تاند- د امریکا دفاع وزارت /پینتاګون/ وايي چې په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د امریکايي الوتکې د بمبارۍ په نتیجه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته تاوان ورکوي.
د پینتاګون ویندوی پیټر کوک پرون ناوخته وویل:«د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باور لري چې د افغانستان په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکترانو د روغتون د غموونکې پېښې د قربانیانو کورنیو ته باید پام وشي.»
ده دا هم وویل چې د امریکا متحد ایالتونه به د بې پولې ډاکترانو ټولنې ته هم پیسې ورکړي.
کوک دغه راز ویلي:«په افغانستان کې امریکايي پوځیان دا واک لري چې د غمرازۍ او خواخوږۍ لپاره د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي او د روغتون د بېرته جوړولو لپاره هم پیسې ورکړي.»
ده دا هم وویل چې که زیاتو پیسو ته اړتیا وه د اضافي پیسو د ورکولو لپاره به له کانګریسه اجازه واخلي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دې پېښّه د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د افغانستان له ولسمشر او د بې پولې ډاکترانو له ټولنې بخښنه غوښتې ده.
د بې پولې ډاکترانو ټولنه ټینګار کوي چې د دې پېښې په اړه دې بې پرې نړیوالې پلټنې وشي.
ویل شوي چې د کندوز په دې پېښه کې دوه ویشت تنه ډاکتران او ناروغان وژل شوي خو ځیني نور راپورونه وايي چې ممکن تر دې زیات کسان وژل شوي وي.
د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي چې په دوه ویشت تنو وژل شویو کې ۱۲ تنه د دوی کارکوونکي دي.