تاند- په کابل کې د ناټو یو هیلي کوپتر د دغه ځواک په مرکزي کمپ کې ولوېد او په هغه کې ۵ تنه سپاره ووژل شول.
په دې پېښه کې چې د یکشنبې په ورځ وشوه، ۵ نور ژوبل شول.
ناټو د دې پېښې د تاییدولو په ترڅ کې وویل چې په هغې کې دښمن هیڅ راز لاس نه لري.
ناټو د وژل شویو او ټپیانو د ملیت او هویت په اړه هم تراوسه پوري څه نه دي ویلي. عموماً په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه تر هغو د خپلو وژل شویو غړیو ملیت نه افشا کوي چې د هغوی عزیزان یې نه وي خبر کړي.
د یکشنبې په ورځ دا پېښه وروسته له دې وشوه چې یوه موټر بمي انتحاري د کابل په مرکزي برخه کې د ناټو د بریتانیايي پوځیانو پر کاروان حمله وکړه او په نتیجه کې یې ۳ تنه ملکي افغانان ژوبل شول.
د بریتانیا پوځ وايي چې په دې برید کې د دوی هیڅ پوځي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.