه دى او د (عاشق) د کلمې دويمه څپه د مسرې د لومړي رکن درېيمه څپه ده، ځکه وايو، چې پر درېيمه څپه پکې فشار راغلى دى.

  1. د څلورې څپې فشار:

د مرحوم رحمت الله درد بيت دى:

ناصحه ته/ به مې همدرد/ وې خو همدرد/ نه لګې

هغه قاتل/ به مې دوښمن/وي خو دوښمن/ نه لګي

په دې بيت کې د لومړۍ مسرې په لومړي رکن کې د (ته) پر شخصي ضمير او په دويم رکن کې د (همدرد) په دويمه څپه فشار راغلى. د دويمې مسرې فشار يې هم په څلورمه څپه دى.

د حسينه ګل تنها شعر دى:

موږه د خپه/ لو خوش فهمو/ په څلو و/ژړوي

حقيقتو/نه فيصلې/ څومره سنګي/نې کوي

په لاندې ولسي سندره کې هم پر څلورمه څپه فشار دى:

زه به دا ستا/د قدم خا/ورې ښکلوه/مه

جانانه تا/ به يادوه/مه

موږ دلته د قافيه وال شاعرۍ بېلګې هم راوړې او د ازادې هم او د ولسي هم. دا راته وايي، چې د پښتو څپيزخجيز(سيلابوتونيک) سيسټم د پښتو په هر ډول شاعرۍ باندې د تطبيق وړ دى.

په ازادو نظمونو کې کله له يوه پلوه قافيه ضرور نه وي، له بل پلوه پکې د څپو مشخص شمېر هم مهم نه وي؛ خو فشار پکې پر معلومو څپو وي او که له معلومو څپو نه وخوځېږي، وزن يا ماتېږي يا بدلېږي. په ازاد نظم کې هم هره مسره يا کرښه همدغسې تقطيع کوو.

په پښتو کې څلور څپې يو رکن وي؛ خو د دې مطلب دا نه دى، چې په پښتو کې يواځې څلور ډوله وزن دى. د لومړۍ څپې په فشار کې د رحمت الله درد او خاطر اپريدي بيتونه په دوو مختلفو وزنونو کې دي او دا راته وايي، چې په پښتو کې نور وزنونه هم شته. په دې بنسټ، ويلاى شو، چې په پښتو کې د وزنونو توپير او ډولونه د فشار پر بنسټ نه، د اهنګ او څپو پر بنسټ ټاکل کېږي.

د کلمو له انسجام نه بېلابېل اهنګونه پيدا کېږي او پر بېلابېلو کلمو باندې له فشاره بېلابېل اهنګونه راوځي، ځکه نو همڅپيزه وزنونه يو ډول نه وي.

له بل پلوه د اهنګونو او وزنونو په اختلاف کې د څپو شمېر هم نقش لري. که په ځينو دولس څپيزو غزلونو کې يو رکن بل ورزيات کړو، شپاړس څپيز غزل ترې جوړېږي، چې د وزن او اهنګ له پلوه له لومړي سره توپير لري. په پښتو وزنونو يا شاعرۍ کې د عروضو پر خلاف د غځولو او راکمولو وړتيا شته ده. ښايي، د همدې دولس څپيز غزل يو رکن راکم کړو، اته څپيز غزل به ترې جوړ شي، چې د دولس څپيز او شپاړس څپيز غزل له  وزن سره به توپير لري او بېل وزن به وي.

زيار صاحب، په بدل مېچ کې وايي، چې په لارغه(وقفه) باندې هم بېلابېل وزنونه جوړېږي، چې موږ يې د ممتاز اورکزي په شاعرۍ کې ډېر وينو.

په دې ډول په پښتو کې تر عربي او پارسي شعر ډېر په سلګونه وزنونه دي.

—————————-

په تاند کې د ښاغلي ښکلي ځینې نورې لیکنې:

د مطلقو فعلونو املا،  د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر،جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه ، معما مو اوس ولي نه لګي، ازاد نظمونه ، منحصره ژبه، د شاعر ایډیل کرکترونه، غیررسمي ژبه،  شعر و نظم، لاهو کېدل ، هنر او زموږ ماورالطبیعت، د هنر تار، موسیقي او اهنګ ، اساسي پوښتنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *