د میدان وردګو ولایت والي په نوښت د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت  کې د تلې میاشتې په ۲۲مه نیټه،چې د اکتوبر له څوارلسمې نیټې سره سمون خوري په دغه ولایت کې د مڼو درې ورځنی نندارتون جوړیږي .

دغه نندارتون د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د غازي کریم خان د غونډو په تالار کې جوړیږي،چې په کې به د دغه ولایت پانګوالو،باغدارانو او یو شمېر نورو له لورې بېلابېل ډولونه مڼې نندارې ته وړاندې شي،چې د راتلوونکې اونۍ چهارشنبه،۵ شنبه او جمعه به ترې بېلابېل چارواکې ، سوداګر او ګڼ شمېر نور لیدنه وکړي .

د دغه نندارتون په ترڅ کې به همدا راز هغه محصولات هم نندارې ته وړاندي شي،چې په میدان وردګو ولایت کې تولیديږي .

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل له دغه نندارتون جوړېدو څخه یې موخه نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانستان پانګوال،سوداګر او نورې مرسته کوونکې ادارې د میدان وردګو ولایت له محصولاتو څخه خبرول دي .

هغه زیاته کړه، د دغه نندارتون په پرانستې سره به هڅه وکړي،چې د میدان وردګو ولایت محصولاتو په ځآنګړې ډول مڼو لپاره ښه بازار موندنه پیدا کړي .

هغه نن د تلې په ۱۹مه د پانګوالو او سوداګرو سره په جوړه شوې غونډه کې له دوی غوښتنه وکړه،چې د میدان وردګو ولایت د محصولاتو په برخه کې پانګه اچونه وکړي او همدا راز په دغه برخه کې سوداګریزې چارې ترسره کړي .

په جوړه شوې غونډه کې یو شمېر پانګوالو او سوداګرو هم ژمنه وکړه،چې دوی به هم د یاد نندارتون په جوړېدو کې بشپړه همکاري وکړی او همدا راز به ځینې محصولات نندارې ته هم وړاندي کړي.

دا لومړی ځل دی،چې په میدان وردګو ولایت کې د دغه ولایت د محصولاتو په ځآنګړي ډول د مڼو لپاره لوی نندارتون جوړیږي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *