تاند- افغان او امریکايي پوځیانو په کندهار ولایت کې په ګډو عملیاتو کې د القاعده شبکې د روزنې یو مرکز له منځه یووړ او په لسګونو ترهګر یې ووژل.
په ځینو راپورونو کې د وژل شویو ترهګرو شمېر سلګونه ښودل شوی دی.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویندوی بریدجنرال ویلسن شوفنر وویل، امریکايي او افغان ځواکونو د کندهار په شورابک ولسوالۍ کې د القاعده د روزنیز مرکز د ویجاړولو په ترڅ کې په لسګونو کسان په دغه مرکز کې ووژل.
د بریدجنرال شوفنر په وینا دا د دوی تر لوري تر ټولو ستر ګډ عملیات ول چې تراوسه پوري یې په افغانستان کې کړي دي. ده زیاته کړه چې د عملیاتو په ترڅ کې امریکايي ځواکونو ۶۳ هوايي حملې وکړې.
شوفنر دا هم وویل چې په عملیاتو کې ۲۰۰ افغان او امریکايي ځواکونو ګډون درلود.
د عملیاتو په لړ کې امنیتي خواکونو هوا ضد وسلې، راکټونه، بمونه، د بم جوړولو وسایل، پاسپورټونه، لپ ټاپونه، ټېلفونونه او نور وسایل نیولي دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویندوی وايي چې د دې عملیاتو هدف د تروریستي شبکې د ریښو وچول و.
ده وویل چې دوی د طالبانو په تاریخي مرکز کې د القاعده شبکې پناهځای له منځه وړی دی.
د شوفنر په وینا په دې عملیاتو کې افغان امنیتي خواکونو خپل خورا لوړ مهارت او مسلکي توب وښود.
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د شورابک په عملیاتو کې ۲۳۴ ترهګر وژل شوي دي.