تاند- په پلازمېنه کابل کې به یو نوی سپورتي کمپلکس، چې څو لوبغالي به ولري، د ۲۷۰ ملیون ډالرو په لګښت جوړ شي.

دا لوبغالی، چې د تمرینونو او نړیوالو او کورنیو مسابقو لپاره به وي، د کابل ښار په لمنو کې جوړېږي.

مشهوره سندرغاړې مژده جمالزاده د دغه لوبغالي لپاره د پیسو ټولولو د بنسټ ویندویي او د عامه اړیکو مشري کوي.

دې د امریکا ږغ اشنا راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت د دې پروژې ملاتړ کوي او د امریکا د متحدو ایالتونو هم رسماً د مرستې ژمنه کړې ده.

د دې په وینا پر دې پروژې به ۲۷۰ ملیون ډالره لګښت راشي او دا پیسې به د مشهورو امریکايي لوبغاړو په مرسته ټولې شي.

د اغلې جمالزاده په وینا د دې پروژې لومړنی بسپنه ورکوونکی به د بوکس نړیوال اتل امریکايي لوبغاړی محمد علي کیلې وي.

په دغه سپورتي کمپلیکس کې به د محمد علي کیلې په نوم یو مرکز هم جوړ شي.

د کمپلیکس لپاره به د پیسو ټولو هڅې په اروپا، کاناډا او نورو هیوادونو کې هم وشي.

په دغه سپورتي کمپلیکس کې به روغتون، د ماشومانو وړکتون او یو کلینیک هم شامل وي.

افغانستان حاضردمه د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله خورا لږ سپورتي میدانونه او لوبغالي لري. حتي په ټول افغانستان کې یو معیاري لوبغالی نه شته چې نړیوالې مسابقې پکې وشي.

افغانستان د کرکټ هغه مسابقې چې باید په خپله خاوره کې یې وکړي، د متحده عربي اماراتو په شارجه کې کوي او د فوټبال ټیم وروستۍ څو مسابقې په ایران کې وکړې او په تېرو کلونو کې یې په تاجکستان کې کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ