خبرپاڼه
نن دوشنبه ورځ د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له لوري (۴۵۵۹،۱۶) کیلو ګرامه مخدره توکي کوم چې په تیرو ۳ کلونو کې د مختلفو عملیاتو په ترڅ کې د پولیسو لاسته ورغلي وه، په داسې حال کې وسوځول شول چې د ارزګان والي ښاغلې محمد نذیر خروټي په ګډون، امنیه قوماندان مل پاسوال توریالی عبدیاني، امنیت آمر، ملي امنیت رئیس، استناف محکمې رئیس، مخدره توکو پر وړاندې د مبارزي رئیس، ولایتې شورا رئیس او غړي يي، د مدنې ټولنو او رسنیؤ استازي هم موجود وه. په لمړي سره کې د ارزګان امنیه قوماندان مل پاسوال توریالی عبدیاني د یادو مخدره توکو سوځول چې پکې (۳۹۰۴،۴۰۰) کیلو ګرامه تریاک، (۶۵۳) کیلو ګرامه چرس او (۱،۷۰۰) کیلو ګرامه شامل وه، خبریالانو ته مالومات وړاندې کړل، او دا کار يي په تیرو څلورو کلنو کې یو بي ساري عمل وباله، هغه د مخدره توکو پرضد په مبارزه کې خپل د پولیسو هڅي وستایلي او هغوې يي په خپلو دندو کې بریالي و ګڼل.
د ارزګان والي محمد نذیر خروټي بیا خبریالانو ته وویل، چې د امنیتې ستؤنزو په شتون کې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه یو ستؤنزمن کار دی خو زه په دې برخه کې کلک هوډ لرم، او د اړونده ارګانو سره به په ګډه د دې شومي پدیدې پر وړاندې مبارزه کوم، دا چې د مخدره توکیو کرکیله، کاروبار او استعمال په شرعیت او نورو نړیوالو قوانینو کې چې په دې برخه کې نافذ دي، منع ګرځول شوي، همدا راز د نظام دوښمنان د مخدره توکو د قاچاق په برخه کې فعاله ونډه لرې چې پرته له شکه له همدې لاري نه بیا تمویلیږې هم، نو دا د هر افغان وجیبه ګڼل کیږې چې تر خپلې وسې پوري د دې کار مخنیوی وکړي، ترڅو مو هیواد د مخدره توکو له تهدیده خلاصون ومومي، او په نړیواله کچه چې کوم زیان او بدنامې افغانستان ته متؤجي شوي ورته د پاي ټکی کیښودل شې، ښاغلې خروټې پر ځوانانو هم غږ وکړ چې د نشئي توکو نه ځان وساتې او په مخنیؤې کې يي د خپلې سیمه ییزي اداري سره مرسته وکړي.
دوست محمد نایاب
د ارزګان ولایت ویاند