هغسې چې انسانان په رنګ، څیرې او خوی کې سره توپير لري همدارنګه په ژوند کې يې موخې او خپلو موخو ته رسیدلو ته يې هڅې هم توپير لري، د هرې هڅې تر شا موخه نیکمرغۍ ته رسیدل دي نو د نیکمرغۍ یو تعریف بریا ده خو نیکمرغي مرګ نه ده چې د ټولو په برخه وي بله دا چې حتمي نه ده هر انسان دې خپلې هڅې وروسته ارو مرو نیکمرغه شي یا خپلې موخې ته دې ورسيږي خو بیا هم له ماتې وروسته بریالی هغه څوک دی چې خپل موخې ته رسيدو لپاره خپل هوډ له لاسه ورنکړي او ټينګ پرې ولاړ پاتې شي. خو که خبره رالنډه کړو په دې نړۍ کې نيکمرغه څوک دی؟؟ په دې صورت کې بيا هر انسان د خپل نیکمرغه اوسیدو لپاره ځان ته تعریف لري. څوک خپل نيکمرغي په ډيره شتمني کې ويني، څوک بیا خپله نيکمرغي په دې کې ويني چې نورو ته يې خیر ښېګڼه ورسيږي، څوک بیا هغه مهال ځ��ن نيکمرغه ګڼي چې تر نورو پورته وي او څوک هم خپل نيکمرغې په معنویاتو کې ويني څوک بیا ښه میرن يا ښه خاوند لرل د ځان نيکمرغي بولي… خو په علمي ډګر کې د نړۍ وتلي شخصيتونه هم د نیکمرغۍ په اړه خپلې خبرې لري چې ځينې مې دلته ژباړلي:

بالزاک:

نیکمرغي د هڅې او زړورتیا په ولکه کې ده.

فنلون:

نیکمرغه انسان هغه دی چې کله له خوبه پاڅيږي نو ځان ته ووايي هڅه به وکړم چې نن مې تر پرون ښه وي.

الژر:

که تل له خدایه د نورو نیکمرغي وغواړې نو پوه شه چې نیکمرغي به ستا وي.

تولستوی:

نیکمرغه انسان هغه دی چې له خپلو تیروتنو څخه ښې تجربې تر لاسه کړي.

ډیل کارنګي:

د نیکمرغه کسانو جامې له دوه څيزو اوبدل شوي، تار يې له ښه خوي او نیکو کړنو څخه او څنډې يې خلکو سره راشه درشه او توافق څخه.

بودا:

هیڅه کله بی وزله کسانو ته په سپکه سترګه مه ګوره او د هغوي د ژوند کيسې ته هم په سپکه سترګه مه ګوره دا ځکه چې ته هغه مهال د خپل تلپاتې نيکمرغۍ ته هیله من پاتې کيدلی شۍ چې د بیوزلو او بیچاره و انسانانو لاس نيوی وکړۍ.

ویکتور پوشه:

په هغې ورځ چې د نړۍ ټول انسانان نيکمرغه وي نو د وخت تيريدو ته هيڅ اړتيا نشته ځکه هيڅوک ورته اړتیا نه لري.

بتهون:

که غواړې چې نیکمرغه اوسې نو د نورو نیکمرغۍ لپاره هڅه وکړه ځکه هغه خوښي چې موږ يې نورو ته ورکوو موږ خپل ته راګرځي.

کانت:

خوښي او نيکمرغي هغه څه ده چې پرته له دې چې څښتن يې يو نورو ته يې ډالۍ کولای شو.

مونتنی:

هر څومره چې مرګ وړوکی او ټيټ وشميرې همغومره به نیکمرغه وې.

روک کرت:

که چیرې وغواړې چې د ټولو هغو خوښيو او نيکمرغیو شکر خدای ته پر ځای کړې چې تا ته يې درکړي نو هيڅ کله به ګیله او غوسه ونه کړې.

افلاطون:

دا یوه څرګنده خبر ده او هر سلیم عقل يې مني چې د فرد په نسبت د ټولنې نيکمرغي مهمه ده.

ولټر:

نیکمرغي د دوه څيزونو محصول دی لمړی قناعت دویم هڅّه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *