دفراه ولایت دمحکمي ودانې چی دراون کال دحمل دمیاشتي پر ۱۴ نیټه دیو لړ تروریسټي حملو په جریان کي تخریب شوي وه نن رسما افتتاح او ګټي اخیستني ته وړاندي شوه.
غونډه دهمدي ریاست په انګړ کي جوړه شوي وه چي په لسګونو فراهي اوسیدونکو قومي مشرانو،ملکي اونظامي ریسانوګډون درلود.غونډه دقران عظیم الشان په تلاوت پیل شوه ورپسي مولوی شمس الرحمان ریس خیل، بیا دفراه ولایت والی الحاج محمد عمرشیر زاد او دولایتی شورا ریس دموضوع په اړه خبري وکړي.
مولوی شمس الرحمان دخپلو خبرو په ترځ کي وویل یاده ودانی چي دحمل پر ۱۴ نیټه تخریب شوه دهیواد دښمنانو نشو زغملای ځکه دلته حق اوعدالت ترسره کیدي دلته قانون پلی کیدی، له نیکمرغه دادی نن دغه دوانی ګټي اخیستني ته وړاندي کیږي او پر خپلو خلکو غږ کوم چي دپخوا په څير کارونه ژر تر ژره پیلیږي ترڅو دهرچا حق ورته ورسیږي.
ورپسي دفراه والی الحاج محمد عمرشیرزاد خبري وکړې اوزیاته کړه ترهرڅه وړاندي دشهیدانو روح ته ددعاکوم او هغه تعداد زخمیان چي تراو سه دناروغۍ پر بستر دې دلوی خدای (ج) دعاجلي شفا غوښتنه کوم .شیر زاد وویله دحمل ۱۴ یوه دردیدونکی پیښه وه چي دځاني تلفاتو ترڅنګ یی مالي تاوانونه هم واړوله، خو موږ دخپل هیواد او خپل ولس په خاطر هرې سرښندني ته چمتو یو. موږ غواړو خپل ولس ته دهمدي مرکز یا همدي اداري له لاري چي حق حقدار ته ورکول کیږي کار وکړو. دلته قانون پلي کیږي او ددي مقدسي دندي په خاطر هري قرباني ته چمتو یو دفراه والی یو ځل بیا پروسله والو مخالفینو غږ وکړ چي نور ددي جګړي څخه چي تاوان یی ولس ویني لاس واخلي او دسولی دپروسي سره یو ځای شي او همدا ډول زیاته کړه، چي دټاکنو کارتونه توزیع کیږي ټوله خلک باید کارتونه واخلي او دهمدي لاري وخپلو سیاسي اهدافوته ورسیږي .
ورپسي دولاتیی شورا ریس حاجی عبدالبصیر خیرخوا خبري وکړي دمولوی شمس الرحمان ریس خیل دمحکمی دریس هلی ځلی یی دقدر وړ وبللي، چي دڅو میاشتو په ترځ کي چي دمحمکمي ودانې وکارکولو ته چمتو نه وه د کرایی ځای څخه یی خپله دنده سرته رسوله او یوځل بیایی دفراه ولایت دخلکو په استازیتوب خپل ملاتړ اعلان کړو.
یادونه:یاده وداني چي دحمل پر۱۴ نیټه دیولړ تروریستي بریدونو او تهاجمي حملي په ترځ کي تخریب شوه دفراه ولایت دپي آر ټي دمسولینو له خوا څخه چي دبراداران افغان ساختماني شرکت له خوا یی رغنیزي چاري مخ ته تللي تقریبا د ۲ میاشتو په موده کي چي څه دپاسته پنځه میلیونه افغانۍ لګښت پري راغي نن ګټني اخیستني ته وړاندي شوه.
عبدالرحمان ژوندي دفراه دوالی ویاند.