تاند- د خوست ولایت په اسمعیل خېل ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په چاودنه کې شپږ تنه سخت ټپیان کړل.

د اسمعیل خېل ولسوال یونس ځدراڼ رسنیو ته وویل:«شيږ تنه د بم په چاودنه کې، چې نن ۱۰ بجې او ۲۰ دقیقې د دوی د موټر په لاره کې وشوه، سخت ژوبل شول.»

ده دا چاودنه د وسله والو طالبانو کار وباله، ویې ویل چې طالبان تل په لارو کې ماینونه خښوي او بېګناه ملکیان وژني.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي او عموماً د هغو چاودنو په اړه یا څه نه وايي یا یې مسوولیت ردوي چې عام خلک پکې ووژل شي.

وسله وال طالبان دولتي ځواکونو ته پر لارو بمونه ږدي خو د دوی په ��مونو عموماً عام ولس قرباني کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *