خبریال: میرویس جلالزی – د غزني امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د تصرف پلان چې د طالبانو له لوري جوړ شوی وو د افغان ځواکونو له لوري شنډ او د هغوی برید پر شا وتمبول شو.
د رپوټونو له مخي شاوخوا دوه زره طالبانو د دوشنبې په ورځ له بیلا بیلو خواوو پرد غزني ښار یرغل وکړ.
د غزني د والي مرستیال محمدعلي احمدي پر وینا طالبانو غوښتل د کنوز په څير غزنی هم ولکه کړي لیکن افغان ځواکونه په دې وتوانیدل چې سمدستي طالبان په شا وتمبوی او ښار وساتي.
په ښار کې تر برید دمخه ښوونځي او دفاتر تړل شوي ول او یو شیمر خلک چې له بریده خبر ول لا وختي له ښاره د ولسوالیو او نورو خوندي ځایونو په لور تللي ول.
د برید پر مهال د کندهار – کابل لویه لاره هم د غزني په قرباغ کې د دوشنبي تر ماښامه تړلې پاتي شوه.
ویل کیږي طالبانو د غزني ښار د اسپندي، شاباز دوکانونو، خدایداد او یو شمیر نورو نږدې کلیو څخه پر ښار یرغل کړی وو لیکن د امنیتي قواوو له سخت مقاومت سره مخ شول.
احمدي وايي دوی خبر ول چې طالبان داسي یو پلان لري نو ځکه ټول قوتونه د تیارسي په حال کې ول.
د غزني د پولیسو مرستیال قوماندان اسدالله شجاعي د فرانسي آژانس ته ویلي چې غزني کندوز نه دی چې طالبان یي په دومره آسانۍ سره ولکه کړي.
د شجاعي په خبره دوی په کافي شمیر کې سرتیری په غزني کې لري او ښار به له هر راز یرغل څخه خوندي وساتي.
د غزني مرستیال والي بیا وايي چې طالبان د ښار پینځه کیلومترۍ ته را رسیدلي ول خو په شا وتمبول شول.
په همدې حال کې ولسمشر غني د دوشنبې په ماښام د غزني لپاره نوی امنیه قوماندان وټاکه.
دغه کس جنرال امین الله امرخیل دی چې یو مهال د کابل هوايي ډګر دسرحدي پولیسو قوماندان او له هغه وروسته د بغلان امنیه قومندان وو.
.
دا ښه خبره ده چې ولسمشر غنی د ی د والیانو او قوماندانانو تاکني په غور سره وکړي