په پټه او ښکاره په دې وروستیو کې د شمال ټلوالې مشرانو د یو او بل په کور کې ناستې کولې چې ډیری دغه ناستې د استاد سیاف په کور کې د هغه په مېز جوړېدې.
مونږ چې له دې لیدنو څه ناڅه خبرېدو داسې مو انګېرله چې ګواګې دغه خلک د ملي یووالي حکومت پر وړاندې سیاسي اپوزیسون جوړوي، ځکه چې دوی په حکومت کې څو ځله دواک غوښتو غوښتنې په بدمعاشۍ سره مطرح کړې او ملت ته یې داسې وښووله چې ګواکې اشرف غني مجاهدین له سیاسي صحنې د باندې کوي.
دا خبرې څوځله استاد سیاف او د شمال ټلوالې مشرانو په حکومت په هغو غونډو کې وکړې چې د اسلامي جمعیت د شهیدانو په ویاړ د حکومت په پیسو جوړې شوې وې.
استاد سیاف حکومت په دې غونډو کې وننګوه چې په روانو حالاتو کنټرول نه لري چې ان دښمن ورته د حکومت تر زنې لاندې رارسېدلی.
د پنځم ستون خبره په لومړي ځل په افغانستان کې استاد سیاف وکاروله او په دې تړاو یې حکومت په ځان شکمن کړ چې ریښتا هم په نظام کې داسې کړۍ شته چې د دوی پرضد د حکومت په بڼه کار کوي.
د ولسمشر ادارې دې خبرداریو پر وړاندې خوله تړلې وساتله خو یوازې ملي امنیت وویل چې دوی په دې تړاو پلټنې کوي .
دا په اصل کې د جهادي ټلوالې په حکومت یو فشار وه چې وښیي دوی کولای شي د حکومت پر وړاندې د کمزورتیاوو په پلمه خلک را وپاروي.
اوس ښکاري چې دې معاملو ته په کتو ولسمشر محمد اشرف غني سوکه سوکه خپله سیاسي حوصله له لاسه ورکوي او نور د دې توان نه لري چې د پخوانیو په اصطلاح جهادي مشرانو او سیاسي څېرو سره چڼې ووهي.
اوس د ژوندون یو راپور چې تازه د دوی په ویب پاڼه خپور شوی راغلي چې ولسمشر اوس د جهادي مشرانو سره پټې معاملې پیل کړي دي.
اوس ځينې داسې راپورونه شته دي چې نظار شورا د پخوا په څېر د خپلو نورو امتيازاتو لپاره کار د جهادي شورا تر نوم لاندې امتیازات اخلي.
باوري سرچينو ژوندون ته ویلي د نظار شورا مشرانو اشرف غني ته خپل نوي شرايط وړاندې کړي چې دا لاندې شرايط په کې شامل دي:
۱- په دفاع وزارت کې به د بسم الله محمدي د۳۰۰مليونو ډالرو د اختلاس دوسيه تړل کېږي.
۲- عتيق الله بريالی به د کورنيو چارو وزارت د امنيتي معين په توګه مقررېږي.
۳- يونس قانوني به د سولې د عالي شورا د رئيس په توګه مقررېږي.
۴- بسم الله محمدي به د ملي امنيت شورا دفتر د مرستيال په توګه مقررېږي.
۵- استاد سياف به د جهادي شورا به راس کې وي، مشورې او وړانديزونه به يې منل کېږي.
سرچینې دغه راز ژوندون ته ویلي که اشرف غني پر لومړي ګام کې شرايط ومني، نو بيا به دوی د حکومت د همکارۍ په باب فکر وکړي او له حکومت سره به د نورو کارونو په باب به راتلونکي کې وخت پر وخت پرېکړه کوي.
اوس که چېرته دغه څه کېږي دا د افغانستان د خلکو او د دې هېواد په خیر نه دي دې ډلې ملت ته د ازموینې پارچې حل کړي او نور دغه خلک د ولس په منځ کې محبوبیت نه لري او نه هم څوک د دې لوټمارو په خوله پیاز سپینوي.
مونږ په دې برخه کې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په زړه پولۍ درولې وې اوس که غني د هغه په پل قدم ږدي له دې ملت سره خیانت کوي.