د ژوند تر هدیرې وړي د ټیکري څوکه کې درد
راشین د یوې پیغلې د زړګي څوکه کې درد
افغانستان هغه هیواد چې اوس هم پکې د دوولسمې پېړۍ افکار موجود دي او د اسلام له سپیڅلې کلمې او سپېڅلو قوانینو څخه په ګټه اخیستنه، هر ډول جنایتونه ترسره کوي، خبره دا ده، دا افکار چیري دي؟ ولي تراوسه ژوندي دي؟ کوم زیانونه یې اړولي؟ او څنګه کولای شو چې تر یوویشتمې پېړۍ یې راوځغلوو؟
یوه اوونۍ نه کیږي، چې لښکرګاه ښار اړوند، د بُست کلا په تاریخي او لرغونې سیمه کې، یوه نه جبرانېدونکې پېښه وشوه او یوې ځوانې پېغلې خپل خون په خپله غاړه واخیست، د دې پېغلې په وړاندې شته ستونزې څه وې؟
په داسي یوې کورنۍ کې یې پرته له خوښې او پوښتنې ودول، چیرته چې په سپېرې یادېده، د شیطان له ذاته بلل کېده، کورني او بهرني کارونه یې په غاړه تپل شوي وه، د ښځې په سترګه ورته نه کتل کېده او د ورکړل شویو حقونو څخه په پوره ډول بې برخې وه.
ددې پېغلې هره شپه بیدېدا له رڼو اوښکو او هرسهار پاڅېدل له ژړا سره وه، ناوړه پښتني دودونه او د اسلام له مبارک دین څخه ناوړه تعبیرونه هغه څه وه، چې ددې پېغلې پښو ته یې زولنې اچولي وې، یوازینۍ لاره چې دا یې له دې اغزن ژونده ژغورلای شوه، هغه ددې کړې پریکړه وه او د زهرو ګوټ یې تر ستونې تېر کړ.
د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې به تاسي ووایاست، چې صحرا، کلي او بانډې، ددې بدو افکارو څخه برخمنې دي، خو هغسي نه ده، څنګه چې تاسي فکر کوئ، دا مټکوره اذهان چې افغان حکومت او د اسلام د سپېڅلي دین څو سپېڅلي پیروان او مبارزین یې په وړاندې کلکه مبارزه کوي، له ښاره ترکلي او له کلي ترښاره یې پر ډېرو زیاتو پښتني او افغاني کوڅو او سیمو خپل سیوری غوړولی، بلکې هغه مرکزونه او ښوونځي، چې موږ یې د شخصیتونو او فکرونو د رغونې ریښتینې او غوره روزنځي بولو، پکې دا بد افکار وجود لري.
دا افکار د ټولنې د بې وزله قشر(ښځي) په وړاندې ولاړ دي، حتی د پوهنتون او ښوونځي د چوکۍ او میز محصیلین، زده کوونکي او ښوونکي دي، دوی نه غواړي، چې ښځه دي زده کړه وکړي، د ټولنې په رغښت کې دي ورکړل شوې ونډه واخلې، پر دوی باندې روان ظلمونه دي ښکاره او د مخنیوي لپاره یې لاس په کار شي او بلااخره د خپلو حقونو په ترلاسه کولو سره، د یوه ښه او عصري ژوند خاونداني شي.
دا چې دا ناوړه ذهنیتونه په یوویشتمه پېړۍ کې لاهم ژوندي پاته دي، څولاملونه لري، بې سیوادي، د ځینو خرڅ شویو ملایانو او عامیانو تبلیغ او د اسلام د سپېڅلي دین د دښمنانو هڅې، هغه څه دي چې زموږ ټولنه یې د عصري او موډرن ژونده لیري ساتلې او دا د بدبختۍ تخم یې پکې شندلی او شیندي.
دا مټکور اذهان دومره مُضر دي، چې حتی ددې نظام په وړاندې ضد کړیو نه هم بدتر دي، د اوسنیو ناخوالو، مرګونو، غلاوو، ویرې او وحشت خپرولو لاملونه هم همدا کسان دي، کوم چې د بهرنیو کړیو له لوري حمایه کیږي او زموږ ټولنه کې د منفي افکارو د خورولو لپاره کارول کیږي.
که اوسنی حکومت او د عصري او موډرنې نړۍ نه باخبره اشخاص غواړي، د دې مُضرو کسانو په وړاندې مثبته مبارزه وکړي او د دوی د دوولسمې پېړۍ خام فکرونه تر اوسنۍ یوویشتمې او عصري پېړۍ راوځغلوي، باید د عامه ذهنیت جوړونې تر نامه لاندې، په ښوونیزو مرکزونو کې، یو مضمون ورزیات او د بهرنیو کړیو د لاسوهنې مخه په ټپه ونیسي، ملایان اوښوونکي د ښځو لپاره د اسلام د سپیڅلي دین ټاکل شوي قوانین په سمه توګه بیان کړي، ترڅو بهرني او مغریز فکرونه په دې ټولنه کې خواره نشي او د ښځو په وړاندې پرتو او شته ستونزو ته د پای ټکی کښېښودل شي.