د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن هند ته د خپل سفر په ترڅ کې هندي چارواکو ته له وسلهوالو طالبانو سره د خبرو اترو پرمختګ په برخه کې ډاډ ورکړی دی. بایډن، چې هند ته په څلور ورځیني سفر تللی د تېرې اونۍ په وروستیو کې یې هڅه وکړه، څو د افغانستان د سولې لړۍ پر سر د هند اندېښنې لرې کړي.
د نوموړي په وینا له وسلهوالو طالبانو سره به هغه مهال سوله وشي، چې د افغانستان د اساسي قانون منلو سربېره د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او له القاعده شبکې څخه لاس پر سر شي.
بایډن ویلي : «پوهېږم چې له طالبانو سره د پخلاینې په اړه د امریکا د دریځ په باب یو لړ پوښتنې شته. غواړم چې دا واضح کړم، موږ تل د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د داسي پروسې ملاتړ کړی چې په نتیجه کې یې طالبان له القاعده سره د تل لپاره اړیکې وشلوي، جګړه ودروي، د افغانستان اساسي قانون ومني او د ښځو او نارینه وو مساوات ومني.»[1]
له وسلهوالو طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو د هند اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې، چې د امریکا له لوري په قطر کې وسلهوالو طالبانو ته دفتر پرانیستل شو. اما اصلي پوښتنه دا ده، چې د هندي چارواکو د اندېښنې اصلي لامل څه دی؟ او څنګه کېدای شي دغه اندېښنې له منځه یوړل شي؟
په افغانستان کې د طالبانو له پرځېدو څخه وروسته تر دېمهاله هند شاوخوا دوه ملیارډه ډالره لګولي او د دغو مرستو ډېری برخه په پراختیايي پروژو کې مصرف شوي دي. د افغان دولت له پیاوړي کولو او د افغانانو په ژوند کې د بدلونو راوستلو سربېره د دغو مرستو اصلي د هند د نفوذ پراختیا ده.
هند غواړي په افغانستان کې د خپل اصلي سیال؛ پاکستان پر وړاندې پراخ نفوذ ولري او دغه هېواد ونه شي کولای د هند ګټې وننګوي.
وسلهوال طالبان د پاکستان له پراخ ملاتړ څخه برخمن دي او تر ډېره بریده فعالیت یې د پاکستان څارګرې ادارې (آی اس آی) په خوښه تر سره کېږي. د سولې په خبرو اترو کې هم پاکستان پر طالبانو پراخ نفوذ لري. دغه نفوذ کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز په څرګندونو کې په ښه توګه څرګندېدای شي.
سرتاج عزیز وویل، چې پاکستان پر طالبانو باندې تسلط (!) نه لري؛ خو پر دغې ډلې نفوذ لري او کولای شي د دغه نفوذ په کارولو سره وسلهوال طالبان افغان دولت ته د سولې خبرو اترو په موخه حاضر کړي.
د هند اصلي اندېښنه دا ده، چې له افغان دولت سره د وسلهوالو طالبانو جوجاړي په صورت کې به د طالبانو په جامه کې د پاکستان ګټې خوندي او نفوذ به یې پراخ شي، چې دا خپله د هند لپاره جدي ننګوي رامنځته کولای شي.
له وسلهوالو طالبانو د پاکستان دریځ، چې تر ډېره بریده امریکا هم ورسره همغږې ده طالبانو ته د یو شمېر ولایتونو ورکړه ده. پاکستان لدې لارې غواړي، څو په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ او د بلوڅ بېلتونغوښتونکو او پښتونملتپالو فعالیتونه په ټپه ودروي. همداراز پاکستان لدې لارې غواړي، چې د هند نفوذ کابو کړي.
د پاکستان دغې طرحې په پلي کېدو سره به د هند ټولې مرستې بېځایه لګول شوي وي او د تېرو کلونو په اوږدو کې ټول فعالیتونه به یې په ټپه ودرېږي، چې د هند لپاره د منلو وړ نده.
په سیمه کې هند د امریکا نږدې ملګری هېواد دی او د د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه سوداګريزې راکړې ورکړې شتون لري. په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ځینې ستونزې رامنځته شوي، چې د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې هند ته د امریکا مرستیال ولسمشر دغه سفر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو هواري په موخه دی.
امریکا نه غواړي، چې خپل دغه متحد له لاسه ورکړي؛ ځکه له یوه لوري پراخې خپلمنځي سوداګریزې اړیکې لري او له بل لوري په سیمه کې ستر متحد یې دی. د همدې لپاره امریکا هند ته له وسلهوالو طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې وضاحت ورکړی دی.
اوسمهال هغه شرایط، چې د امریکا مرستیال ولسمشر له لوري هندي چارواکو ته له وسلهوالو طالبانو سره د سولې خبرو اترو په تړاو ورکړل شوي دي شونې نه برېښي؛ ځکه طالبان د افغانستان اساسي قانون نه مني، تر ډېره بریده د ښځو له هغو حقونو څخه، چې اوسمهال ترې برخمنې دي مخالف دي او له القاعده شبکې څخه بېلوالي ته هم چمتوالی نهلري.
امریکا له دوو لارو کولای شي وسلهوال طالبان د سولې خبرو اترو ته حاضر کړي: لومړی پر پاکستان د فشارله لارې، څو پاکستان پر وسلهوالو طالبانو له خپل نفوذ څخه استفاده وکړي او دویم له وسلهوالو طالبانو سره د امریکا نېغ په نېغه خبرې اترې.
شونې ده لومړۍ برخه، چې پر پاکستان فشار دی د هند له مخالفت سره مخ شي. لدې امله امریکا د دې لپاره، چې توانېدلي و اوسي په سیمه کې خپل ستر متحد (هند) له لاسه ورنه کړي کولای شي نېغ په نېغه له طالبانو سره په اړیکه کې شي او له افغان دولت سره خبرو اترو ته یې چمتو کړي.
د وسلهوالو طالبانو له لارې د پاکستان له نفوذ د څخه مخنیوي په موخه هند ته هم دوه لارې شته دي: لومړی دا، چې پر افغان دولت فشار راوړي او خپلې مرستې پرې بندې کړي، څو د طالبانو له لارې د پاکستان نفوذ ټینګ نه کړي؛ هغه څه، چې تر دېمهاله د افغان دولت له لوري ندي منل شوي، او دویم پر امریکا فشار راوړي. هند کولای شي له امریکا سره د سوداګریزو راکړو ورکړو په کمولو سره پراخ فشار راوړي.