تاند- د بامیان په غازان سیمه کې نن د ملي اردو یو هیلي کوپتر د تخنیکي ستونزې له کبله ولوېده، دوه تنه سپرلۍ یې وژل شوې او ۵ نور ژوبلې دي.
له دې جلا د لوګر په خروار ولسوالۍ کې نن له غرمې وروسته د ملي اردو یوه څرخکه ولوېده. د چارواکو په وینا په دې پېښه کې د څرخکې دوه تنه سپرلي ژوبله شوې ده. ځینو چارواکو ویلي چې الوتکه په بیړني ډول پر مځکه کښېنستې ده.
د لوګر چارواکي وايي چې د دې څرخکې د لوېدو علت نه دی څرګند خو په کابل کې یوې سرچینې د دغه هیلي کوپتر د لوېدا علت تخنیکي ستونزه وبلله.
د دولت وسله والو مخالفانو هم تراوسه پوري د دې څرخکې د ویشتلو ادعا نه ده کړې.
له بلې خوا د بامیان د والي ویندوی رسنیو ته وویل چې د ملي اردو یوه څرخکه نن د دغه ولایت په غازان دره کې لوېدلې چې ۲ تنه پکې ،ژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
دفاع وزارت د خپلو څرخکو د غورځېدو د علت په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
تېره شپه د ناټو یوه څرخکه په کابل کې ولوېده او په هغې کې پنځه تنه سپرلي ووژل شوه.
په دې حساب په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان د ۳ څرخکو د لوېدو شاهد و.
کیدای شی .خو نوی اصلحی موندل شوی دی