تاند- څه باندې ۷ زره تنو د افغانستان په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې پر روغتون د حملې په اړه د بې پرې څېړنو د غوښتنې په ننګه یو اوږد لیک یا تومار لاسلیک کړی دی.

د روسیې د سپوتنیک نیوز د راپور له مخې کودپینک (CODEPINK) ناحکومتي ټولنې د دوشنبې په ورځ د دې خبر د اعلانولو په ترڅ کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د امریکايي الوتکې حمله جنګي جنایت وباله او له امریکايي چارواکو یې وغوښتل چې د دې پېښې په اړه بې پلوه تحقیقات وکړي.

د بې پولې ډاکترانو د ټولنې پر روغتون په بمبارۍ کې لږترلږه ۲۲ تنه ووژل شول خو ځیني راپورونه ښيي چې د وژل شویو کسانو شمېر تر دې خورا زیات دی. په وژل شویو کې ډاکتران، ماشومان او ټپیان شامل دي.

په لاسلیک شوي لیک کې د ویجاړ شوي روغتون د بېرته جوړېدو، د ټپیانو د درملنې او د وژل شویو او ټپي شویو کسانو کورنیو ته د تاوان ورکولو غوښتنه شوې ده.

په افغانستان کې د امریکا پوځ پرون /یکشنبه/ وویل چې د قربانیانو د کورنیو غړیو ته به تاوان ورکړي. خو ویې نه ویل چې څومره تاوان ورکوي. (په دې اړه نور تفصیل)

(CODEPINK) این جي او یا ناحکومتي ټولنې وویل، وروسته له دې چې یې د لاسلیکونو شمېر ۱۰ زرو ته ورساوه، لیک به د امریکا د استازو جرګې د پینتاګون اړونده کمېټې ته وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *