ليکوال: مطیع الله همدرد –
که شاعر په رښتيا هم د سولې، امن او انسانانو ته د آرامۍ او سکون له پاره له خپل خيال او فکر کار واخلي په رښتیا هم بدلون راوستی شي آن دا چې نړۍ بدلوی شي.
د سل زره شاعران د بدلون له پاره تر عنوان لاندې کابل ادبي بنډار خپله دوه اونیزه غونډه وکړه. غونډه د تېر په څېر د تلې میاشتې په ۱۷ نېټه قرغې ته څېرمه په غازي محمد جان خان منځني ښوونځي کې وشوه.
غونډه د ميکايیل په خواږه غږ کې د سپيڅلي کتاب قرآن عظيم الشان په مبارکو آیتونو سره پيل شوه چې ورپسې ماشومانو په خپلو خوږو غږونو کې ملي سرود زمزمه کړ.
د غونډې ویاند خورشيد احمد فطرت د همدې ښوونځي ښاغلي انجنير حیات الله رسولي ته چې د غونډې مېلمه او سرمعلم ښاغلي شېرمحمد خان ته چې د همدې غونډې مشر و ښه راغلاست ووایه او ګل آغا احمدي ته يې بلنه ورکړه چې د دې ځانګړې غونډې په اړه برخه والو ته معلومات ورکړي او همداراز د تېرې غونډې راپور وړاندې کړي.
احمدي د کابل ادبي بنډار ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه د تېرې غونډې په اړه یې وويل چې دوی په تېره غونډه دوه د قدر وړ مېلمانه چې ننګ اتل او روييد همت وو لرل. زياته يې کړه چې کابل ادبي بنډار وياړي چې هر وخت د نړیوالو څېرو او درنو شخصيتونو کوربه وي.
د غونډې بل برخه وال محب الرحمن محب دريځ ته وبلل شو، نوموړي د بدلون له پاره د سولې د ۱۰۰ زره شاعرانو د بنسټ په اړه خبرې وکړې ويې ویل چې په دې عنوان په نړۍ کې اووه سوه مشاعرې نيول کېږي چې راپورونه او تصويرونه يې په نړيوالو پرليکه او چاپي خپرونو کې خپرېږي.
محب زیاته کړه موږ باید نړیوالو ته وښیو چې موږ هر وخت ادبي او فرهنګي پروګرامونه لرلي او له نړيوالو سره مو يو ځای د سولې او پخلاينې غږ پورته کړی.
د غونډی بل برخه وال حسیب خرم ګيله وکړه چې د غازي محمد جان خان ښوونځی او کابل ادبي بنډار باید د ممتاز زده کوونکي پروګرام چې په دې ښوونځي کې هره پنجشنبه جوړېږي او د اونۍ ممتاز زده کوونکي ته ډالۍ ورکوي باید چې نورو ښوونځیو ته هم يوړل شي.
له نېکه مرغه چې د خرم هيله او غوښتنه د ښوونځي او کابل ادبي بنډار له لوري ومنل شوه.
غونډې ته تکړه شاعرانو په زړه پورې شعرونه وړاندې کړل، مشاعره د محمد داوود غریب دوست په ښکلي ترنم سره پيل شوه چې ماشومانو هم په زړه پورې شعرونه په کې وويل. د مشاعرې په ترڅ کې احمد جمالزي د نړۍ په زړه پورې د تکنالوژۍ اړوند خبرونه وړاندې کړل.
د غونډې د ارزونې له پاره د غونډې مشر سرمعلم شېرمحمد خان دريځ ته راوغوښتل شو. نوموړي وویل چې د کابل ادبي بنډار له غړو مننه کوي چې د دوی په ښوونځي کې غونډې جوړوي، په دې ښوونځي کې يې نوښتونه کړي او د ممتاز زده کوونکي په پروګرام کې له دوی سره برخه اخلي.
د غونډې مشر مېلمه ښاغلي رسولي د کابل ادبي بنډار غونډه وستايله، هغه زياته کړه چې له ډېر وخت څخه د دې غونډې راپورونه لولي او له هڅو يې خبرېږي خو نن ډېر خوشاله دی چې په غونډه کې يې برخه اخلي.
نوموړي همداراز د هېواد د ښوونځيو په اړه وویل چې اوس په کې هغه پخوانی خوند نشته، کميت شته خو کیفیت نشته. د خپل ښوونځي د وخت خاطرې يې يادې کړې چې له حبیب وقار سره به یې ښوونځي ته په لاره د بايسکل د زغاستې سيالي کوله.
د غونډې د مشر او مېلمه له خبرو وروسته د راتلونکې غونډې له پاره اجندا وټاکل شوه راتلونکې غونډه کې به ځوان کيسه ليکوال ښاغلی نصیر احمد احمدي د کيسې په اړه پرېزېنتېشن وړاندې کړي، له ټولو هغو کسانو چې په کيسه ليکنه کې له ستونزو سره مخ دي هيله کوو چې د کيسه ليکنې د معلوماتو له پاره له موږ سره په راتلونکې غونډه کې چې دوه اونۍ وروسته به په همدې ځای کې جوړېږي، برخه واخلي.
غونډه د لنډې دعایې په ويلو سره پای ته ورسېده
نړی مننه ګرانه همدرد صاحب. ماشاالله ښکلی راپور مو لیکلی دی تاند اوسی، له ټولو ملګرو سره او د نورو بریاوو په هیله مو.